د دې ورځې پر ماسپښین مو د عدلیې له وزیر سرہ مجلس درلود.
زموږ سترہ غمیزہ د اساسي قانون نشتون دی.
ما له ځان سرہ پتئیلې وہ چې د وزیر صیب سرہ به د اساسي قانون لپارہ د تسوید کمیسون د ایجاد پر اړتیاخبرې کوم.
سھار چای ما او دولتزي صیب یو ځای وڅکلې، استاد عموماً تر موږ وختي سبا ناری کوي.
د غرمې ډوډۍ ته ذاکري صیب ھم راغی، موږ ټولو یو ځای د کانتننتل د رستوران پر بوفې یرغل وکړ.
نن د نورو غذا گانو تر څنگ، په یوہ لوی دیگي کې د منتو یا آشَک په څیر خواړہ ھم پراته و.
ما د رستوران له کارکونکي څخه یې د نوم پوښتنه وکړہ.
ھغه وویل: ای خانم!
ما شاوخوا وکتل او بیا مې ورته کړل: کجا است خانم؟
ھغه په بریتو کې موسکی شو، راته
کړل یې: خانم اینجا نیست، نام این غذا ای خانم است!
ما ورته وویل: سمه دہ خو بیا دا دیگ یې داسې لوڅ سر مه پریږدئ!
یو ځړوکی ور په سر کړئ!
لږ یې په ستر کې وساتئ!
ځکه نوم کې یې خانم راځي، ھسې نه حکومتي احساسات را وپاروي!
د رستوران موظف راته کړل: مه نه فھمیدم!
ما ورته وویل: ما ھم نه فھمیدم، از ما وشما کردہ خو این دیگ ھا خوب است، سرھایشان خلاص است!
ھغه راته وویل: میبخشی! مه باز نه فھمیدم.
ما ورته وویل: ما ھم باز نه فھمیدم، زموږ ستونزہ ھمدا دہ چې خپل سرونه مو بند او د دیگونو خلاص ساتلي!!
ما، ھغې خانم ته د طالبانو له ویرې گوتې ور نه وړې، نور خواړہ مې ځانته واچول او پخپل ځای کیناستم!
د ماسپښین لمونځ مو د کانټننټل په جومات کې اداء کړ او بیا د عدلیې وزارت په لوري چې له ښار څخه
وتلی ددارالامان پر سړک موقعیت لري، روان شو.
د دارالامان پر لوی سړک د څلور، پنځو لنډکروزرو او مرمۍ ضد موټرو د ځغاست مسابقه وہ،
یو ځای یې نژدېیو ماشوم چې لاسي کراچۍ ورسرہ وہ، وھلی و، خو الله خیر کړ.
ما له خپلو ملگرو وپوښتل: دا خلک څوک دي؟
چا ویل، پخواني قراردادیان، تجاران او د تیرې ادارې نور پاتې شوني چې ډیرې پیسې یې گټلي او
د امارت دعفوې له برکته اوس ھم د خپلې شتمنۍ او قیمتي موټرو نمائش کوي.
بل وویل په دوی کې یې ځینې د اوسنیو لوړپوړو چارواکیو، زامن، وریرونه، زومان او نور نازولي ھم شریک دي.
ما کوښښ وکړ عکاسي یې وکړم او یا یې تصویرونه واخلم، خو د ھغوی موټر لکه د بزکشۍ اسونه
داسې په ځغاسته، جوش او ولوله تیر شول چې ھیڅ فرصت یې را نکړ.
اما رت ته مې وړاندیز دی چې د ځینو حساسو ادارو ( دفاع، پولیس، داخله وزارت، استخبارات و امثالھم )
اویو څو مھمو مشرانو څخه علاوہ، باقي چارواکیو ته د جگو، مرمۍ ضد او نورو ھغو موټرو چې بډې یې را وھلې وي،
(ماته جگ موټر داسې ښکاري لکه بډې یې چې وھلي وي نو یې زہ بډوھلي بولم ) د کارونې اجازہ ورنکړي!
ځکه چې:
الف: د داسې یوہ ھیواد چارواکي چې د ولس تر اویا سلنې زیات یې د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي، د
ژوند لومړنیو ضرورتونو ته پورہ لاسرسی نه لري، باید اخلاقاً ھم د مرفه او لوړ قیمته موټرو د کارونې حق و نه لري.
ب: سړی چې څرنگ جگ موټر ته وخیژي، تر ولس جگ او بیل شي. د حکومت او ولس تر منځ
د واټن لومړی پوړ ھم د ھمدې جگو موټرو له پایه دان څخه پیلیږي.
ج: زہ له خپلو ځینو چارواکیو ملگرو سرہ په ھمدې مرمۍ ضد موټرو کې سپور شوم.
ھغه مھال سړي ته یو عجیب احساس پیدا کیږي، فکر کوي چسپکي ماین، مرمي او نور پرې تأثیر
نه کوي، فکرکوي ھمدا موټر یې له ھر رنگ ناخوالې او ان مرگ څخه ژغوري!
که سړی د کھف مبارک سورت تفسیر لږ په ژور نظر وگوري نو پوہ به شي چې ھمدا فکر خفي شرک دی.
اوس د موسی علی نبینا و علیه السلام زمانه نه دہ چې کوم سامری دې خلک د خوسکي پر عبادت تیر باسي
اونه د پیغمبر علیه السلام عصر دی چې خلک دې د لات، منات او نورو بتانو پر لمانځنه د صریح شرک مرتکب شي.
اوسنی شرک ھم په سلو پردو کې داسې پټ راځي چې پیژندل یې خورا دقّت غواړي!
زما خپلو گرانو ملگرو ته وړاندیز دی چې د سورت کھف تفسیر په دقّت ولولي او فکر پکې وکړي!
نوټ: زہ وھابي نه یم!
په ھر حال، آخر د عدلیې وزارت لومړۍ تلاشۍ ته ورسیدو، ټول یې له موټر څخه کوز کړو،
د موټر په شمول یېزموږ ټولو ښه کلکه تلاشي واخیسته.
موږ سرہ په موټر کې څو میله وسله ھم وہ، خو ھغه یې و نه لیدہ(!). سبحان الله ثم سبحان الله العظیم!!
په دویمه تلاشۍ کې مو موټر بیرون پریښود او موږ د عدلیې وزارت د انگړ ساحې ته داخل شو.
له دوہ، درې دقیقې پښو مزل څخه پس یو شاندار عمارت ته ننوتلو.
ھمدا مھال د عدلیې وزارت لخوا خبر راکړل شو چې وزیر صیب پر یوہ عاجل سفر کندھار ته لاړ!
موږ ناچار د وزارت څخه پر مات زړہ بیرته را ووتلو.
له وزارت څخه د بھر را وتلو پر مھال استاد راته وویل: د عدلیې وزارت عمارت ښکلی دی
خو نه پوھیږم ولې یې لهښارہ دومرہ بھر جوړ کړی؟
ما ورته فوراً وویل: له کوم ښار څخه چې عدل کډہ کړې وي، ھلته یې د وزارت څه کار؟
ھمدا خو د کابل د تیرې ادارې یواځینی پر ځای اقدام دی چې له ښار څخه د عدل پر
شړلو یې وزارت ھم ورسرہله ښارہ بھر کړی و!
د چاپیریال د ادارې له ریس سرہ لیدنه
د عدلیې له وزارت څخه مو د موټر جلب مخ پر ښار تاؤ کړ. استاد او دولتزي صیب چرته کار درلود،
ھغوی مو ښارکې کوز کړل، زہ او ذاکري صیب د چاپیریال ساتنې د ریس حافظ صیب عزیز الرحمن لیدلو ته ورغلو!
حافظ صیب په تیر امارت کې په عربي اماراتو کې د افغانستان دیپلومات پاته شوی و.
ھغه لوړ تحصیلات ھم ھلته کړي، خوشطبعه، د نرم مزاج څښتن او د پراخې حوصلې خاوند دی!
د چاپیریال ساتنې په ملي ادارہ کې ډیرې ښې لاسته راوړنې لري، خو پر اسلامي اما رت د لگیدلو بندیزونو
له امله یې پرمختگ لکه د نورو ادارو پڅیر ټکنی شوی.
چاپیریال ساتنه:
په کال ۱۹۷۲ م کې د سویدن په پلازمینه ستاکھولم کې یو کنفرانس چې موخه یې د ھوا د ککړتیا د مخنیوي او د
چاپیریال د پاک ساتنې پر تدبیرونو غور کول و، دایر شو چې د ھمدې کنفرانس له برکته ډیری ھیوادونو د
محیط زیست بنسټ ته پخپلو ملي برنامو کې ځای ورکړ.
په افغانستان کې د چاپیریال ساتنې ریاست د زراعت او مالدارۍ د وزارت په چارچوب کې په کال ۱۹۸۱ م کې
ایجاد شو چې بیا په کال ۱۹۸۳ م کې یوہ مستقله ملي ادارہ شوہ.
دا ادارہ یو معاونیت، یولس ریاسته، یو حقوقي سلاکار، پنځه مستقل امریتونه او د ھیواد په ټولو ۳۴ ولایاتو کې
سیمه ایز ریاستونه لري.
د چاپیریال ساتنې د ملي ادارې سرپرست حافظ صیب ماته وویل: د اما رت پر راتگ د یاد ریاست په کارکوونکیو
کې ھیڅ رنگ تغیر نه دی راغلی، یواځې درې لومړني سیاسي پوستونو ته د امارت کسان راغلي نور ټول پخواني
مسلکي کسان پر کار بوخت دي. په تیرو څو میاشتو کې ۹۶ نوي کسان استخدام شوي چې ھیڅ یو یې ھم طالب نه دی!
حافظ صیب په راتلونکې کې ډیرې ښې پروژې، او گټورې برنامې په پلان کې لري خو د ډیرو پروژو پلې کولو مخه
د رسمیت پیژندنې معضلې ډب کړې!
موږ د چاپیریال ساتنې په ریاست کې نژدې یو ساعت تم شو او بیا مو د حافظ څخه اجازہ واخیسته!
زما لندن ته را ستنیدل، د استاد او دولتزي صیب له مشر شیخ صیب سرہ ملاقات!
دا لړۍ ادامه لري….
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.