پاچاګل وفادار ته د قاسم باز پرانیستی لیک

قاسم باز

731

قاسم باز:
۱۰/۲/۲۰۲۲

نامه سرګشاده فیسبوک  قاسم باز عنوانی جناب پاچاګل وفادار وزیر امور سرحدات و عضو برجسته تحول ۲۶ سرطان سال ۱۳۵۲ تهداب ګذاران اولین نظام جمهوری افغانستان .

محترم وزیر صاحب جناب پاچاګل وفادار.

تاسی داسی نیک عمل او اقدام کړی دی چی نه یواځی تاسی او ستاسی ملګری پری افتخار بلکه د افغانستان  اکثره هیوادوال پری  ویاړی، باور مند یم ستاسی  په دی شجاعت او سرښندنی به اینده نسلونه افتخار کوی.

جناب وزیر صاحب.

ما پرون یوه لیکنه د ډیر ابهام په شکل ولیکله او ستاسی یوی مهم خاطری ته می پکښی اشاره وکړه  چی هاغه موضوع ستا او د مرحوم داودخان په منځ کی  شخصی تیره شوی ده.  د هاغی څخه یو تاسی او یو سردار داودخان  او  زما شهید پلار خبر دی.

جناب وزیر صاحب.

دا تاریخ دی اینده نسلونه زمونږ په کړو وړو قضاوت کوی.  د حق ویلو په لاره کی شخصی دوستی ته باید لومړیتوب  ورنکړل شی. تاسی چی څومره زړه ور او سپڅلی افغان یی. هغومره په دوستی کی هم واقعاً وفادار یی.  زه ښه پوهیږم چی تاسی د بعضی ملاحظاتو په خاطر په دا تیرو ۴۹ کالو کی یو راز د ځان سره پټ وساته. که چیری زه دا جرات او یا ګستاخی وکړم امید چی تاسی زما څخه خوابدی نشی.

زما دا افشا ګیری نه تنها ستاسی عظمت ستاسی وفاداری، ستاسی صداقت نور هم لوړه وی بلکه ستاسی سیاسی دښمنان نور هم ذلیل او شرمنده کوی.

زما هیله ستاسی څخه به دا وی که چیری زه غلط وم ما تصحیح کړی.

زما پلار داسی را ته ویلی دی.

کله چی جناب پاچاګل د سرطان په ۲۵ د سهار په نهو نیمو بجو  د داودخان کور ته راغی هغه د داودخان  د هدایت په اساس د شپی نوم او د مخابری د راوړلو لپاره چی د مخابری د انتقال  وسایط او یا وسیله نه وه  محمد داودخان ته وویل.  چی دا د قیام د شپی نوم دی زه به دا نوم د تحول نور ملګرو ته او جناب داکتر صاحب حسن شرق ته هم ورسوم. مرحوم داودخان تاسی ته ویلی وه چی اقای  شرق را زحمت ندهید وی یک شخص ملکی است شما نظامیان در بین خود به یکدیګر برسانید. مرحوم داودخان تاسی پاچاګل خان  وفادار ته وویل چی زما شخصی موتر درسره واخله د شپی مخابره پکښی راوړه. تاسی بلمقابل داودخان ته ویلی و چی زه درایف یا دریوری نشم کولای یا می زده نده. مرحوم داودخان په هاغه لحظه کی تاسی ته وویل چی. در خارج تحصیل نمودید و تا حال دریوری  کرده نمی توانید. بیا روسته داودخان تاته وویل، یک چاره میکنم تا مخابره را در موتر شخصی من همرای شما بخانه من بیاورد.

پلار می هم دریوری نه وه زده. هماغه و چی د مازدیګر په ۴ بجو مرحوم داودخان په خپل موتر کی د خپل زوی ویس داود سره دواړه د داکتر صاحب حسن شرق کور ته ورځی مرحوم داودخان د ستاسی نظامیانو اماده ګی نیول هاغه ته ابلاغ کوی او د شپی نوم او خپل موتر داکتر شرق ته ورکوی او ورته وایی چی د شپی په دومره بجو  خواجه رواش هوایی میدان ته لاړ شه هلته د پاچا ګل سره مخابره یو ځای زما کور ته راوړه چی داکتر صاحب شرق هم همدا کار په ډیر جرات سره وکړو.

اینک جواب جناب پاچا ګل خان وفادار عضو برجسته تحول ۲۶ سرطان ۱۳۵۲ که به خواهش بنده لبیک ګفته.
جناب پاچاګل خان وفادار در صفحه فیسبوک خود، شروع و جریان تحول را چنین مینویسد.
Qasim Baz July 18 Shared with Public Padshah Gul Wafadar  ·

دې وعدې سره سم د شاغلی محمداودخان د کودتاه پیل درسره شریکوم.

په تېره برخه کې د کودتاه وخت وټاکل شو چې دشپې یوه نیمه بجه. زما نوی دنده هم راته معلومه شوه چې د شاغلی داودخان کورته د مخابرې دستګاه راوړل.د شپې نوم ترتیب ول او بیا  په مشخصو کسانو ویشل او په پای کې د ماښام په لسو بجو د کودتاه ګډون کوونکیو عمومی ړاپور په وزېر اکبرخان مېنه د محمد درملتون مخته زما وړاندیځ داوه  چې د شپې په دوولسو بجو به په هوایی قواوو کې کودتاه وکړم ترڅو وکړای شم د مخابرې دستګاه د دوی کورته راوړم، چې زما دا وړاندیځ شاغلی داودخان په کلکه رد او زیاته یی کړه چې .د کودتاه وخت د ټولو لپاره یو او د شپې په یوه نیمه بجه دی پوه شوم چې بې د مخابرې دستګاه چې شاغلی داودخان به د کودتاه ګډون کوونکیو  چې د کوماندو غنډ په شاهی ګارد کې د ټانک تولې او دی شیرپور غنډ او هوایی قوا وو  دی کومانده او لازم هدایات ورکوی کودتاه امکان نه لری.

له ځانه سره مې پریکړه وکړه چې مثبت ځواب به ورکړم خو په هوایی قوا کې د شپې په 12 بجو مسولیت په غاړه واخلم نو ځواب می وړکړ چې سمه ده ستاسو امر سره سم دنده مخته وړم ، شاغلی محمداودخان  فیض محمدخان او حبیب الله زرمتی سره د لیدو او دوی ته د وخت  معلومات ورکولو نه وروسته بیا د دوی د چمتووالی اطمنان وغوښت فیض محمدخان او حبیب الله خان ته می مفصل معلومات ورکړل او د مخابرې د دستګاه مشکل به ورسره شریک او پدې هکله مې  خپل تصمیم چې د شاغلی داودخان خوښه نه  وه هم تر غوږ کړ، دواړو زما نظر تایید او فیض محمدخان ډآډ راکړ چې  که ستا د دوولسو بجو  کودتا افشا کیږی نو دولت د کوماندو غند ته امر کړی چې د هوایی قواوو کړ کیچ حل کړو بیابه د دولت امر خلاف درسره مرسته وکړو. دوی دواړو داهم منله چې د قطعاتو دې ادارې لپاره عمومی قوماندان( محمداودخان) ته د مخابرې دستګاه حتمی او په نه شتون کی یی کودتا ځنډېږی. دواړو د خپل چمتووالی باور راکړ چې بیا شاغلی داودخان ته  ما راپور تقدیم کړ، د عبدالحمید محتاط سره مې په میکرویانو کې د شپې نوم  جوړ او بیرته د محمداودخان کورته راغلم.

شاغلی داودخان راته وویل چې ماته په مناسب وخت کې د دوی شخصی موټر کې د هوای قواوو نه د دوی کورته د مخابرې دستګاه راوړم ؛ما دې موټر نه زده کړو معذرت وړاندې کړ. شاغلی داودخان په تعجب سره و ویل چې یو افسر او هغه هم په خارج کې تحصیل کړی اما  ډرایوری نه زده ؟ما پوښتنه وکړه چې د شپې نوم مشرانو ته هم ورکړم ؟ پوښتنه یی وکړه لکه څوک ؟

ما ورته شاغلی نعیم خان حسن شرق او مستغنی ورته په  ګوته کړل ، پوښتنه یی وکړه چې ولې تکلیف ورکړو؟ وروسته یی و ویل ښه شوه زه  به داکتر (شرق) ته و وایم چې خواجه رواش ته زما په موټر کې درشی او تا د دستګاه سره زما کور ته راوړی.

د شپې نوم مې فیض محمدخان او غوث دین فایق ته په فیض هوتل او حبیب الله خان ته د افغانستان بانک ته مخامخ  او نورو ته

د شپې   په لسو  بجو می په وزیر  اکبرخان مینه کې دمحمد درملتون مخې ته د کودتاه ګډون کوونکیو عمومې د خیرت او تیار سۍ  راپور ورکړ.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.