انسان بېرته څــنګه را ژوندی کېږي؟

خلیل امین زاده

1,067

په انځور کې د انسان د ملا تر ټولو سخت هډوکی وینئ، دې هډوکي ته حضرت محمد “صلی الله علیه وسلم” د (عجبِ ذنب) نوم ورکړی دی او فرمایلي یې چې د انسان د ملا وروستی هډوکی یا “عجبِ ذنب” هیڅکله نه خاوري کیږي او الله “ج” به انسانان د آخرت په ورځ له همدې هډوکي څخه را بېرته را ژوندي کوي.

ساینــسپوهانو په پرمختللې ټکنالوجۍ پر دې هډوکې زیاتې څېړنې ترسره کړي او د (Tail bone) نوم یې ورکړی دی. ساینســپوهانو وایي چې که انسان په هر حالت کې مړ شي، په اور وسوځول شي، په اوبو کې ډوب شي، په هوا کې مړ شي او که په ځمکه کې له خاورو سره خاورې شي، هم تر میلیونو میلینونو کلونو پورې د انسان د ملا د وروستي هډوکي (عجبِ ذنب/Tail bone) جینیټیکي وجود لمنځه نه ځي.

ساینسي څېړنو ثابته کړه چې دا هډوکی د انسان د میموري کارډ او یا د الوتکې د (تور معلوماتي بکس) په څېر فعالیت لري، په دې هډوکې کې د انسان د تخلیق ټول رازونه (DNA) قد قامت، وزن د خلیاتو تعداد، د ویني ګروپ هر څه او حتی د انسان د ګوتو د سرونو د نښانونو پورې ټول دلته محفوظ دي.

حدیث شریف: کُلُّ اِبْنُ آدَمْ یَا کُلُهُ التُّرَابْ اِلَّا عَجبِ ذَنَبِ مِنْهُ خَلْقَ وَفِیْهِ وَیَرْکَبُ. (صحیح مسلم: ۷۶۴۰ )
ژباړه: ټول د آدم اولاده به خاوري شي، بغیر له (عجبِ ذنب هډوکي) څخه، ځکه انسان له هغه څخه پیدا شوی او له هغه څخه به بیا هم پیدا کیږي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.