د لوږې څونامي/ درویشمه برخه

پوهندوی آصف بهاند

625

په افغانستان کې د لوږې څوناميځپلو کوم ارقام چې د بېلابېلو ادرسونو او خیریه مؤسسو له خوا ورکول کېـږي، ښايي سل په سلو کې یو هم سم نه وي او د وږو او متضررینو شمېر له ورکړل شوو ارقانو نه لوړ وي؛ خو دا به یو تریخ حقیقت وي چې دا ټول ورکړل شوي ارقام ډېر او ډېر د تشویش وړ دي. اوس تازه (۲۴/۰۸/۲۰۲۲) ملگرو ملتونو په تازه رپوټونو کې ویل شوي دي چې دوه نوي سلنه افغانان غذایي خوندیتوب نه لري. د تاند په یوه لنډکي رپوټ کې داسې راغلي دي:

«تاند (پنجشنبه، د سنبلې لسمه) د براون پوهنتون په یوه تازه راپور کې د افغانستان د بشري ناورين وضعیت تر بل هر وخت ډېر کړکېچن ښودل شوی او ويل شوي، چې ۹۲سلنه افغانان غذايي خونديتوب نه لري.

سرچينه زياتوي، چې د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ پر مهال دغه کچه ۶۲سلنه وه.

راپور زیاتوي، چې اوس مهال ۵۰ سلنه افغان ماشومان د غذايي خونديتوب له نشتوالي کړيږي، هغه ارقام چې د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ د پای ته رسېدو په نسبت پینځه برابره زيات شوي دي.

په ورته مهال د ملګرو ملتونو د پراختيايي سازمان ارقام څرګندوي،چې له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو له وتو او د نړیوالو مرستو له دریدو سره د څلوېښت میلیوني نفوس ۹۷ سلنه په فقر کې ژوند کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې د‌ طالبانو د لومړۍ واکمنۍ د پای ته رسېدو پر وخت په ۲۰۰۱ کې د فقر عمومي سطحه ۸۰ سلنه وه…»

دغه راز ملگرو ملتونو د خپلو نورو بیانونو په لړ کې دا ځل هم اندیښنه څرگنده کړې ده چې نولس (۱۹) میلیونه افغانان د لوږې څونامي له وژونکو څپو سره مخ دي. د ملگرو ملتونو د بشري مرستو چارو کې د سرمنشي مرستیال مارتین گریفیتس د یوه بیان په ترڅ کې وړاندیز کړی دی چې د لوږې نه د خلاصون په موخه باید د افغانستان بانکي سیستم پیاوړی شي. د بي بي سي پښتو په یوه رپوټ کې ښاغلي

مارتین گریفیتس داسې ویلي دي:

«…د ملګرو ملتونو د بشري مرستو چارو کې د سرمنشي مرستیال مارټین ګریفیټس ویلي، باوري دی چې یوازې بشري مرستې د افغانستان د بې وزلۍ روان کړکېچ تر عُهدې نه شي وتلی او ددغه هېواد د بانکي سیستم پیاوړي کولو ته اړتیا ده.‌

نوموړی وايي ۱۹ میلیونه خلک چې د افغانستان د وګړو نژدې نیمايي برخه جوړوي، د خوړو په ناخوندیتوب کې پاتې کېږي.

دی وايي، دا چې افغانستان کې شپږ اعشاریه شپږ میلیونه وګړي خوراکي توکو او مرستو ته سخته اړتیا لري، په نړیوال کچ دا لومړنی هېواد دی چې د شدیدې بې وزلۍ کچه پکې په لویه پېمانه ښودل شوې.

د ملګرو ملتونو دغه چارواکی زیاتوي، د افغانستان اقتصاد ته باید اوږه ورکړل شي، “بانکي سیستم پیاوړی،‌ بېرته فعال او له نړیوال مالي سیستم سره ونښلول شي. د روغتیا او اوبو په شان لومړني خدمتونه پیاوړي او وساتل شي”…»

د ۲۰۲۲ ام کال د اگست په پای کې د ملگرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې د افغانستان د اقتصادي ستونزو او لوږې په باب موضوع مطرح او خبرې ورباندې وشوې. هلته په جدیت سره یادونه وشوه چې د افغانستان اقتصادي وضعیت ډېر په بد حالت کې دی او مرستندوی هېوادونه باید خپلې مرستې جاري وساتي. د امنیت شورا په یادې غونډې کې چې کومې خبرې د افغانستان د اقتصادې بحران په باب شوي دي، هغه د بي بي سي په یو رپوټ کې داسې راغلي دي:

«د بشري مرستو برخه کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستيال مارتين گرېفېتس امنيت شورا ته وويل افغانستان د بشري حقونو، اقتصاد، اقلیم، لوږې او مالي سیستم په برخو کې له لا خرابېدونکي کړکېچ سره مخ دی. هغه یو وار بیا پر هېوادونو غږ وکړ چې له افغانستان سره خپلې مرستې ونه دروي.

ښاغلي ګرېفېتس په وینا نږدې نولس مېلیونه افغانان د خوړو له جدي کمښت او شپږ مېلیونه پکې د لوږې خطر ته مخامخ دي.

هغه وویل تر نیمايي ډېر نفوس چې شاوخوا څلېرویشت مېلیونه کېږي بشري مرستو ته اړتیا لري او شاوخوا درې مېلیونه ماشومان د خوارځواکۍ خطر سره مخ دي او په دوی کې له یوه مېلیون ډېر يې له داسې شدیدې خوارځواکۍ کړېږي چې که درملنه يې ونشي مري…»

اوس ملگرو ملتونو داسې څه ته اشاره کړې ده چې په ریښتیا په افغانستان کې د بیوزلۍ د له منځه وړلو یوه ښه لاره او طریقه یې گڼلی شو. لکه څنگه چې مخکې هم یادونه وشوه چې د ملگرو ملتونو اړوند چارواکو ویلي دي چې: «… یوازې بشري مرستې د افغانستان د بې وزلۍ روان کړکېچ تر عُهدې نه شي وتلی او د دغه هېواد د بانکي سیستم پیاوړي کولو اړتیا ده.‌»

په ریښتیا سره چې وږي ته خیرات ورکول د حل لاره نه ده، بېوزلانو ته د کار زمینه برابرول او د دایمي عاید زمینه جوړول په کار دي، نه دایمي خیرات.

د نویو واکدارانو له حکومت نه څه باندې یو کال تېر شو، دوی اوس پوه شول چې په افغانستان کې د لوږې څونامې په پایله کې څلور میلیونه ماشومان په خوارځواکۍ اخته دي.

دا خوار ځواکي به د دې ماشومانو او کوچنیانو په اوسني او راتلونکي ژوند باندې څومر منفي اغیز کوي، په دې هم ډېر خلک او واکداران نه پوهېـږي او څومره اوسنۍ او راتلونکې نسلونه متاثره کوي، دا په خپله یوه را روانه غمیزه ده چې افغان ټولنه او نوي نسلونه به ورسره لاس گرېوان وي.

په افغانستان کې د ماشومانو او کوچنیانو د خوارځواکۍ د نویو شمېرو په باب د تاند په

یوه رپوټ کې داسې راغلي دي:

«تاند ( پنجشنبه ، د سنبلې درېيمه) د طالبانو د واکمنۍ د عامې روغتيا وزارت تایید کړه،چې ۴ میلیونه افغان ماشومان د بشري او اقتصادي ناورين له امله په خوار ځواکۍ اخته شوي.

د ياد شوي وزارت اړوند د ماشومانو د غذايي خونديتوب د پروژې همغږي کوونکي احمد شاه امینزي له نړيوالو وغوښتل،چې له دې وضعیت څخه د افغان ماشومانو په ژغورلو کې عاجله مرسته وکړي.

مخکې د ماشومانو د ژغورنې په نوم یوه بهرني بنسټ ویلي وو،چې ۸۰ سلنه افغان ماشومان د شپې نهر ويده کيږي.

د طالبانو د روغتيا وزارت مقام بيا ويلي،چې د افغان ماشومانو وضعیت درک کول هغو کسانو ته،چې هېواد نه لیرې یا بهر دي،سخت دي خو که څوک له نیږدې دوی وویني ور معلومه به شي،چې د افغان ماشومانو او د دوی د کورنیو وضعیت د زغم وړ نه دی.

د هغه په وينا، فقر، وچکالي او بې کاري سبب شوي،چې په خوارځواکۍ د اخته افغان ماشومانو شمېر تر ۴ميليونو تنو ورسیږي.

په افغانستان کې فقر، وزګارتیا او د ماشومانو خوارځواکي د طالبانو له واکمنيدو څخه مخکې هم موجود وو ،خو د دوی له واکمنيدو سره په ټولو برخو کې بیساری زياتوالی راغلی.

يو شمير نړيوالو سازمانونو د طالبانو د واکمنۍ له لومړيو مياشتو په دې اړه راپورونه خپرول او د افغانستان د بشري ناورين له خبرداري سره ېې په دې برخه کې د عاجلې پاملرنې غوښتنه کوله.

د طالبانو چارواکو او وياندويانو دا ډول راپورونه بې اساسه او د دوی ضد تبلیغات ګڼل او یو شمېر تبلیغاتي مبلغين خو ېې لا اوس هم ورته خبرې کوي.»

په افغانستان کې د لوږې څونامي یو عامه ستونزه ده، دا چې سیاسیون او اړوند مسؤلین څه کوي، هغه ټولو ته مالومه ده؛ خو زموږ د ټولنې روڼادي او قلموالو د ستونزې له پیل نه تر اوسه خپله دنده ترسره کړې، د لوږې سونامې ستونزې او پایلې یې د مسؤلینو او نړیوالو ترغوږونو پورې رسولي دي او د پایلو په برخه کې یې څرگندونې کړې دي. یوه وړه بېلگه به یې دلته وړاندې کړم چې د «له ولږې سره سیاسي لوبې» ترسرلیک لاندې څه موده پخوا په افغان میډیا کې خپره شوې ده:

«بشري تاریخ د ګڼو دیکتاتوریو دا چلند په حافظه کې لري، چې خپل ولس یې وږی، نالوستی، بېخبره او محروم ساته، چې خپلو سیاسي – بشري حقونو ته یې پام نه شي او تابع پاتې شي.

موږ هم په خپلو عامیانه روایاتو کې څه کیسه غوندې لرو، چې: ګواکې کوم پاچا خپل زوی د وږیو چرګانو کوډلې ته بوولی و او بیا یې لږه دانه په لاس کې ورکړې وه، او هغه لیدل، چې وږي چرګان يې څنګه تر قدمونو لاندې توغړیږي او دانه غواړي… بیا یې ورته ویلي وو:

بچی! خلک چې وږي ول او ستا په لاس کې ډوډۍ وه، نو دغسې به دې تابع وي، خو که ماړه شول، نو یاغي کیږي، حقونه غواړي، په واک کې خپله ونډه غواړي، ښه ژوند غواړي او… د انسانانو غوښتنې پای نه لري.

دا په یاد ولره، چې تر ټولو ښه رعیت وږی رعیت دی!

خو،

تاریخ د وږیو ولسونو خونړي پاڅونونه هم په حافظه کې لري او په ولږه راخوځېدلې پرګنې هم، چې خورا ژور بدلونونه یې رامنځ ته کړي دي.

د رومي مرییانو له سپارتاګوسي پاڅونه رانیولې په چک هېواد کې د جان هوس Jan Hus (ینهوس) د پلوي بزګري پاڅونونو او بیا د فرانسې تر ستر انقلاب پورې، چې د بشریت برخلیک یې پر بل مخ واړاوه.

تاریخ دا هم نه هېروي، چې ولږې راپاڅولي پاڅونونه بیا یوازې په ډوډۍ قناعت نه کوي، د بشري حقونو نړیواله اعلامیه هم راباسي او د کلیسا اقتدار ته هم د پای ټکی ږدي.

کشیشان د خپلو ګیوتینونو په تېغونو ریبي او له هغو بدنونو څخه ټولې زبېښلې وینې راباسي، چې سلګونه کلونه یې د اېډیولوژیو په نامه د خلکو له وږیو رګونو څخه څښلې دي.

د افغانانو ولږه که د دې لپاره وي، چې ښوونځي، عصري علوم، بشري حقونه، ولسواکي او یو عصري انساني ژوند ترې هېر کړای شي او بېرته یې ډبر پېر ته ورستانه کړي…

نو دا سرچپه پایله هم درلودلای شي.

د وږیو پرګنو قهرېدلې څپې هغه سېلاو ته ورته دي، چې هرڅه وړي.

ان د خلکو له سرونو جوړ شوي لوړ، لوړ منارونه هم.

زه یې نه وایم، د تاریخ ټولنپوهنیزه لوستنه یې وايي.»

د حکومتونو د ناسمو سیاستونو، جگړو، طبعي پېښو، اقلیمي بدلونونو او… په پایله کې افغانستان او خلک یې د لوږې له یوې وژونکې څونامي سره مخ شوي دي او متضررین یې ټول عام خلک دي. همدا اوس د افغانستان نه پنځوس سلنه خلک گدایي ته ناست دي چې په دوی کې تر ټولو زورونکی حالت د ماشومانو او ښځو دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.