د سپتمبر ۱۲
څو ورځې پس، ذاکري صیب احوال را کړ چې د مشر شیخ صیب سرہ ملاقا ت منظور شوی.
زموږ گروپ یېکندھ ار ته غوښتی دی.
د خبر پر اوریدو، زما حالت عجیب و، ھم خوښ او ھم غمجن!
غمجن پر دې وم چې لومړی خو د ش یخ صیب له دیدن څخه محروم شوم، دویم
دا چې ما د دې ملاقات لپار ہ ډیرڅه د ویلو را ټول کړي و، غوښتل مې
د ولس رښتینی اواز تر شیخ صیب پورې بې له کومې محافظه کارۍ او
چاپلوسۍ نیغ په نیغه ور سوم خو له بدہ مرغه چې د لیدو ن صیب مو نه و.
خو، خوښ پر دې وم چې استاد تر م وږ ټولو ډیر فصیح، بلیغ او د
خ پل ولس خواخوږی دی. علمیت یې پ ر موږ څوچندہ زیات او د حق ویل و
پورہ جرئت ھم لري نو د ولس د ھیلو پیغام به زموږ ټولو څخه پ ه بھترہ
او موثرہ طریقه ورسولی شي.
زما بله د خوښۍ خبرہ ھغه پټ پیغ ام و چې ما د دې ملاقات د منظور ۍ
له لیارې تر گوتو کړ!
موږ په مجالسو کې پر لوړ پوړ یو چارواکو او حکومت، مخامخ سخت ې نیوکې کولې،
زموږ د مجالسو غ وړچاڼ دشیخ صیب تر دفترہ ھم رس یدہ.
که د امارت مشرانو زموږ په نیو کو کې د خیر او اصلاح څه نه لید ل او ھر څه
ورته منفي گرایي ښکا ریدل، بیا یېموږ ته د دې ملاقا ت زمینه نه برابروله!
له مشر شیخ صیب سرہ د ملاقات ما نا ھمدا وہ چې حکومت مو خبرې او ري،
زموږ پر اصلاحي نیوکو او ن ورووړاندیزونو کې غور او دقّت کوي او د امارت
تر ټولو لوړ مق ام ته یې د مخامخ رسولو په لار کې را سرہ مرسته کوي!
مبارک شه حمزہ سوال ته دې غوږ نیسي
یوہ ورځ به درته ووایي منظور دی
حمزہ بابا
دوستانو!
زما د سترگو لیدلی حال، ھمدلته پای ته رسیږي، له ټولو ھغو دوس تانو څخه
یوہ نړۍ مننه چې د دې حال په لیدلوکې یې راسرہ ملتیا کړې وہ!
زہ په ټوله کې خپل سفر مثبت او ھیله بښونکی بولم. لا یزال څښتن دې ھمداسې ثابت کړي!
امین ثم امین.
ھغه مھال چې زما ملگري په کندھا ر کې د شیخ صیب ملاقات ته منتظر ول،
ما خپل دا لاندې لنډ پیغام د امارت دمشرتابه په آدرس خپلو ملگرو ته استولی و،
چې ھغوی ھم د شیخ صیب د دفتر مسؤلینو ته ر سولی وو، جزا ھمالله خیرا:
بسم الله الرحمن الرحیم
د اساسي قانون د تسوید لپارہ د کمیسون جوړونې اړتیا
عالیقدر امیر المؤمنین شیخ ھبة الله اخونزادہ صاحب!
السلام علیکم و رحمة الله و برک اته!
عالیقدرہ!
تاسې ته تر ھر چا بھترہ مالومه دہ چې اساسي قانون د یوې ټولنې په حقوقي
انتظام کې ھغومرہ اھمی ت لري،لکه د ژوند لپارہ آکسیجن.
ھیڅ نظام بې اساسي قانونه تدوام نه شي کولای.
د نړۍ په کچه، په ټولو ھیوادون و کې اساسي قانون د مشروعیت او د ټولنیز تړون
وثیقه گڼل کیږي چې د واکمنېډلې او ولس تر منځ اړیکې تنظیموي او
ھم نظام ته ق انوني بڼه ور په برخه کوي.
څرنگه چې د اساسي قانون موجودیت د یوہ دولت لپارہ حیاتي ارزښت لري،
ھمداراز تسوید او تدوین ته یې ھمد یوہ مسلکي کمیسون د جوړ یدو شدیدہ اړتیا وي؛
داسې یو کمیسون چې په تشکیل کې یې د دین ي علماو ترڅار او څنگ
د حقوقي ع لومو پوھان ھم وي تر څو د اساسي قانون د تسوید پروسه د شریعي م وازینو
مطابق دنړیوالو او ملي معیارونو په رڼا کې تر سرہ شي.
زموږ مشورتي بورډ چې د دوحې د مذاکراتو پر مھال د امارت د سیا سي دفتر لپارہ
د یو معتمَد مأخذ په توگه لهمشرانو سرہ په اړیک و کې پاته شوی، اوس ھم د ھمدې ا و
بھرني مشروعیت پیژندنې لپارہ د امارت له مشرانوسرہ د نظر پر تبادلې او مشورو بوخت دی.
نو ستاسې عالیقدر مقام ته مو ع رض دی چې د افغانستان د ډیرو ست ونزو
د حل لار، “اساسي قانون” د تسویدلپارہ د یوہ کمیسون د ایج اد امر ورکړئ!
جزاکم الله احسن الجزاء
والسلام علیکم و رحمة الله و بر کاته
په ډیر درنښت
حفیظ الدین پیرزادہ
________________________
د شیخ صیب سرہ ملاقات
د شیخ صیب سرہ د مجلس تفصیل زما د گران دوست او د سولې او انسج ام
د مشورتي بورډ غړي ښاغلي عب دالھادي دولتزي په قلم لیکل شوی ، چې
زہ یې دلته له تاسې سرہ بې له څه زیاتونې یا کمونې شریکوم !
له حوصلې او زغم څخه مو یو ځل ب یا مننه
بسم الله الرحمن الرحیم.
ګران ورور او ملګري محترم پير ز اده صاحب په تيرو څو اونيو کې
د (کابل چې ما په خپلو سترګو ولي د) تر نامهلاندې خپله سفرنامه،
هيواد والو ته په مشرح ډول وړان دې کړه. د يو ضرور کار له وجې
ز ړه نا زړه مونږ سره دخدائ پامان ئ نه وروسته لندن ته روان شو.
ل ه بده مرغه د کندهار سفر او د ااا مشر او امير شيخ هبت الله آ خوند سره
ملاقات چې ډير ورته هوس يده د پير زاده صاحب په نصيب کې نه وو.
دې لپاره چې سفر نامه نیمګړې پا تې نه شي، زه عبدالهادي دولت زئ
د پير زاده صاحب په اجازه غواړ م چېوروستئ او مهمه برخه يې تاس و سره شريکه کړم.
استاد روستار تره کئ يوه اونئ ن ور هم په کابل کې پاتې کيده. څو ورځې مو
په نورو ملاقاتونو تير ې شوې، دپغمان په ښکلې دره او غ وڼډيو کې مو هم
يوه ورځ تيره کړ ه، د پغمان د طبيعت ښکلا او د کړايي د خوړلو نه موخوند واخيست .
د استاد ترکي بيرته تګ ته دوه و رځې پاتې وې، سهار ذاکري صاحب خ بر راکړ
چې د مشر شيخ صاحب دملا قات زمينه برابره شوې ده ، است اد خپل سفر څو
ورځې وځنډاوه او د کندهار دوه ټکټونه مو هم وا خيستل.
چارشنبه د سپتمبر ۱۴ :
د کابل هوائي ډګر څخه مو د ماسپ ښين په يوه بجه په آريانا الوتک ه کې کندهار ته پرواز وکړ.
۵۰ د قيقې وروسته الوتکه کندهار کې کي ناسته او د مؤظف مسؤل کس له خو ا زمونږ
هر کلي وشو او په عينو مينه کې يو ميلمستونته يې مونږ ته لار ښوونه وکړه.
مونږ دواړ ه په يوه کوټه کې پر اوسيدو خوښ وو، ځکه چې د ملاقات وخت او
ور ځ څرګندہ نه وہ او مونږ بايد منت ظر او تيار وائ.
هغه ورځ په ميلمستون کې تيره ش وه، شپې مو آرام خوب وکړ. زمون ږ نه
دوه ورځې مخکې تقريباً د ک ابينې نيمايي وزيران کندهار ته د غوڼډو لپاره
راغلي وو او په هم دې ميلمستون کې اوسيدل، دپام وړ خبره دا وه چې د
سهار ناشته او دوه وخته ډوډئ ټولو ته يو شان ت ياريده، ( اتلس ډوله غوښې)
په ک ې نه وې، وزير ، مأدون ، عسکراو ميلمنو ټولو يو شان ډوډئ خوړله , کله به
لوبيا او وريژې او يا به داسې نور ساده کتغونه پخيدل.
پنجشنبه د سپتمبر ۱۵ :
سهار تر غرمې او غرمې تر ماښام منتظر وو خو نه پوهيدو چه څه و خت به
موټر مونږ پسې راځي. د م اخستنډوډئ نه وروسته يو مؤظف ما مور کوټې
ته راغئ او خبر يې راک ړ چې موټر تيار دئ او د ملاقات له پاره به بل ځائته ځو.
څو دق يقو کې تيار او موټر خوا ته رو ان شو.
هغه دريور چې راستول شوئ وه، وي ې ويل چې د ډاکټر روستار ترکي پ سې راغلئ يم
او يواځې هغه له ځا ن سرهبيايم . مونږ يقين درلود چې دا به غلط فهمي وي، ځکه
کابل کې يې خبر راکړئ وو چې زمونږ د دواړو لپاره دملاقات زمينه بر ابره شوې وه.
د شيخ صاحب دفتر سره د اړيکې وروسته يې ما ته هم د تللو اجازه راکړه.
دواړو موبا یلونه يې را څخه واخيستل او په لارې روان شوو.
شا و خوا ۱۵ دقيقې وروسته هلته ورسېدو، د امنيتي مؤظفو کسانو ل ه خوا د تلاشئ
څخه وروسته انتظ ار خونېته ولاړو. هلته د رياست الوزرأ سیاسي مرستیال مولوي صا حب
عبد الکبير زمونږ هر کلئ وکړ. د څو دقيقو وروسته د مشر شيخ صا حب دفتر ته د
ننوتلو اجازه راکړ ل شوه. مونږته ۳۰ دقيقې د ملاق ات وخت ټاکل شوی وه .
نو مولوي صاحب کبير سره په ګډه دفتر ته و ر ننوتلو.
شيخ صاحب په ډيره مينه او په خن دا ډکه خوله مونږ دواړو ته په غيږ راکولو
سره روغبړ او هر کلئ وکړ.
په مجلس کې نورو حاضرو علماوو س ره مو هم ستړې مشي وکړې او د
شيخ صاحب تر څنګ پر توشکو کښیناستو.
لمړئ ډاکټر روستار ترکي د شيخ ص احب څخه مننه وکړه چې مونږ ته ي ې
د ملاقات وخت راکړ. او همدا ر نګه پهتيرو درې هفتو کې د ااا د جګپوړو چارواکو
د ښه هرکليو او ملاقاتونو څخه هم خوښي څرګنده کړه.
ډاکټر روستار ترکي په تير يو کا ل کې د ااا لسګونې لاسته راوړنې وستايلې
او د هغو تر څنګ يې پر لاندې موضوعګانو باندې خبرې وکړ ې:
۱ :- اساسي قانون :- په ټوله نړ ۍ کې افغانستان يواځينۍ هيواد د ی چه اساسي
قانون نلري. داخلي مشروعيت او نړيوالو د رسميت پيژ ندلو لپاره د اساسي قانون
درلود ل ضرور او مهم ده. لمړئ بايد د «تسويدمختلط کميسيون» جوړ شي
چې د ديني عالمانو تر څنګ د حقو ق او قانون مسلکي او متخصص کسان هم په
کې غړيتوب ولري. دا کميسو ن به په دوه مياشتو کې مسوده تي اروي.
۲ :- لويه جرګه:- د تاريخ په ا وږدو کې تر ټولو جګه او يواځينی تقنيني
مرجع ده چې د اساسي قان ون د تصويباو د ټولو مهمو ملي م وضوعګانو په اړه د
تصمیم نیولو صلاحيت لري. د علماوو غوڼډه د د ې کار صلاحیت نه لري.
لويه جرګه به پر تياره شوې مسودې باندې د بحث څخه وروسته، اساسي
قانون ت صويبوي. اوسني سرپرستحکومت ته ب ه مشروعیت او قانونیت ورکوي او
د راتلونکې نظام بڼه به تصويبوي . په هغه صورت کې نړيواله ټولنه مجبوريږي
چه د افغانستان حکومت په رسميت وپيژني، د ااا په مشر انو باندې تحريمونه او پر
حکومت باندې لگیدلي اقتصادي تعزيرونه ھم لرې کړي.
۳ :- د قدرت له انحصار څخه بايد ډډه وشي ځکه دا نه د ولس او نه د نړیوالې ټولنې
لپاره د منلو وړ ده، ھمدارازپه حکومت کې باي د مسلکي او متخصص کسان په لوړو
پوستونو وګمارل شي.
۴ :- نړيوالو سره د تعامل لپاره بايد په خپلو پاليسيو کې انعطا ف راولئ ،
البته تر هغه حده چې ز مونږ ديني اوملي ارزښتونو سره پ ه ټکر کې را نه شي.
۵ :- د نجونو ښوونځي:- نجونې ا و ښځې د ټولنې نيمايي برخه تشکي لوي.
د شپږم ټولګي نه پورته د ن جونوښوونځي لکه ځينو ولاياتو کې چې خلاص دي،
بايد ټول هيواد کې خلاص شي.
۶ :- عمومي عفوه: – دا يو سم کار نه وو. د عسکرو ، پخوانيو مامورينو او
ټيټ پوړ يو چارواکو عفوه کولو کې څهستون ځه نه شته، خو د تيرو شلو کلونو
د حکومت مشران، وزيران، جنرالا ن او هغو کسانو چې په افغان وژن و او د
وطن په تباهئ کې د اشغالګ رو سره مرسته کړې وې، ټول بايد محاکمه شي.
۷ :- نړيوال د اسلامي امارت نوم څخه ويره لري، ځکه د يوې خوا د ااا او غربيانو
تر مينځ د عقيد ې او ارزښتونواختلاف موجود ده ا و د بلې خوا نه غواړي چه په نور و
اسلامي هيوادونو کې اسلامپالې ډلې د ااا څخه الهامواخلي او پ ه هغو هيوادونو کې
د اسلامي اما رت د جوړولو هڅې وکړي.
۸ : – امريکا او متحدين يې د ااا د سقوط په لټه کې نه دي، د مختلف و ليارو غواړي چې
فشارونه پر اا ا ډير شيتر څو په خپلو پاليسيو کې انعطاف ته مجبور شي. مننه
محترم شيخ صاحب په ډيره حوصله م ندئ تر آخره خبرو ته غوږ نيولائ وه، څنګ کې یې
سکرتر ناست وه چ ې هره خبره به يې ليکله. شيخ صاح ب هر انتقاد او وړانديز باندې
بيلا بيلې خبرې و نه کړې، په عم ومي توګه يې وويلچې :
۱ :- د هيواد ۴۴ کلنې غميزې ت ه د پای ټکي ايښودلو او افغانان و تر مينځ د
ورور وژنې څخه د مخ نيوي په خاطرعمومي عفوه مو اعل ان کړه خو حق العبد نه بخښو،
څو ک که پر چا دعوی لري کولائ شي چ ې محاکمو ته عارض شي.
۲ :- پر اساسي قانون باندې د يو کميسيون له خوا کار روان دئ.
۳ :- حکومت سرپرست دئ، متخصصين او مسلکي کسان په کې ډير دي، نو ر به هم زيات شي.
۴ :- ټول افغانستان کې مو امنيت تأمين کړئ ده، مونږ ډير صادق او مسلمان افغانان يو،
قومیت مو نږ ته مطرحنه ده، تقوا او صداقت مونږ ته مهم دي.
۵ :- په تيرو شلو کلونو کې د ام ريکا ، ناټو او د هغوئ لاسپوڅو له خوا زمونږ پر ملت
ډير ظلمون ه وشوه، مونږ پسې ډير منفي او د درواغو ډک تبليغات کول او ا وس يې هم کوي.
تاسو او ټولو هيو اد والو څخه چې په داخل اوبهر ک ې ميشت دي هیله لرم چی د منفي پ روپاګند
د خنثی کولو لپاره زمو نږ ريښتينئ انځور نړيوالو ته وړ اندې کړئ.
۶ :- الحمد لله د اشغال ختم سره جګړه هم پائ ته ورسيده، ټولو ه یوادونو سره د متقابل احترام
پر بنسټ تعاملکولو ته حاضر يو مګر د دين او ملي ګټو په خلاف هيڅ شئ نه منو.
۷ :- مونږ د معارف ودې ته ژمن ي و. اوسمهال د بودجې لويه برخه پ ه معارف مصرفیږي.
د مدارسو مصار ف په دېکې شامل نه دي، هغو ته م ونږ بيلې پيسې ورکوو. والسلام
مونږ ته يې نيم ساعت وخت راکړئ وو، د شيخ صاحب د خبرو ختميدو س ره تقريباً يو ساعت تیر
شوئ وه نو زماخبرو لپاره وخت پاتې نه و و، خو بيا هم د اجازې اخيستلو څ خه بعد مې يو څو ټکي بيان کړل :
۱ :- د نجونو ښوونځيو د تړلو د ليل که هر څه وي، شرعي او ديني دليل به نه وي،
که داسې وائ نو په ټولافغانستان کې به تړل شوي وائ، حال دا چې د شمال او مرکزي
افغانستان په ځينو ولاياتو کې د شپږم نه تردولسم ټولګي پورې د نجونو ښوونځي د شاګردانو پر مخ خلاص دي.
بله دا چې دشيخ صاحب په حضور کې مونږ ټول تقريباً ۱۵ کسان ناست يو. ټولو څخه يوه پوښتنه لرم:
که په کور کې مور ، خور ، لور ا و يا ميرمنه راته نا روغه شي، ر وغتون ته چې ورسيږو ،
لمړئ پوښت نه به مو څه وي؟( آيا ښځينه ډاک تره شته؟)، دغه ښځينه ډاکتره خو د آسمان څخه نه
راکوزيږي بلکه همدا نجونې دي چې تردولسم ټولګي په ښوونځي کې د اسلامي حجاب
مر اعاتولو په شرط، تعليم کوي، بيا د کانکور څخه وروستهپوهنتون کې خپل تحصيل بشپړوي،
هغه نه وروس ته به داکتره، قابله، نرسه ، پو ليسه، معلمه او داسې نور ترېجوړ يږي.
ښه به دا وي چې د حکومت او نظام په حیث د مناسب چاپيريال د برا برولو څخه وروسته،
د نجونو د ښوو نځيودروازې پرانيزئ، بيا يې اخت ياري کړئ نه اجباري. يعنې هره ک ورنئ
به د دې اختيار ولري چې خو ر او لور تهاجازه ورکوي او که نه.
۲ :- امريکا او متحدين يې ولې د بشر د حقونو ، ښځو حقونو، د نج ونو ښوونځيو
او داسې نورې نعرې وهي؟دوهعلتونه لري:
لمړئ دا چې په تيرو شلو کلونو کې غربيانو د طالبانو پر ضد ډير منفي تبليغات کړي وو.
اوس په خ ټو کې راګيردي او غواړي چې ستاس و هغه منفي انځور يې چه خپلو
خل کو ته ورښودلئ وو، څنګه په مثبت انځور بدل کړي. په دې د
خټو پوز ې جوړولو کې د ااا مرستې ته اړ تیا لري.
دويم دا چې ۵۰٪ څخه زيات رأی ور کونکي ښځي دي. د جمهوري ریاست ه ر
کانديد غواړي ښځې خوشحالهوسات ي تر څو په ټولټاکنو کې د هغوئ رايې خپلې کړي.
د ااا تصميمونه د نجونو د ښوونځيو،ښځو حقوق اود اسې نورو مسائلو کې د امریکا
د راتلونکي جمهور رئیس په ټاکنه ک ې مهم رول لوبولائ شي. نړيوال و ايي ( مرسته
را سره وکړئ چې مرس ته درسره وکړو). مننه
په آخر کې استاد ترکي د شيخ صاح ب څخه داسې يوه تحفه وغوښته چې د يو فرمان په
صادرولو ژر تر ژر ه دنجونو ښوونځي خلاص کړي. دا ت حفه تر لاسه نه شوه خو اميد لرو
چې په نږدې وخت کې دا کار وشي.
و من الله توفیق
د شيخ صاحب دفتر څخه مولوي صاحب محمدکبير سره يو ځائ ميلمستو ن ته را ستانه شو.
سبا د جمعې ورځ وه، کابل خوا ته پرواز نه وو، نو تصميم مو ونيو ه چې په ښار کې وګرځو.
د جمعې په ورځ د سهار ناشتا څخه وروسته زما يو پخواني ګران دوس ت او ملي سوداګر
حاجي صاحب ثناء للهخان مونږ پسې راغئ ، د کندها ر ښار دوره يې راکړه، بيا خرقه
مبارک، د ستر احمد شاه بابا او میرویس نېکهزيارتونو ته ولاړو ا و د غرمې ډوډئ
لپاره يې خپل کور کې ميلمانه کړو. مازديګر د عين و مينې د شا او خوا ليدو تهولاړ و.
سلګونه د کندهار ښاريان هلته راغلي وو او په آرامه او خوشحا له فضا کې د منظرو
څخه خوند اخي سته. دماښام لمانځه نه وروسته ب يرته ميلمستون ته راغلو.
د شنبه په ورځ د غرمې لمانځه نه وروسته هوائي ډګر ته ولاړو او بيرته کابل ته راستانه شوو.
استاد ترکي د خپل اقامت آخره و رځ په شخصي ملاقاتونو تيره کړه.
د سپتمبر ۱۹ د استاد د بيرته تګ ورځ وه، ماسپښين يوه نيمه بجه خپلو بکسونو سره
د هوټل لاندې پ وړ ته را ښکتهشو. ناڅاپه د ااا وياند محترم ذبيح الله مجاهد ،
د ملي تلويزيون رئيس محترم وثيق صاحب او محترم عبد الحقحماد د ذاکري صاحب
سره يو ځائ د ترکي ص احب ليدو ته راغلل. په بيله خون ه کې کښیناستو او پر مختلفو
موضو عاتو د خبرو اترو وروسته د ملي تلويزيون رئيس د ترکي صاحب څخه د مصاحبې
خواهش وکړ. هر څهتيار وه، استاد سره له دې چې کابل هو ايي ډګر ته د
تګ بيړه درلودله، بيا هم مصاحبې ته رضايت وښود. ا ستاداو زما سره مصاحبه وشوه.
د مصاحبې نه وروسته استاد ترکئ مو تر هوائي ډګر بدرګه کړ،
همد ا شان استاد روستار تره کي د يو ېمياشتې وروسته بيرته په فرانسه کې خپل کور ته ستون شو
او زه پ ه کابل جان کې پاتې شوم.
عبدالهادي دولت زئ
د سپتمبر ۱۹/ ۲۰۲۲م
کابل
—————————————————————————————————–
Comments are closed.