په لومړۍ ورځ چی می ستا سره لیدلي
پر هغې ورځي لعنت سمه ویلای
ما هیڅکله تاته زړه نه وو درکړی
دا خبره هم پر ژبه سم راوړلای
اسوېلي به زیاتي نه لرم په خوله کي
ستا دپاره چی می ځای نه وي په زړه کي
نور له زړه څخه ستا مینه سم ایستلای
له بل لوري بله مینه سم راوړلای
ستا پر ځای به بله مینه بل به ژوند وي
د ژوندون به نوی رنگ وي نوی خوند وي
خو پوهېږم چی زړگی مي غولومه
په دې لاپو هسی ځان کرارومه
یوه نه ده را سره زر خاطرې دي
ستا له نوم سره گنډلي ورځي شپې دي
وایي تم سه خاطرې دي راته وایي
زړه می هر گړی ستا سترگي راته ستایي
هېري څرنگه د میني ورځی شپې سي
دروغ څرنگه زرگوني خاطرې سي
زه اړ نه یم چی را واخلم تصویرونه
یا دي ولولم د میني زر لیکونه
چی څرگندي بې عقلۍ مي د ځوانۍ سي
چی را یادي می ساده ورځی زلمۍ سي
پر زړه هر گړی را اوري ستا یادونه
را یادېږي دي خواږه خواږه قولونه
زه اړ نه یم چي مي لوری ستا پر کور کم
او را یاد مي د خپل زړه د میني اور کم
یا را یاد کم یو په یو هغه ځایونه
چی کلونه مو کول پکښي قولونه
هر گړی راته تر سترگو سترگو کېږې
زما پر زړه باندي تل اورې زما یادېږې
هېری څرنگه د مینی ورځی شپې سي
دروغ څرنگه زرگوني خاطرې سي
وایی تم سه خاطرې دي راته وایی
زړه می هر گړی ستا سترگي راته ستایی
یو خو نه دی را سره دي زر یادونه
څنگه هېر کم پر دې لار تللي کلونه.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.