د کابل درېیمه ورځ
په کابل کې د دعوت قلمي همکار عماد دوران د جمهوریت د سقوط د دریمې ورځې راپور او خپل د سترګو لیدلی حال زموږ سره په لاندې ډول شریکوي
نن ناوخته ووتم، برچي دښتې خوا مې د تګ هوډ وکړ، د ټرافیکو او تایمني څلور لارو تر منځ پر سړک د طالبانو لخوا مات شوي بېرغونه د ښاروالۍ کارکوونکیو بېرته جوړول، خوښ شم. په کارته پروان څلورلاري کې ډله طالبان ولاړ وو، شپږ اوه موټر غیر منظم ولاړ وو، باغ بالا ته ورسیدم، د کانټینینټل هوټل په دروازه کې سپین بیرغونه رپېدل او طالبان ولاړ و، فکر مې کاوه، چې په دروازه کې لګېدلی د مسعود عکس به یې لرې کړی وي، مګر عکس په خپل ځای لګېدلی و، په ډېری ځایونو کې د مسعود له عکس سره چا غرض نه و کړی، داسې دې ګڼله چې ګواکې طالبان هم غواړي چې تر یو وخته دې مسعود د ملي اتل په توګه ومني.
میرویس میدان ته ورسېدم، د پل سوخته خوا ورغلم، هزاره ګانو د خپلو مذهبي رسوماتو اړوند توکیو (تور او شنه مفلرونه، چاقوګان، بېرغونه، پر مټ او تندي تړل کېدونکې تورې ټوټې او…) لپاره، پر پلیټ فارمونو لسګونه مارکیټ ډوله غرفې لګولې وې، چې ډېری یې خالي وې. ما له یو غرفې والا پوښتنه وکړه، چې دا دومره ډېرې غرفې ولې خالي دي؟ ویل یې (ولا امسال نشد، مردم ترسیدند، نه میبینی ای چه حال است؟)، برچي دښتې خوا لاړم، د روان وضعیت په اړه مې له بېلابېلو خلکو پوښتنې وکړې، دوه ډوله باورونه وو، یو یې عام خلک و، او بل یې باسواده، نسبتاً فکري او وظیفه دار خلک وو، له یو هوټلي نه مې پوښتنه وکړه چې څه حال دی؟ ویل یې که صادقانه ووایم نو ښه وشول، ما ویل څنګه؟ ویل یې پخوا به هره ورځ اته لس بدمعاشان راتلل او مفته ډوډۍ به یې خوړله، خو دا درې ورځې کېږي، چې ورک شوي، همدا یې ښه والی دی. په برچي سیمه کې ښځې وې مګر اتیا سلنه پکې کمښت راغلی و، عموماً به د پاخه عمر ښځې تر سترګو کېدلې. یو دوه ځوانان ولاړ و، داسې مهذب خلک معلومېدل، له ستړي مه شي وروسته مې پوښتنه ترې وکړل، چې څه بدلون احساسوئ؟ دوی وارخطا شول، هڅه یې کوله چې خبرې لنډې کړي او هغه د زړه خبرې زړه کې وساتي، ما خبرې اوږدې کړې، د طالبانو هغه بد اړخونه مې په معقول انداز بیان کړل، د ولسواکۍ پلوي مې وکړه او ځان مې روڼ آندی وښود، دوی لږ ډاډه شول او ورو ورو یې خبرې شروع کړې، ویل یې چې زمونږ اوله ورځ ده، چې له کوره راوتي یو، تر اوسه خو وضعیت ډېر بد نه دی، خو مونږ فکر نه کوو چې دوی دې په همدې شکل پاتي شي، داسې ښکاري چې دا اوسنی نرمښت د طالبانو پلان او چال دی، یو میاشت به دغسې وي او بیا به په خلکو ظلمونه شروع کړي. ما ویل که موقع برابره شي نو غواړئ چې بهر ته لاړ شئ، ویل یې مونږ په همدې لټه کې یو او په هیڅ وجه نه پاتې کېږو، مونږ پوهېږو چې طالبان دغسې نه دي لکه دا اوس چې ځآن ښيي، دا چې د برچي دښتې ۹۵ سلنه خلکو افغاني جامې اغوستې وې نو ما پوښتنه وکړه چې دا ولې؟ نو ویې خندل او ویې ویل چې په دې جامو کې ځان لږ مصوون احساسوو، له دوی مې خدای پاماني واخیسته او د محمد محقق کور خوا لاړم.
د محقق کور لکه ویرانه داسې و، د قرول ګردو وړو سیمټي خونو ته قفلونه اچول شوي وو، دویم پاټک هم همداسې و، مخکې له یوې ټکر شوې رینجرې سره، په شخصي افغاني جامو کې دوه کسان ولاړ و، روغبړ مې ورسره وکړ، د طالبان د تالاشۍ په اړه مې پوښتنه وکړه، دوی ویل ته څوک یې؟ ما ویل خبریال یم، ویل راځه زمونږ له قومندان سره خبرې وکړه، د محقق کور خوا ورغلو، زه بهر ولاړ وم، قومندان راووت، له ډاډ ورکولو وروسته ما پوښتنه کړه چې طالبان څنګه او کله راغلي وو؟ ویل یې په هماغه اوله شپه راغلل، دوه ډلې راغلې، دوی اووه اته کسان وو او مونږ دېرش څلوېښت، پوه شول چې څه نه شي کولی نو بېرته لاړل، د شپې یولس بجې شل دوه ویش کسه نور طالبان راغلل، د وسلو او موټرو د وړلو خبره یې وکړه، دا چې په دا شپه د نظام د سقوط خبره لا هم مبهمه وه نو مونږ ورته وویل چې اوس خو شپه ده، مونږ نه پوهېږو چې تاسو ریښتیا طالبان یاست او که نه، سبا راشئ هر څه به دروسپارو، اصل کې مونږ مقاومت وکړ، دوی پوه شول، خپلو مشرانو ته زنګ وکړ، خبرې یې وکړې او ویې ویل چې مونږ سبا راځو، وسلې او موټر بې ځایه نه کړئ. سبا سهار بیا هماغه شل کسه راغلل، مونږ له استاد (محقق) سره خبرې کړې وې، د هغه هدایت وو، چې مقاومت ورسره ونه کړو، ۷۵ میله سلاح (کلاشینکوف، پیکا او راکټ) او ۲۴ عرادې دولتي موټر مو ورته وسپارل، مونږ ته یې په سپین کاغذ د یادو شیانو د تسیلمۍ یو سند راکړ او درې میله کلاشینکوف یې راته پرېښودل، ویل یې چې په دې باندې خپل امنیت وساتئ، استاد محقق زمونږ یو مجاهد مشر دی او مونږ ورته احترام لرو. دوی ویل چې له هغې وروسته اوس هم دوه ساعته، درې ساعته بعد ډلې ډلې طالبان راځي، کومه خاصه خبره نه لري بس یوازې د خپل قوت او قدرت ننداره راښيي، په دا درې ورځو کې به یو شل وارې راغلي وي.
پل سرخ خوا ته لاړم، هلته یو فرهنګي مرکز و چې زه به هم کله کله له ملګرو سره پکې کېناستم، ورغلم خو دروازه یې تړلې وه. د کارته چهار په عمومي سړک روان شوم، یوه ډله نجونې مخې ته راغلې چې پتلونونو یې کړي وو، زه حیران شوم خو ترې تېر شوم، ګورم چې مخکې دوه نورې پتلون کړې نجونې روانې دي، دوی داسې بې پروا نجونو ښکارېدې، ما ورسره روغبړ وکړ او ومې پوښتل چې په داسې لباس کې وېره نه احساسوئ؟ دوی ډېرې زړورې وې، ویل یې چې ولې به ډار احساسوو، خپل وطن مو دی او څنګه مو چې زړه وغواړي نو هغسې پکې ګرځو. بیا مې وپوښتل چې د کوم اړین کار لپاره راوتي یاست؟ ویل یې نااا هسې چکر ته راوتي یو، ما ویل که طالبانو مو وویني؟ ویل یې مونږ د همدې لپاره راوتي یو چې طالبان مو ووینې او ووایي چې ولې په داسې لباس کې ګرځئ، چې مونږ یې ځواب ورکړو، همدا اوس د حوزې (درېیمه حوزه یې مطلب و) مخکې څو وارې تېرې راتېرې شوو خو هیڅ یې هم ونه شول راته ویلی. ما ویل چې تاسو به نو طالبانو ته څه وایاست؟ ویل یې مونږ د کابل میلیونونه اوسیدونکي یو، دوه درې زره طالبان نه شی کولی چې خپله خوښه پر مونږ تطبیق کړي، دوی باید له مونږ سره ځان عیار کړي، ما ویل هممممم. د دوی توقعات ډېر لوړ او حیرانوونکي وو. ما ته یې د هغو هزازه ځوانانو خبرې سترګو ته ودرولې چې دا اوسنی نرمښت د طالبانو چال دی، ځان سره مې ویل چې طالبان خو خداکه دومره حوصله ولري خو ریښتیا هم څه کیسه شته.
په کارته چهار کې ټوله هغه ریسټورانټ تړل شوي وو چې عموماً نجونو او هلکانو ګډې ناستې کولې او قیلون به یې پکې څښوه.
دریمې حوزې ته نارسیده مې یو جوس راواخیست، ومې څښه، تش ګیلاس مې په لاس کې و، قصداً د حوزې مخې ته ناست طالبانو ته ورغلم او پوښتنه مې ترې وکړه، چې دلته نږدې کثافت داني چېرته ده؟ دوی حیران شول او زما پوښتنه پرې لږ څه بده ولګېده، په داسې نیمه قهرجن انداز یې وویل وروووره! چېرته یې وغورځوه.
لږ مخکې د اهل تشیع د یوې ډلې مشر آیت الله محسني مدرسې ته ورغلم، دلته کیسه نورمال غوندې ښکارېده، دروازه مې خپله خلاصه کړ او ورننوتم، مخامخ دوه محافظین د پخوا برعکس په افغاني جامو کې ناست وو، عکس اخیستل پرې بد ولګېدل خو بیا مې قناعت ورکړ، د محسني صاحب زوی چې زما لږ غوندې شناخته و د هغه حواله مې ورکړه، دوی ډاډه شول، پوښتنه مې ترې وکړه، چې طالبان دلته نه وو راغلي؟ ویل یې چې نه، شکر تر اوسه دیخوا نه دي راغلي. ما ویل څه فکر کوئ، چې دلته به هم راشي؟ ویل یې انجنیر صاحب (د محسني صاحب زوی) همرای کلان ها ګپ زده، اطمینان داده که این طرف نه میایه.
دارلامان خوا روان شوم، په لاره کې د پولیسو د ۲۰۲ شمشاد قومندانۍ مخې ته هم ډله طالبان ولاړ و، افغان امریکايي پوهنتون ته ورسیدم، دوه طالبان یې مخې ته ولاړ و، ما فکر کاوه چې دلته به یې هغه خطرناک طالبان درولي وي، چې ورغلم نو ډېرقلندریان وو، پوښتنه مې ترې وکړه چې له کله راهیسې دلته ولاړ یئ؟ ویل مونږ سبايي راغلو، تر مونږ مخکې کندهاریان وو، هغوی یې رخصت کړل او مونږ ته یې مسوولیت راوسپاره، ما ویل کندهاریان یې ولې رخصت کړل؟ ویل یې خو هغوی لږ بې پروا دي، د مال د ساتلو ډېر باور پرې نه شي کېدای. ما ویل چې دلته خو به چور نه وي شوی؟ ویل ولا په اوله ورځ لږ خرابی شوی، ځیني کمپیوټرونه یې وړي، دفترونه یې ګډ وډ کړي او سامانونه یې مات کړي. د ریاست پنج مخکې هم ډله طالبان ولاړ و، د حکمتیار کور ته ورسېدم، هلته د حزب اسلامي شنه بېرغونه رپېدل، فکر دې کاوه چې طالبانو په ټول کابل کې همدا یو ځای نه وي نیول او نه یې هم د نیولو اراده لري، د دروازې ساتونکي ډېر ډاډه ناست وو او پخپلو کې یې خندل سره، زه ورغلم، په دې وخت کې د حکمتیار یو زوم (حاجي صاحب حامد) راغی، ستړي مه شي یې وکړه او دننه تګ بلنه یې راکړه، ما ویل نه زه ځم چې دارلامان ماڼۍ کې راته طالبان منظر دي، ویې خندل، پوښتنه مې ترې وکړه، چې څه صوتحال دی؟ تاسو سره خو به څه مشکل نه لري؟ ویل یې نه، همدا نن هم انس حقاني او یو شمېر نور مشران د مشر (حکمتیار) احترام ته راغلي وو، ما ویل څه یې ویل؟ وايي د ګډ حکومت د جوړولو اړوند خبرې یې وکړې.
دارلامان ماڼۍ ته ورغلم، د دننه تګ اجازه یې رانکړه، له یو طالب مې وپوښتل چې د کوم ځای یې؟ ویل یې د کاپیسا، ما ویل دا نور هم د کاپیسا دي؟ ویل یې اکثره د کاپیسا دي، ځکه مونږ د کاپیسا مجاهدینو ته یې دارلامان راسپارلی.
د ولسي جرګې ودانۍ ته ورغلم، له مشر طالب سره مې روغبړ وکړ، د داخل ته تګ غوښتنه مې وکړه، ویل یې داخل ته اجازه نشته، پوښتنه یې وکړه، چې د کوم ځآی یې؟ څېره دې اشنا غوندې ښکاري، چېرته مې لیدلی یې… ما ویل د پغمان یم، ویل ښه ښه، بس پغمان کې به مې چېرته لیدلی یې، ویل یې څه کاره یې؟ ما ویل ستاسو په اصطلاح کمونیست یم، ویې خندل، له ده سره مې مجلس جوړ شو، ما ویل ته قومندان یې؟ ویل یې نه، زما کشر ورور (قاري عزت الله) قومندان دی، زه یې دلته مسوول ټاکلی یم، زما نوم عجب خان دی، مونږ د لوګر مجاهدین یو او چې هر څه خدمت وي نو غږ کوه، په همدې وخت کې یو سپین بې پلېټه فیلډر راغی او یو کس ترې راکوز شو، ده په اشارې وویل چې دا مې ورور دی. ورور یې له ځان سره M4 ټوپک راوړي وو، ویل یې 01 قطعه نه تسلیمېده، بس کار مو ورخلاص کړ، سره وتښتېدل، دا د غنیمت مال دی، ټوپکونه یې په خپلو کې سره وویشل، یو ته پکې بې دوربینه ورسید، قومندان یې ورته وویل چې مه حفه کېږه، اوس دا واخله بیا به بل دوربین دار درته پیدا کړم. ماښام شو، دوی په لمانځه ودرېدل، زه هم لاړم اودس مې وکړ، او لمونځ مې وکړ، له لمانځه وروسته ګڼه ګوڼه غوندې شوه، د دېرش څلوېښت طالبانو په منځ کې یو طالب رانه پوښتنه وکړه، چې هلکه ته دلته څه کوې؟ ما ویل زه عجب خان اکا سره یم، ویل ښه ښه خپل یې نو.
په ښار کې پلېټه موټرونه ډېر شوي وو، چې طالبان به پکې جوخت جوخت ناست وو او د ټوپکونو شپېلۍ یې له کړکیو راویستې وې. دغو موټرو په ښار کې د ټرافیکي نظام بدرنګه تصویر وړاندې کاوه. نن د طالبانو تر څنګ یو شمېر سمارټ ځوانان چې د طالبانو پلویان ښکارېدل او یو نیم پټکي والا به هم وسره و، په بې پلېټه موټرو کې ګرځېدل.
تایمني ته راورسېدم، د یو کور مخې ته ډله طالبان ولاړ وو، له یو لرې ولاړ طالب چې د خپل قومندان امنیت یې نیولی و، سلام مې ورته وکړ او ګپ مې ورسره جوړ کړ، پوښتنه مې ترې وکړه چې د کوم ځآی یې؟ ویل یې د سروبي، ما ویل بیا خو خپل یې نو، ویل ته هم د سروبي یې؟ ما ویل همداسې یې درواخله، پوښتنه مې ترې وکړه، چې دلته څنګه ولاړ یئ؟ ویل یې اطلاع رارسېدلې چې دا د کوم غټ دولتي سړي کور دی. ما ویل تاسو اوس څه
کوئ؟ ویل یې زه ولاکه پرې پوهېږم، مونږ سیار امنیتیان یو، له دا استخباراتو والا سره راغلي یو، هغوی پوهېږي چې څه کوو.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.