هند: افغانانو ته مو د امنیتي اندېښنو له امله د ویزو ورکړه ځنډولې ده

508

د هند د بهرنيو چارو وزير جي شنکر ويلي چې امنيتي اندېښنې د دې سبب شوې چې افغانانو ته د ويزو ورکړه له خنډونو سره مخ شي. هندو ورځپانې ليکلي چې هغه پرون د پورته کېدونکي هند او نړۍ په نوم يوې غونډې ته د وينا پر مهال وويل چې تېر کال يې کابل کې ډيپلوماټيک حضور کمرنګی شو او د ويزو ورکړه له دې کبله له خنډونو سره مخ ده چې دوی د لوجستيکي ستونزو له کبله د ويزو اخيستونکو د هويت په تړاو ډاډ نه شي حاصلولی. جي شنکر ډاډ ورکړ چې افغانان دې حوصلې نه بايلي بلکې له زغمه دې کار واخلي، ځکه په وينا يې چې د هند حکومت د لږ ډاډ له ترلاسه کولو وروسته د ويزو ورکړه بيا پيلوي. په ورته مهال نوي ډيلي کې د افغانستان سفارت بيا وايي، هند کې هېڅ داسې ترهګريز او امنيت ضد عمل نه دی شوی چې افغان وګړي پکې لاس ولري. د سفارت د چارواکو په خبره چې افغانانو ته د ويزو د نه ورکړې لپاره نوي ډيلي تر دې مهاله قانع کوونکی دليل نه دی ور وړاندې کړ. د يادونې وړ ده چې هند هر کال افغان ځوانانو ته په زرګونو تحصيلي بورسونه ورکول، خو سږ کال يې دا بورسونه هند کې مېشتو افغانانو ته ورکړل. د دې کار لامل دا ښودل شوی چې نوي ډيلي افغانانو ته د نويو ويزو ورکړه ځنډولې او هغوی چې تېر کال يې تحصيلي بورسونه ترلاسه کړي دي، لا هم بې برخليکه ګرځي. دا په داسې حال کې ده چې دا مهال د هند په ۷۰ پوهنتونونو کې ۱۴ زره افغانان پر زده کړو بوخت دي. د دوی لویه برخه له دې کبله چې بيا به هند ته د تګ لاره ونه مومي، له تېرو دوو کلونو راهيسې خپلو کورونو ته نه دي راستانه شوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.