متقاعدین:له دوو کلونو راهیسې مو حقونه نه دي راکړل شوي

688

متقاعدین:له دوو کلونو راهیسې مو حقونه نه دي راکړل شوي

د افغانستان د متقاعدينو ټولنه وايي چې له تېرو دوو کلونو راهيسې متقاعدينو ته د هغوی حقوق نه دي ورکړل شوي چې له کبله يې له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي. د يادې ټولنې مشر افندي سنګر وايي چې ا.ا د متقاعدينو د حقوقو لپاره څلور ميليارده افغانۍ بېلې کړې دي چې دا د متقاعدينو شمېر ته په کتو په هېڅ حساب دي. متقاعدين هم وايي چې تقاعدي يې حق دی او دوی له حکومته خپل حق غواړي. د ا.ا مرکزي وياند ذبيح الله مجاهد بيا د دې غوښتنې په غبرګون کې وایي چې د تقاعد موضوع په حکومت کې تر بحث لاندې ده او په تړاو يې لا وروستۍ پرېکړه نه ده شوې. د متقاعدينو ټولنې د معلوماتو له مخې، په ۱۴۰۰ کال کې د ملکي متقاعدينو شمېر ۹۲ زرو او ۲۵۴ او د نظامي متقاعدينو شمېر بيا ۵۶ زره او ۶۲۷ تنو ته رسېدلی و.

بل خبر هم دا چې: د افغانستان بانک وايي، سبا دوشنبه شاوخوا ۱۱ میلیون امریکايي ډالر د داوطلبۍ له لارې پلوري. ياد بانک د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره له سوداګریزو بانکونو، صرافانو او د پولي خدمتونو اړوند پر شرایطو له برابرو شرکتونو غوښتي چې په دې داوطلبۍ کې برخه واخلي. د سرچينې د څرګندونو له مخې، د لیلام ګټونکي اړ دي چې خپل حسابونه د لیلام ورځي تر پایه تصفیه کړي .

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.