بایډن؛ افغانستان کې مو جګړه بس کړې خو د هوا له لارې د “ترهګرو ډلو” ځپل روان ساتو

415

نورګل شفق

بي بي سي

بایډن

د عکس سرچینه،GETTY IMAGES

د امریکا ولسمشر جوبایډن ویلي، که څه هم په افغانستان کې یې د امریکا تر ټولو اوږده جګړه او د لویو پوځي عملیاتو دوره تېر کال پای ته رسولې خو د فضا له لارې به هر هغه “ترهګریز ګواښ” هماغه شېبه په نښه کړي چې د امریکایانو او یا یې د متحدینو پر ضد راپورته کېږي.

ښاغلي بایډن دغه څرګندونې نن “پنجشنبه” د افغانستان په ګډون د نړۍ هېوادونو لپاره د امریکا په نوې امنیتي ستراتېژۍ کې کړې دي.

جوبایډن ویلي، د اسلامي دولت او د القاعده ډلې د ځینو مشرانو په وژلو سره یې خپل دغه توان ثابت کړی چې خپل دوښمن که هر چیرې وي، له منځه یې وړای شي.

هغه ویلي، “د ګواښ له ودې سره زموږ د ترهګرۍ ضد چلند هم باید هماغسې وي. ځکه خو موږ تېر کال په افغانستان کې خپله تر ټولو اوږده جګړه پای ته ورسوله. ډېر مخکې مو د اسامه بن لادن په ګډون د القاعدې مهمو مشرانو باندی د عدالت پلي کولو هدف تر لاسه کړی دی.”

ښاغلي بایډن یو ځل بیا کابل کې د القاعده ډلې مشر د وژلو پېښې په یادولو سره ویلي، “لکه څنګه مو چې د عملیاتو په ترڅ کې ایمن الظواهري وواژه، همداسې موږ پر خپلو وړتیاو باور لرو چې د القاعدې او اسلامي دولت ډلې او نورو وسله والو پر ضد د فضا له لارې خپلې جګړې ته دوام ورکړو.”

د یادولو ده چې تېره اګست میاشت کې د افغان پلازمېنې کابل په شېرپور سیمه کې پر یوه کور هوايي برید وشو چې وروسته د امریکا ولسمشر وویل، د القاعده مشر ایمن الظواهري یې پکې وژلی دی.

“ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې طالبان مسول ګڼو”

القاعده

د عکس سرچینه،REUTERS

د عکس تشریح،تېره اګست میاشت کې د افغان پلازمېنې کابل په شېرپور سیمه کې پر یوه کور هوايي برید وشو چې وروسته د امریکا ولسمشر وویل، د القاعده مشر ایمن الظواهري یې پکې وژلی دی.

خو طالبانو وویل په دې اړه پلټنه کوي چې ریښتیا هم هغه په دغه برید کې وژل شوی او که نه او دا دی پر دې پېښې شاوخوا دوه نیمې میاشتې ‌اوړي خو طالبانو یې په اړه نوي مالومات نه دي‌ شریک کړي.

د هغه برید پر مهال د امریکا بهرنیو چارو وزارت طالبان تورن کړل چې ګواکې د القاعده دغه مشر ته په پناه ورکولو سره یې له امریکا سره په دوحه کې شوې هوکړې نه سرغړونه کړې ده.

خو طالبانو بیا امریکا په ورته کار ملامته بلله چې ګواکې د افغانستان پر هوايي حریم تېری او پر افغان خاوره یې ولې بمبار کړی دی.

ښاغلي بایډن د افغانستان لپاره په دې نوې تګلاره کې همدا راز ویلي، افغانستان بېرته د ترهګیزو بریدونو ځالې باندې بدلېدو ته نه پرېږدي او طالبان به په دې برخه کې له دوی سره کړو ژمنو ته ځواب ویونکي او مسول وي.

د جو بایډن په وینا، “موږ به ډاډ تر لاسه کوو چې افغانستان بیا هېڅکله پر امریکا یا زموږ پر متحدینو د ترهګریزو بریدونو لپاره په یوه خوندي ځای بدل نه شي، او موږ به طالبان له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې خپلو کړو عمومي ژمنو ته مسول وګڼو.”

طالبانو د افغانستان په اړه د امریکا دې نوې ستراتېژۍ ته تر اوسه کوم غبرګون نه دی ښودلی خو په تېر کې یې ډاډ ورکړی چې له افغان خاورې به هېڅ هېواد ته خطر پېښ نه شي.

په تېر کې پر افغانستان د امریکا بریدونو ته د طالبانو غبرګون

ډرون

د عکس سرچینه،GETTY IMAGES

جو بایډن په دې تګلارې کې همدا راز ویلي چې د القاعدې او داعش په ګډون د وسله والو فعالیتونه اوس له افغانستانه منځني ختیځ، افریقا او جنوب ختيځې اسیا ته پراخ شوي دي او په خبره یې، “د نن ورځې ترهګریز ګواښ د تېرو دوو لسیزو پرتله ډېر ایډيالوژيک او له جغرافیايي پلوه متنوع دی. القاعده، داعش او ورسره تړلي ځواکونه له افغانستان او منځني ختیځ، افریقا او جنوب ختیځې اسیا ته پراخ شوي دي. سوریه، یمن او سومالیا لا هم د ترهګرو پټنځي دي. ځينې ځايي وسله والې ډلې د سيمه ييزو شخړو لوبغاړې ګرځېدلې دي او ځینې یې هڅه کوي چې پر متحده ایالتونو او بهر کې زموږ پر ګټو بریدونه وکړي.”

امریکا داسې مهال په خپلې دې نوې ستراتېژۍ کې “ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره” پر افغانستان هوايي بریدونو ته د دوام ورکولو خبره کړې چې مخکې طالبانو دا کار “د افغانستان د هوايي حریم اشغال” او “له ټولو قوانینو او د امریکا له خپلو کړو ژمنو سره ټکر” بللی.

طالبانو په تېر کې له امریکا غوښتنه کړې وه چې “دا سرغړونې باید اصلاح او له کبله یې د راپورته کېدونکو ټولو بدو عواقبو مخه ونیسي.”

خو امریکايي چارواکو یې په ځواب کې ویلي وو چې، د “ترهګرۍ مخنيوي پر عملیاتو به تمرکز کوي” او په دې موخه د افغانستان هوايي حریم کارولو لپاره د طالبانو اجازې ته اړتیا نه لري.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.