د کوچیانو ژوند

نیاز محمد فیضي

1,252

د لمر وړانګې د غره په لوړه څوکه پرتې دي، د تور او لوړ غره په لمن کې له رنګا رنګ ټوټو جوړه شوې کېږدۍ ولاړه ده، شاو خوا یې په شنه چمن پوښل شوې، ولاړې ونې یې باد زنګوي، له کېږدۍ وړاندې شپون شپیلۍ غږوي، رنګارنګ غږونه یې د غره په ارته لمن کې انعکاس کوي، د کوچۍ پېغلې منګی په اوږه دی، د کېږدۍ په لور لار لنډوي، وړو نجونو او هلکانو په چمن لاسونه ورکړي، له ځان سره سندرې زمزمه کوي، زوړ بوډا په کټ کې پروت دی، د راډيو څپو ته غوږ دی، د کېږدۍ ترڅنګ له نېغرې لوګي خېژي، بوډۍ د مستو ډکه غړکه ښوروي، واړه وري د مېږو لاندې خپل ځانونه مړوي، خړ سپي غټ سر په پخپلو پښو ایښی.

دا انځور یوازې ښاري خلکو ته په زړه پورې دی، ځکه دوی پخپله یا د تلویزیون په پرده د یوه سندرغاړي په سندره کې دا هر څه لیدلي، یوازې په سترګو همداسې ښه ښکاري، دوی داسې فکر کوي، چې کوچیان ښه خوراک او څښاک ته اړتیا نه لري، هیڅ نه ناروغه کېږي، زده کړو او تعلیم ته هم اړتیا نه لري، ځمکه او کور نه غواړي، خوشحاله او بې غمه ژوند لري، ښاري ژوند او اسانتیاوې نه خوښوي، خو دا هر څه داسې نه دي، په حقیقت کې دا تر ټولو سخت ژوند دی، دوی د خدای ج له ډېرو نعمتونو بې برخې دي، په داسې ځای کې ژوند کوي، چې نه ښوونځي شته نه روغتون، ماشومان یې له زده کړو بې برخې، ټوله ورځ د لمر سرې تړه کې ته مالونه پیايي، وچه ډوډۍ یې په ملا تړلې وي، چاودې پښې، شکېدلي کالي او پلاستیکي بوټونه، چې څو ځایه پینې او ټوټې ورکړل شوې وي، په داسې خېمو کې ژوند کوي، چې د تودوخې، باران او سړو مخنیوی نشي کولای، شدید ناروغان یې روغتون ته نه وړل کېږي، د په طبعي بوټو یې روغوي، د بازار له ډول ډول خواړو څخه بې برخې وي، ډېری خواړه له مالونو څخه ځانته برابروي، اوړی له ګرمو څخه یخو سیمو ته په پلې مزل ځانونه رسوي، پخواني د مال څړځایونه یې وچکالۍ ځپلي او ځينې نورو خلکو نیولي، له کوچي مې وپوښتل: ژوند مو څنګه تېرېږي؟

لویه ساه یې وایستله هی هی ژونده، زموږ به څه ژوند وي، سږ بارانونو غرق کړو، د شپې شدید باران داسې سیلاب پر موږ راوویست، چې پنځوس مېږې او کېږدۍ یې له توکو سره یوړوله، ټوله هستي مې همدا وه، هغه هم د خړو اوبو خوراک شوه.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.