انیما او انیموس

808

انیما او انیموس (Anima & Animus) په ادبیاتو کې د ښکلا پېژندنې له بحث سره تړلي موضوعات دي، خو رېښه یې له ارواپوهنې سره تړلې ده، ښه به وي چې د ادبیاتو د ارواپوهنیزې او ښکلاییزې کره کتنې موضوع کې په مسلکي ډول وڅېړل شي. د اپلاتون په اند زموږ ارواوې ان په ازل کې له یوې کاملې ښکلا سره تړلي وي، ځکه خو په دې دنیا کې هم ښکلاییز ذوق لرو، خو دا چې اوس مو چې روحونه په تن کې ایسار دی، نو په ښکلا پسې هومره پراخه الوت نه شي کولی، ځکه خو خپله اېډیاله او منلې ښکلا په خوبونو او خیالونو کې لټوو.
انیما او انیموس اصطلاحات چې لومړی اصطلاح د نارینه او دویمه یې تر ښځینه لاشعور دنیا پورې تړلې، تر ټولو وړاندې د شلمې پېړۍ مشهور ارواپوه ګوستاو یونګ د اېډیالې معشوقې او معشوق یا ښایست لپاره کارولي دي.
یونګ وايي چې هر انسان که ښځه وي یا نر، له ازله مین دی، خو د ځینو د معشوق ښکلا دنیا ته راځي، پیدا کوي او زړه ورکوي، اما د ځینو چې لا نه وي راغلې، نو هغه ته په ورته ښایست او څېره پسې خوب او خیالونو کې سرګردانه وي، که پیدا هم نه شي، نو په خوب او خیالونو کې ورسره راز او نیاز کوي، په یوه ځانګړې او بشپړه نړۍ کې یې ورسره ژوند روان کړی وي.
د یونګ په نظر د هر نارینه په لاشعور کې د یوې داسې ښځې انځور شته چې دده لپاره تر ټولو ښکلې ده، برعکس ښځه هم خپل لاشعور کې یو ښکلی اېډيال نارینه لري چې د ښاپېریو په څېر ناڅرګند او تر ټولو ښایسته وي. کېدای شي دا خبره په بله بڼه هم توضیح شي او هغه داسې چې: انیما د نارینه روح د ښځینه فطرت ښکارندویه او انیموس د ښځې د نارینه روح هېنداره وي، دوی ټول عمر په همدې ورکه پسې ګرځي، کله چې پرې ورپېښ شي، نو خپلې خبرې ورته کوي او رښتینې مینه یې ورسره پیدا کېږي.

کله چې خبره شاعرانو ته راځي، نو بخت یې په دې بیدار دی چې دوی پر الفاظو او کلمو تر نورو ښه واکمن وي او د خپلو اوچتو خیالونو په مرسته د انیما او انیموس لټون او هر کلی کولی شي، د عادي انسانانو په څېر خپلې خبرې په پرده او حیا کې نه پټوي، خپل اېډیال ښایستونه نورو ته بیانوي، د لټون او یا وصال هره لمحه یې نورو ته بیانوي، خو هغوی چې شاعران نه دي یا خدای پاک دا هنر نه دی ورکړی، نو خپل زړه خوري.
انځورګران هم داسې دي، دوی چې کله په خپله طبعه د ښکلو انسانانو انځورونه وباسي، نو تر ټولو شهکار اثار یې په حقیقت کې د لاشعور له نړۍ څخه د دوی د انیما او انیموس رښتینې څېرې وي چې هم یې خپله خوښېږي او هم پر نورو اثر کوي، ددې تصویر او نورو شعري انځورونو اصلي محرک په زړه کې پرته مینه وي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.