د باد و دوړو سلسلې دي؛ هوا رنګ بایللی
د وطن ترخې مې لا سرې دي؛ هوا رنګ بایللی
زه د ناکام غرور و سر ته یم ولاړ داسې چې
هر څه مې وړې حجرې دي؛ هوا رنګ بایللی
ستا ګلابې شونډو دی رنګ د پیغمبر اخیستی
ستا دا کیسه نه ده کیسې دي؛ هوا رنګ بایللی
د حوا لورې! د سینو رنګ دې له چا وړی دی؟
سترګې دې ګټمټ د هغې دي؛ هوا رنګ بایللی
ستا د اروا دې تماشګیر حُسن ته څه ووایم؟
پر ما یې بلې سرې لمبې دي؛ هوا رنګ بایللی
تا خړې سترګې د بومي بلخ له خاورې وړي
د مولانا د ښاریې دي؛ هوا رنګ بایللی
زه در پوهېږم نور یې بس کړه د کافر لورې!
ستا قدمو کې زلزلې دي؛ هوا رنګ بایللی
تر ښکارپورۍ لونګۍ دې جار شمه نفیبه یاره!
بدې ښېرې مې درپسې دي؛ هوا رنګ بایللی
۲ می ۲۰۲۲ ـ کندهار
نقیب احمد قریشي
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.