مدرسه، مکتب  او پوهنتون

دودیال

957

ځینی وختونه زموږ هیوادوال د هغوکلماتو او نومونو په جال کې ګیر او د هرې یوې د مانا په موندلو کې سرګردان شي چې مضری او حرامې ندي، په دې کې ځینی دوی ته ډیرې (بی رواجه) او ځینی ورته آن مقدسې بریښي. یووخت کوپراتیف دومره د خلکو بد ایسېد چی بالکل یی د کفر معادله ګڼله، حال داچې ایران کې دی ته تعاونی وایی او هغه هم اسلامی نظام دی. یا بیرق، وطن، عسکر، ملی سرود چې یو شمېر یې غیراسلامی بولي.مشکل دا دی چی دحکومتونو چلند باید سم او د خلکو په خوښه او ددوی له پووهې سره برابر وي. سیاسی قدرتونه که تر نیک او ښه شعار لاندی هم په ولسونو ظلم وکړی، هغه ښه شعار هم خپل اهمیت له لاسه ورکوی. وېره او اندېښنه دا ده چې ورو ورو ترقی، تکنالوژی، سواد،مکتب او دې ته ورته بیضرره کلماتو سره زموږ خلک حساسیت پیدا نه کړی. په دې کې مکتب، مدرسه او پوهنتون هم راځي.

مدرسه یعنی د درس ځای. هغه محل چې ماشومان او ځوانان پکی درس وایی. دایران اسلامی جمهوریت کې مکتب ته مدرسه وایی. د مکتب کلمه عربی ده چې له ورایه ښکاری چی د کتاب او لیکنی ځای دی او پوهنتون، یعنی هغه ځای چی پوهه پکی زده کیږی، پوهه ورکول کیږی، پوهه زیاتیږی او مسلکی- علمی څیړنی پکی کیږی. په یوشمیر هیوادو کی د دی ترڅنګ وړکتون  او د تربیت بدنی انستیتیوتونه هم شته چی دهغو موخه هم روزنه ده؛  توپیر دادی چی وړکتون د ډیرو کوچنیو ماشومانو لپاره ده او ترتبیت بدنی د ورزش او سپورتونواو تکړښت ځای دی.

 دا ټول د ټولنی په خیر او د ارزښت لرونکی دی. اوس په نړۍ کې اسلامی پوهنتونونه دي، چې د فقهی او شرعی مسایلو په اړه څیړنی کوی، کتابونه خپروی او ځوانان ددین په برخه کی تربیه کوی، زموږ په هیواد کی هیڅ داسې مکتب نشته چی دنیات او قراکریم پکې تدریس نشی او مدیران او ښوونکی یی ټول لله الحمد مومن- متقی او مسلمان هیوادوال دي. مدرسې اوپوهنتونونه مو هم له محمدی غرا شریعت او دلوړو زده کړودموسساتو له قانون سره سم فعاله دی او کوم مشکل نلرو، خو یو شمیر کسانو بی سنجشه دا خبره مشهوره کړی چی ګویا مکتب او مدرسه یو بل سره جوړ ندی!!

ځینی بیا وایی چی تیرو حګومتونو مدرسو ته هیڅ پام ندی کړی، خو مکتب ته ډیره توجه شوی ده. دوی وایی انجنیرانو، ډاکترانو، فارمسستانو، دزارعت متخصصانو او نورو ته د حکومت له خوا مقررواستادانو درس ویلی او لیلیه ورته مقرره اومیزوچوکی یی لرلی، خو مدرسی میزوچوکی او لیلیه نلرله. دځینو نورو شکایت دا دی چی دعصری علومو رشتو کی ډیر کسان روزل شوی، خو شرعیاتو کی لږ. حال داچی واقعیت ددې سرچپه دی.  پوهنتونونه هرکال ټولو پوهنځیو ته په مساوی  تعداد او دظرفیت له مخې محصلان جذبوی، د شرعیاتو دپوهنځی سهم تر نورو زیات وی خو کم نه، دمرحوم ظاهر شاه له مهاله د شرعیاتو پوهنځی ترټولوښه تعمیر کې و او خپله مجله یی لرله، په دې وروستیو کې یې دطب پخوانی تعمیر شرعیاتوته ورکړ.  هیڅ څانګه کې افغانستان ډاکتر ندی فارغ کړی، خو شرعیاتو کی لله الحمد موږ د دوکتورا برنامی  لرو. له بلی خوا شرعیاتو ته هم عمومی فارغان او هم د مدارسو فارغ جذبیدای شی. دشرعیاتوو له فاکولتی پرته، موږ له ډیر پخوا کابل کی عربی دارالعلوم او د ابو حنیفه مدرسه او په هر ولایت کی مدرسی لرلې. په دې توګه دلته کومه بیعدالتی نشته هماغه امکانات چی نورو محصلانو ته مهیا دي، دشرعیاتوپوهنځی ته هم مهیا دي. د شرعیاتو د پوهنځی تشکیل ترډیرونورو پوهنځیو وسیع دی د افغانستان د علومو اکاډمی کی د اسلامی ثقافت او علومودمعاونیت تشکیل د نورو دوو په پرتله دوه ځله زیات دی، د مکتب متعلم ته والدین لګښت ورکوی، خو مدرسی ته د طلبه و لګښت د دوی د والدینو څخه برعلاوه هم حکومت او هم ولس ورکوي. مدرسې هم د حکومت په بودجه او هم د ولس په اعانه (چنډه) جوړیږي. که د شمیر له پلوه وګورو؛ هرکال موږ د مدارسو زرګونه فارغان لرل، خو د طب، ساینس فزیک، فارمسی برخه کی ایله موږ سل فارغان لرل. بعضی ضروري رشتې لکه هایدرولوژی او نوری بیخی لرونه.

د دغو مبجبوریتونو له مخی به زموږ خلکوغاښ ایستل، سنتګری، د دانو(تومور)ایستل او ډیر نور کارونه د ډیرو دردونو په زغملو او د صحی خطرونو په منلو سره د محل دسلمانی په لاس اجرا کول، کرنیزی اودمالداری نارووغی به یی د سپاندو د ګیډۍ اوسرو ټوټو په تړلو د علاج وړ بللی، د اوبود بندونو او ویالو ایستلو، کولبی او د ژوند د ډیرو نورو کارونو لپاره یی تخنیک او تکنالوژی نلرله. یعنی زموږ ټولنه د مسلکی متخصصینو له کمښت او قحط سره مخ وه  او ده، خو لله الحمد د طلباوو له کمښت سره مخ نه وه او نه ده. زموږ خلک له پخوا تراوسه د ساینسی او عصری علومو په برخه کی د مسلکی تعلیم یافته ګانو د نه لرلو له امله ډیرو ستونزو سره مخ و او دي. په دې ترتیب که چیری موږ یو څو د ګوتو په شمیر د مکتب فارغان لرل، دا باید داسی ونه انګیرو چی مکتب ته توجه شوی او مدرسی ته نده شوی، بلکی برعکس مکتب ته لا هم توجه زیاته په کار ده. په پنځوسو اسلامی هیوادو کی مکاتب او پوهنتونونه  شته او ښځې او نارینه پکی علم زده کوی چی په دواړو فرض ده. د دوی فراغت دینی چارو ته هیڅ زیان او خطر ندی پېښ کړی. مکتب څخه انجنیر فارغیږی چی دمدرسی ودانی جوړه او خلکو ته دبریښنا بندوبست وکړی، مکتب موږ ته دزراعت متخصص تربیه کوی چې خلکو ته میوې دانې وروزی، ډاکتران مو معالجه کوي، فارمسست دوا راته جوړوی، کمپوترکار راته تیلفون کمپوتر او نور وسایل ترمیم او راښيي، دمکتب فارغ راته بانکی چاری پرمخ بیایی او عمرانی چاری راته سمبالوی …لنډه دا چی عالم اسباب کې دا ټول ضرور دی. اسلام د عزت دین دی، نه د ذلت. عزت پوهه او ښه اقتصاد کې ده، ذلت په فقر کی دی. هیڅ د مکتب شاګرد د مدرسی له طالب سره مشکل نلری. آن دا چی ډیرو مکتب لوستیو دینی علوم هم لرل او د مسلکی پوهې ترڅنګ ډیر ښه په شرعی مسایلو آګاه وو.اما شاید د یو شمېر لمسونونو له امله به د مدرسی فارغ په پټو سترګو له مکتب سره مخالف و، همدی مخالفت یو څه ستونزی پیدا کړی وی، د دی مشکل د حل لپاره باید ذهنونه روښانه شي، ورځ په ورځ مکتب ته د لیوالتیا له امله یو شمیر داسی انګیری چی د مکتب فارغ د مدرسی مخالف دی، حال دا چې هیڅکه داسی نه و او نه دي. نو په دې خاطر چی  د علومو په زده کړه کی مو فرض او فرض کفایی دواړه ادا کړی وي، له عصری علومو سره پخلاېینه پکارده. شاید یو شمیر مغرضین زموږ د ملت د غلام ساتلو او د دوی د شتمنیو دلوټ په خاطر په عمدی ډول دی ډول مصنوعی تضادونو ته لمن ووهی، خو افغانان د خپلې راتلونکی او خیر په هکله اوس ډیر هوښیار شوي دي. ما خپله له جومات شروع کړی،سیپاره، پنج کتاب شروط صلوة او نور دینی کتابونه مې ولوستل بیا می مکتب هم ووایه، مکتب کې مې د دینی ارزښتونو په وړاندې کومه ستونزه ونه لیدله. نن چې نور ملکونه آزاد، ماړه او پرمختللی دي، ټول د تعلیم برکت دی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.