د خولې حفظ الصحه

1,419

څه باید وکړو ترڅو مو د خولی حفظ الصحه ( دخوله صحتمندی) ترلاسه کړی وي؟

د غاښونو برشکول، دغاښونو دتار استعمال، او دخولی وینځل د خولی حفظ الصحی لپاره اړین او لازمی کار دی.
دخولی دپاکوالی لپاره باید د غاښونو کریم (toothpaste) دهمیش لپاره استعمال کړی شی، د غاښونو برشکولو ټکټیک باید په سمه توګه عملی شی، ورځینی عدت د سوډا (Soda) چې عبارت دی له پیپسی، کوک، سیون اپ، مرینډا، ډیو، فانټا له استعمال څخه ځان ساتنه وکړی شی، دسیګرټ څښل او نسوارو داستعمال سره دښمنی اعلان شی.
د Tufts پوهنتون دغاښونو طب کم چې په بوسټن (Boston) کې موقعیت لری (Tufts University School of Dental Medicine) د خولی دپاک ساتلو لپاره لاندی لارښونی توصیه کوی.

۱؛ دغاښونو ډاکټر ته د معائینی (check up) لپاره تګ.
که چیری تاسی دغاښونو معائینی لپاره د غاښونو ډاکټر ته مراجعه ونه کړی، نو دهغه چاپه لیسټ کې شاملیږی څوک چې په کال کې یوځل هم دغاښونو ډاکټرته دمعائینی لپاره مراجعه نه کوی او له غاښونو ډاکټر څخه ویره (Dental phobia) لری، یا دخولی اوغاښونو دصحت په هکله بی پروا ئ کوی او یا هم د رقم (پیسو) دلګښت په هکله سختی کوی مګر برعکس د ریګولر معائینی پرځای دوه چنده وخت، څوچنده مصرف او څوچنده صحی تکالیفو سره د ریګولر معاینی دبی پروا ئ له وجی مخامخ کیږی.
امریکائ غاښونو ټولنه ( American Dental Association) دهغه چاپه باره کې څوک چې د ریګولر معاینی لپاره دغاښونو ډاکټرانو ته مراجعه نه کوی داسی وینا لری،
دغه رنګ اشخاص به دډیرو امراضو سره مخامخ کیږی لکه دغاښونو خرابوالی یا په عامه اصطلاح سره دغاښونو چیمجن کیدل ( dental decay or dental caries) د وری امراض (gum diseases)، د خولی سرطان ( oral cancer) د غاښونو دتاج ګیرچاپیره التهاب (pericoronitis) دغاښونو ګیرچاپیره اوتارو التهاب ( periodontitis) دغاښونو دریښودلاندنی څوکی دانی یا ابسیس ( periappical abscess) اونور سیسټمیک امراض چې دخولی د سټریپټوکاکسی ( oral streptococci) سره تړاولری لکه mediastinal abscess, meningitis, vertebral osteomylitis, hepatobiliary abscess, bacterial endocarditis, چې bacterial endocarditis ئ ډیرمعمول دی چې %۲۷ د میوټانز سټریپټوکاکسی ( mutans streptococci) له وجی منځ ته راځی.
په ابتدائ حالت کې کله چې د خولی اوغاښونو امراض دتداوی وړوی، په ناروغ باندی مصرف یا لګښت هم کم راځی او صحت ته ئ هم لږ چیلینج متوجه وی، مګر هرکلن چې دغه امراض وخیم اوsevere او agressive حالت غوره کړی بیا نه یوازی داچې ناروغ ته ستر مالی زیان اړوی بلکی د ټول عمر لپاره ئ یا معیوب کوی او یا ئ دژوند سره اړیکی قطعه کوی.

۲؛ د کلونو شمیرل (count the years) .
نوی قدم وهونکی ماشومان (toddlers) او زلمی اشخاص دغاښونو امراضوته توجه نه کیږی مګر هغوی هم لکه د نورو د خولی حفظ الصحی ته ضرورت لری.
هرکلن چې ماشوم یوکلن شی باید دغاښونو ډاکټر ته د معاینی لپاره یوړل شی اوکله چې ددې جوګه شی چې دخپل بوټانو مزی وتړړلی شی، نو باید په دې پوهه وی چې څرنګه کوی شی خپل غاښونه پاک وساتی.

۳؛ د سوډا (soda) استعمال ترکول لکه پیپسی، کوک، مرینډا، سیون اپ، پانټا، ډیو، وغیره
دا مشروبات یوه اندازه مزه لری مګر د غاښونو لپار د دښمن په صفت کارکوی.
په دغومشروباتو کې دوه شیان چې عبارت دی له فاسپوریک اسیډ (phosphoric acid) او سیټریک اسیډ ( citric acid) څخه چې د غاښونو بیرونی طبقه یا enamel له منځه وړی په دی میکانیزم سره چې د غاښونو د انامل منرالونه تجزیه کوی، دغاښ سطحی نرموی، او د غاښونو مقاومت د بکټیریاو په مقابل کې کموی او د ډینټل کریس لپاره موقع مساعدوی.
د سوډا پرځای تازه اوبه استعمال کړی، او که غواړی چې اوبه زیاتی وڅښی، نو ځینی بی ضرره ذائیقی د اوبو سره ګډی کړی ترڅو داوبو څښلو ته مو زیات تشویق کړی.
۴؛ له زیاتی خوږی ( بوری، قندونو، چکلیټ، ایسکریم…..) استعمال څخه ځان وساتی.

خوږه په زیاته پیمانه دغاښونو د خرابوالی سبب کیږی.
قندونه د بکټیریاو لپاره بهترینه غذا ده او همدارنګه په خوله کې د خولی طبعی PH اسیډی کوی او په اسیډی محیت کې دغاښ سپینه طبقه په اسانی سره تجزیه اوله منځه ځی او همدارنګه قندونه نښتونکی یا چسپینده یا adhesive صفت لری چې د میکروبی پلک (plaque) د غاښونو سطحو سره په جوښت تماس راولی او د غاښونو او وریو دامراضو باعث کرځی.
هغه اسیډ چې د خوږي له استعمال څخه په خوله کې منځ ته راځی ددی قدرت لری ترڅو دغاښونو سپینه طبقه یاenamel په شلو ( ۲۰) دقیقو کی کمزوری او مقاومت ئ کموی.
باید له زیاتی خوږی استعمال څخه ځان وساتل شی او دهر خوږ شی له استعمال وروسته مسواک استعمال او په اوبو سره صفاشی.

۵؛ سیګرټ څښل پریښودل (quit smoking).

په سیګرټ کې موجود نیکوټین ( nicotine) او توربخنه ماده یا ټار (tar) چې د تمباکو دسوځیدو څخه منځ ته راځی نه یوازی د غاښونو سپین رنګ په زیړ رنګ بدلوی بلکی د غاښونو سخته طبقه یا enamel له منځه وړی او د dental decay لپاره موقع برابروی ددی ترڅنګ سیګرټ څښل د خولی مخاطی غشاء خاموی اوپه خوله کې زخمونه ( oral sores) منځ ته راوړی کم چې د بکټیریاو لپاره محفوظه مورچل او د امراضو دتولید مهمه سرچینه جوړوی.
اوحتی د تمباکو کیمیکلز ( chemicals) دخولی سرطان ( oral cancer) هم منځ ته راوړی.

۶؛ د یو سالم برش استعمال.
یو داسی د غاښونو برش استعمال کړی کوم چې نرم تارونه ( soft bristles) ولری، د غاښونو دبرش سم او صحح ټکټیک په کار واچوی، د غاښونو برش باید له دوه یا دری میاشتو څخه ډیر استعمال نه شی، که چیری د غاښونو برش تارونه له دوه میاشتو څخه مخکی کاږه شی او یا ئ سرونه پڅ شی، نو بیا باید د نوی برش په رانیولو کې ځنډ ونه شی ځکه د برش کاږه او بی نظمه تارونه وری زخمی کوی.

۷؛ د غاښونو پاکولو سم او صحح ټکټیک څخه کار اخیستل.

دا هر چا ته معلومه ده چې دغاښونو برش او کریم د ورځی دوه ځلی لازمی او ضروری خبره ده مګر ددغی ترڅنګ د غاښونو برش داسی استعمال شی چې د غاښونو دبرش تارونه دوری دلائین سره %۴۵ درجی زاویه جوړه کړی، د برش تارونه باید د وری په لوری وی، او برش ته نرم، لنډ، او دائیروی حرکات ورکړ شی، باید دبرش لاندی په یو وخت کې دوه نه تر دری غاښونه راشی، او دهر غاښ سطحه له لس الی پنځه لس کرتی د برش په واسطه پاکه شی، د غاښونو برش ته باید زیات فشار ورنه کړ شی او له ټاکلی اندازی څخه زیاد برش هم نه شی چې زیات استعمال ئ غاښونه زخمی کوی، وری شاته ټیله کوی او دغاښونو دریښو د لوڅیدو سبب کیږی چې پایله ئ دغاښونو شدید بریښ دی.

۸؛ د غاښونو دتار استعمال (flossing) .

دایو ساده او اسانه کار دی کم چې د غاښونو دصحتمندی ضامن دی.
څرنګه چې د غاښونو برش استعمال سم او ناسم ټکټیک لری همدارنګه د غاښونو تار (dental floss) هم دی.

تقریبا دودیرش سانټی میټر( 32cm) د غاښونو تار په داسی توګه د خپلو منځینیو کوتو (middle fingers ) څخه تاوکړی د دواړوشهادت او غټو ګوتو (index fingers and thumbs) په کومک ئ مضبوط ونیسی چې ددواړو لاسونو دګوتو ترمنځ د تار اوږدوالی دوه انچه وی، د غاښوترمنځ فاصلو ته ئ په احتیاط سره داخل کړی او د د غاښونو څنګونو سطحي پری داسی وسولوی ترڅو نښتی غذائ مواد او میکروبی پلک له منځه یوسی، هرکلن چې ددوه غاښونو ترمنځ سطحی پاکی شی بیا دڅنک غاښونوترمنځ سطحی پاکی کړی مګر داهم یاد وساتی چې د سطحو د تبدیلی پرمهال استعمال تار د هغی منځنی ګوتی څخه تاو کړی کم څخه چې په ابتداکې لږ تار تاوشوی وه او دغیری پاکو دغاښوترمنځ فاصلو لپاره نوی تار له هغی منځینی ګوتی څخه اوږد کړی کم چې د پاک تار لپاره خاصه شوی ده.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.