کابل چې ما پخپلو سترگو ولید/۷

حفیظ الدین پیرزادہ

616

د اگست ۲۹

د سھار تر چای پس مې غوښتل د ځینو خپلوانو پوښتنې ته لاړ‎ شم، د ورځې په جریان کې مې څه خاص کار یا مجلس نه درلود.

له ھوټل څخه د وتلو پر مھال یو ملگري راته زنگ وواھه, ھغه ھوټل ته پر لارہ و، له را رسیدو سرہ سم یې زہ له ځان سرہ اوچت کړ‎م،

نوي ښار تهلاړ‎و. ھلته مو په یوہ ښکلي رستورانت کې چای او کافي وڅکله.

زما له ملگري سرہ مل یو بل چالاک او ھوښیار ځوان چې په خوږ‎ہ دري ژبه  یې خبرې کولي، ھم و.

ځوان تازہ له کوم خصوصي پوھنتون څخه په اجتماعي علومو کې ماستري تر لاسه کړ‎ې وہ!

د نوي حکومت څخه یې سر ټکاوہ چې کار اھل کار ته نه سپاري!  راته کړ‎ل یې:

ببین برادر! من یک ماستر آدم استم، وطن خود را دوست دارم، به خارج فرار ھم نکردم خو باز ھم کسې برایم کار نمیدھد!

این ملا ھا راخداوند ھدایت نصیب کند، غیر از ملا به دیگه کس کار نمېدھد!

زما ملگري ورته وویل: تاته خو یې په سرہ میاشت کې د کار وړ‎اندیز کړ‎ی و، خو پر تا ھغه مھال د کانادا پیران راغلي وو،

 اوښي دې درتهدعوتنامه را استولې وہ او ویل یې چې ډیر ژر به دې کارونه وشي، خو ھغه دعوتنامې بیا د کانادا حکومت مستردې کړ‎ې او ته پاته شوې!

د ځوان سترگې لږ‎ زیړ‎ې شوې، زما ملگري ته یې وویل: نه، نه، زہ ھیچرته نه ځم، ھغه د دعوتنامې فورمې خو مې د خپل اوښي اومیرمنې  د زړ‎ہ ساتلو لپارہ ډکې کړ‎ې وې!

ما ورته وویل: نو بیا مو د سرې میاشتې سرہ کار ولې و نه کړ‎؟

راته کړ‎ل یې؛ ھغه یو ابتدایي مدیریت و، معاش یې ھم ډیر په زړ‎ہ پورې نه و! زہ ماستري لرم او نه غواړ‎م ځان دومرہ ارزانه خرڅ کړ‎م!

موږ‎ ھلته یو څه وخت نور ھم بنډار وکړ او بیا ما ترې د تگ اجازہ وغوښته.

 د رستورانت بیرہ بِل راوړ‎. د عادي اوبو بوتل یې له نورو ځایونو نژدې څلور چندہ گران لیکلی و.

ما، بیرہ ته ورو غوندې وویل: ستاسو د اوبو بوتلونو خو به ماستري نه وي کړ‎ي؟ دوی ھم ځانونه ارزانه نه خرڅوي!!

بیا مې له ملگرو اجازہ واخیسته او په تکسي کې څلورمې کارتې ته لاړ‎م.

پر لارہ مې یوہ لویه باغ ته ورته تفریحگاہ ولیدله چې ډیرې ښځې پکې را ټولې شوې وې.

د تفریحگاہ په دروازہ کې پولیس او د امنیت کسان ولاړ‎ ول. ما له تکسي چلونکي څخه د بیروبار په اړ‎ہ وپوښتل؛ راته کړ‎ل یې:

دلته جینکید کانکور ازموینه ورکوي، طالبانو یې امنیت نیولی! زما له خولې بې اختیارہ ووتل: الحمد لله!

مازیگر بیرته ھوټل ته راغلم. صمیم صیب راغلی و. د روغبړ‎ پر مھال مې تر ډیرہ کلک په غیږ‎ کې ونیوہ.

ډیر کلونه پخوا به مو چې په تیلفون خبرې کولې نو خدای پاماني به مو په دې دعا وہ چې لوی رب وکړ‎ي په کابل کې د سپین بیرغ ترسیوري لاندې سرہ روغبړ‎ وکړ‎و!

ما په دې خبرہ سل سلنه ایمان درلود چې اخري فتحه به د ام ارت وي، ډیری وخت به مې د سورت الروم دا مبارک آیت په ژبه په اتوماتیکهتوگه جریان درلود چې وایې:

……. وَكَانَ حَقًّا عَلَيْنَا نَصْرُ ٱلْمُؤْمِنِينَ

خو دا چې دا ھر څه به زموږ‎ پر ژوند پیښیږ‎ي، او رښتیا به ھم په کابل کې د سپین بیرغ تر سیوري لاندې وینو، راته لږ‎ عجیب

یا نه پیښیدونکي ښکاریدل ځکه موږ‎ به چې ھغه مھال دا خبرې کولې نو د سائل صیب د شعر پر استناد چې وایې:

ژبه خو ستا ھم پښتنه دہ نو نیکنام به نه یې

زہ ھم پښتون یم، تر بدنامې ونې لاندې ناست یم

پیغام خو ستا ھم داسې دی چې د الزام قابل یې

زہ ھم سپین نه یم لکه خال د زنې ناست یم

صمیم صیب ھم سپین نه و او په مستعارو نومونو یې فرھنگي مبارزہ کوله او زما پیغامونه ھم د الزام قابل ول!!!

خو اوس مې ورسرہ د لیدو پر مھال د قرانکریم دا مبارک آیت لکه د تلویزون پر پردہ د خبر د پټۍ پڅیر د ذھن پر پټه گرځید،

 چې فرمایي: ….. وَتِلْكَ الْأَيَّامُ نُدَاوِلُهَا بَيْنَ النَّاسِ

په ھر حال، د صمیم د لیدو ډیر پخوانی ارمان مې پورہ شو، وروسته بیا استاد ترہ کي ھم تشریف راوړ‎.

موږ‎ د کانتننټل د ریس حافظ جواد صیب په دفتر کې چې ھغه خپله ھم حضور درلود، تر ډیرہ په سیاسي او ټولنیزو مسائلو بحث وکړ‎!

صمیم صیب د شپې ناوخته رخصت شو. ما ورته د مالیې له وزیر ښاغلي بدري صیب سرہ د یوہ گډ مجلس د جوړ‎ولو وویل.

نور خپلې کوټې ته راغلم، د ورځني یادښتونو له لیکلو پس، ویدہ شوم.

پر سبا یې زہ د یو مریض پوښتنې ته لاړ‎م.

ما تل کوښښ کاوہ چې کله به کوم مجلس نه و، له فرصت څخه گټه پورته کړ‎م  او د دوستانو او خپلوانو لیدو  ته لاړ‎ شم.

غرمه بیرته ھوټل ته راغلم، ذاکري صیب راته وویل: مھاجر فراھي صیب راځي.

موږ‎ ډوډۍ وخوړ‎ہ او د ھغه راتگ ته سترگې پر لار وو.

 ھغه تازہ د ذبیح الله مجاھد صیب پر ځای، د اطلاعات او کلتور وزارت معین مقرر شوی و.

ھغه او زہ له ډیرہ وخته سرہ اشنا وو، زموږ‎ پیژندگلوي کلونه وړ‎اندې د ام ا رت په فرھنگي گروپونو کې شوې وہ، خو له نژدې مو سرہ نهو لیدلي.

زہ مھاجر صیب د اما رت اتل بولم، د قلم، سنگر او خدمت اتل.

 له معینیت څخه یې مخکې د ھرات د ښاروال په توگه دندہ اجرا کوله، ھلته یې په شپږ‎و میاشتو کې دومرہ خدمت وکړ‎

چې نورو ښاروالانوپه کلونو کې ھم نه و کړ‎ی. ھرات ته له ۵ زرہ افغانیو سرہ تللی و او له ھماغې سرمایې سرہ بیرته راغی.

د ھرات ملگرو راته کیسه کوله،چې مھاجر صیب ټوله ورځ او د شپې تر ناوخته پر کار بوخت وي.

 ھغه د رخصت پر ورځ ھم رخصت نه وي!

زموږ‎ مجلس نژدې دوہ ساعته دوام وکړ‎. استاد ورته خپل کتاب افغانستان در آتش جنگ ډالۍ کړ‎ او مھاجر صیب

موږ‎ ته خپل کتاب شلکاله په ښکیلاک کې چې د جھادي خاطرو مجموعه دہ، ډالۍ کړ‎!

زہ خپلو ټولو ملگرو ته د مھاجر صیب د کتاب لوستلو وړ‎اندیز کوم. عجیبې، ایمان تازہ کونکې خاطرې پکې په سادہ او روانه پښتو لیک لشوي!

 د ماښامنۍ پر مھال مو ناببرہ له انجنیر نظر محمد مطمئن او جبرائیل عمر ( ټیموټي ویکس ) سرہ ملاقات وشو.

مطمئن صیب او جبرائیل د استاد په احترام زموږ‎ میز ته راغلل. ما له جبرائیل سرہ مجلس وکړ‎.

ھغه د انس حقاني په شعر کې د طبیعيښکلا څخه متأثر و. پخپله ھم کله کله شعر لیکي خو په انگریزۍ ژبه!

ما څخه یې د پښتو د اوسني رسم الخط په اړ‎ہ پوښتنه وکړ‎ہ چې د کوم وخت څخه دود شوی؟

ما ورته وویل: زہ د پښتو ژبې د ادبي تاریخ شاگرد نه یم پاته شوی خو د مرحوم استاد بینوا په کتاب “ د افغانستان نومیالي “

کې مې لوستي و چې امیر کروړ په دویمه ھجري پیړ‎ۍ کې د افغانستان په غور کې حکمران تیر شوی و،

ھغه شعر ھم وایه چې پټه خزانه یې د پښتو ژبې تر اوسه موندل شوی لومړ‎ی شعر بولي!

اسلام د افغانستان پولو ته د حضرت عثمان رضی الله عنه په زمانه کې را رسیدلی و خو وروسته بیا

د اموي خلافت پر مھال د پخوانيخراسان او اوسني افغانستان په تقریباً ټولو سیمو کې خپور شو!

د اسلام له راتگ سرہ عربي رسم الخط ھم راغلی، زما په اند د پښتو اوسنی رسم الخط که

د امیر کروړ‎ د حکمرانۍ له زمانې حساب کړ‎ونو ویلای شو چې تر زرو کلونو ډیر زوړ‎ دی! والله اعلم

ما د جبرائیل د تیلفون شمیرہ واخیسته، غوښتل مې د ھمدې سفرنامې لپارہ ورسرہ بله کومه ورځ

مفصلې خبرې وکړ‎م خو له بدہ مرغه،وروسته بیا دومرہ مصروف شوم چې له ھغه سرہ د بیا لیدو فرصت په لاس رانغی!

د استقلال ورځ لمانځل، له ښاغلي فقیر محمد درویش او مالیې وزیر بدري صیب سرہ لیدنه!‎

دا لړ‎ۍ ادامه لري…..

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.