یوه تجربه چې ما په ډېرو لوستلو د شعر کې حاصله کړې ده هغه دا ده چې شعر باید په داسې الفاظو ولیکل شي چې هغه کې مفهُم له ورایه ښکاري ځکه شعر داسې دی لکه د پسرلي هغه نرمه هوا چې په اخیستلو یې ساه لنډي د سړي ختمیږي او داسې احساس کوي لکه د مودو بندي چې په تورو کوټو کې یې بند تېر کړی وي او بیا آزادي ومومي د بهر ننداره وکړي او دا هرڅه ورته دومره حیرانووکي وي چې ځان په بل جهان کې بولي.
لیکوال: محمداجمل کریمي
خو که کله دغه هوا کې د لوګو او خاورو غُبار ګډ شي نو بیا یې اخیستل سړي ته نوره ساه بندي پیدا کوي آن دا چې په ذات کې داسې احساسوي چې ګواګې دغه یې وروستۍ ساه ده.
نو موږ باید شعر هغه د اولني مثال په رقم ولیکو.
چې خوشبختانه باید ووایم چې نن سبا ځینو ځوانو شاعرانو دا وړتیا حاصله کړې ده ترڅو په داسې چوکاټ کې شعر ولیکې چې هغه د اولني مثال غوندي د خلګو ساه لنډي ختمه کړي او داسې احساس ورکړي چې ګواګې څوک د تسلي او ډاډ لري.
د دغو ځوانو شاعرانو له جملې یو هم محترم (شاهین الله شاهین) صیب دی چې ډېر یو خوږ او د درک احساس لري همېشه داسې څه لیکې چې په هغه کې د سلګونو خلګو احساس شریک وي.
مثلاً وطن زموږ مور ده ددې وطن ټول بچیان سره وروڼه دي کله چې یې یو د دغې مور قدر او عزت وکړي او نور یې بدرګه کړي دا داسې ده چې ګواکې دغه یوه ددغو ټولو احساس ځان کې درک کړی.
چې محترم (شاهین الله شاهین) صیب دغه کار کړی تاسو یې دغه غزل ته لږ تم شئ.
غزل
زر په یوه پښه ولاړ ســلامــه د وطن خاورې!
لا هم تېښته نۀ وهې له قامه د وطن خاورې!
دا چې له حجابه وزګاریږي رب دې وســاتـه
تېر خلک وزګار نۀ وو له جامه د وطن خاورې!
ماته دې دا خړې کوټې خوېندې د کعبې ښکاري
ماته محترمــه یې له شــامه د وطن خــاورې!
یو، یو به دې غېږې ته درځي د خلاصېدو نۀ دي
څنګه یې پردو تــه کــړې لیلامه د وطن خاورې!
پاکه د ملنګ سړي اروا یې خــو رټــي دې ټــول
سخته شوې زما غـوندې بدنامه د وطن خاورې!
شاهین
پورتني غزل کې د وطن څومره درک دغه شاعر کړی دی.
اولني بیت کې څه ښه فرمایي دې بیت کې شاعر د هغوو وطن پروشو خبره کوي چې ددغې خاورې د خرڅلاؤ خبرې کوي
خو بیا هم دغې محترمې خاورې پخپله غېږه کې لکه د مور چې خپل ماشوم غېږه کې وي داسې ساتلې دي.
او غرق کړې یې نه دي.
دوهم بیت یې د حالاتو داسې ترجماني ده چې تاسو یې پخپلو سترګو وینئ ماته پرې د غږېدا څه نه پاتې کیږي.
دریم بیت کې دغه شاعر بیا ددغې محترمې مور څومره احترام کوي.
لنډه خبره ده موږ او تاسو ټول وایو چې جنت د مور تر پښو لاندې دی هغه څوک چې د مور ریښتنی خدمت کوي هغه جنتي دی.
نو وطن هم زموږ هغه مور ده چې زموږ مور او پلاردواړه پرې رالوی شوي او بیا یې موږ دغې دونیاته راوړې یو.
که موږ دوطن خدمت کوو دا مثال داسې دی لکه د مور او پلار دواړو چې مو خدمت کړی وي.
ځکه یې شاعر دومره محترمه یادوه چې هغه جنت چې موږ یې مور ګڼو هغه یې په غېږه کې لویه کړي او هغه دین چې اسلام دی هغه یې هم دخاورې په دغه خړو کوټو کې را زده کړی دی.
څلورم بیت کې شاعر دغې خاورې ته په څومره ناهیلۍ ډاډ ورکوي چې هغه خلګ چې ته یې مور نه ګڼلې تاته یې احترام نه کاوه خو بیا هم ستا غېږې ته در روان دي. او دا سپارښتنه ورته کوي چې ګواګې خپل حق ځینې حتماً واخله.
اخیري بیت کې بیا هم شاعر خپله بې حده ناهیلې بیانه کړې ده
او ورته ویلې دي چې ته څومره ارزې خو بیا دي هم بچي بدنامه حسابوي لکه زه چې هیچا نه یم درکړی
دې بیت کې شاعر نه یوازې دغې مور ته تسلي ورکوي بلکې دځان ګرېوان هم ورته راسپړي.
محترم (شاهین الله شاهین) صیب پخپلو عالي کلماتو کې وطن،معشوقه،حالات،بې وسي،او دې ته ورته ډېرو برخو ته ځای ورکړی دی.
تاسو یې دغه منظر کشي ولولئ.
غزل
مـه پـوښتــه له مانه چې پاګل زړۀ درتــه څۀ وایي
مُسکه شه هندارې ته چې خپل زړۀ درته څۀ وایي
چا وې چې په ما کوې توکل ، زړۀ درته څۀ وایي؟
یو زړۀ درته څۀ وایي او بل زړۀ درتــه څــۀ وایي؟
هسې خپل تنـکی ارمان دې ســتــرګو ته راځي که نه؟
وینې چې مات شوی غوندې ګل، زړۀ درته څۀ وایي؟
اوښکې مې شنې شوي د رومال په پیڅکه دي کــه نه؟
ټــکـي چـې وبــاسـې په بخمل، زړۀ درتــه څــۀ وایـي؟
تۀ خــو بـه پـه ځـینـو کـنـایـوو پـوهـیــدل نـۀ غـواړې؟
اورې چــې د خـپـل شاهیـن غـزل، زړۀ درته څۀ وایي؟
ش شاهین
یاد غزل کې شاعر دخپلې معشوقې په ښایست څومره باوري دی مطلع کې ورته فرمایي چې که ته زما په زړه باور نه کوې نو هیندارې ته ځیره شه چې هغه ددې ښایسته په اړه ستا زړه ته څه وایي بیا خپل زړه ته غوږ شه چې هغه درته څه وايي.
که په پوره غزل غږېږم نو کال به دا، شپې به نوري وي.
یو دا څلورم بیت ته یې هم تم کیږم.
اوښکې مې شنې شوي د رومال په پیڅکه دي کــه نه؟
ټــکـي چـې وبــاسـې په بخمل، زړۀ درتــه څــۀ وایـي؟
پورته بیت کې څه ښه منظر رسم دی
تاسو ګورئ کله چې موږ څه لیکو نو هغه منظر مو سترګو ته ودریږي بیا یې ولیکو..
دې بیت کې هم شاعر هغه منظر رسموي چې ګواکې ما ستا د لاس په هغه رومال چې تا جوړ کړی و دومره اوښکې توی کړې چې اثرات یې پرې یو مخ شنه شوي دي.
ته چې کله بیا هم هغه رقم ټکونه په بل رومال کاږې زما د هغو اوښکو هغه ریڼه څاڅکې دي زړه ته نه تویږي؟
محترم(شاهین الله شاهین) صیب د اولس یو ریښتنی ترجمان دی ځکه خو یې په هر درد دردمن دی او د غزل دې بیت کې څه عکس را اخلي. وایي.
غربت ظالم خو نن شېبه شېـــبـه وژلی یمه
لسو مـجبورو راتـه لس وارې نیولی دی لاس.
پورتني بیت کې هغه صحنه د سړي سترګو ته دریږي چې کله یو بې وسه کس درته د مرستې لاس اوږدوي خو ستا ناځوانه جیب دومر خالي وي چې په هغه تش لاس کې یوه د غنم دانه هم ور اچولای نه شې.
چې بدبختانه زموږ دردېدلی اولس اکثره له دغې چارې سر ټکوي دې وروځو شپو کې.
دلته به یې دغه ټول غزل ځکه راواخلم چې ډېرې خبرې لري.
غزل
ډېـــر لـېرې تللی یم له ډېرو مې مینځلی دی لاس
جاااار دې له سترګــو شم یو تا راغـځولی دی لاس
غربت ظـالـــم خو نن شېــبـه شېـــبـه وژلــی یــمـه
لــسو مـجـــبــورو راتـه لس وارې نــیــولی دی لاس
د ناهیلۍ پــه ســیـند لاهـو سـړی یـو تـاتـه ګـــوري
کـه لاس دې ور نـۀ کـۀ له هر څۀ یې ختلی دی لاس
تــبــه دې پرې شه ستړی نۀ یم سترګې مه جیـګــوه
سـتـا په تـنــدي خـو مې له درده خــوبـولی دی لاس
زۀ له ګرېوانه راوتونکې خوشبو څنګ سمبال کړم
چــا مې له غــاړې نه تـــېـر کــال راګــرځـولی دی لاس
شاهینه! مــونــږه خو جـنــډه د امــن پــورتــه کــړلـه
نــۀ چـې د بل انسـان پـه ویـنـو مـو لـــړلــی دی لاس
شاهین
مطلع کې یې شاعر دومره ناهیلی دی د دور له خلګو چې آن د لاس د اوبو هیله هم ترې نه لري چې ورته رایې وړي ځکه خو یې پخپله لاسونه مینځلې.
چې نن سبا ته که وکتل شي شاعر ریښتنی دی دلته اوس ورور له ورور سره اخلاص نه کوي څه خو پردي خلګ.
خو بیا هم پخپلې معشوقې اعتبار کوي چې ګواکې په دومره سخته ناهیلې کې مې هم ستا لاس ته هیله شته
خوشی یې نکړې ګنې له کمره لوېږم.
دریم بیت ته هم پورته مفهُم کافي دی.
څلورم بیت کې شاعر خپل ژور احساس څومره عالي بیانوي.
کله چې زموږ نیږدې کس مریض شي مثلاً تبه یې وي یا هم کوم بل درد نیولی وي نو کله چې یې موږ پوښتنې ته ورځو بیا طبعاً لاس ورته په تندي ږدو ورته تسلي ورکوو چې اِن شاالله خدای ج به شفاء درکړي.
خو کله چې په هغه کس دوه چنده ګران یو نو دایې هم نه لوریږي چې د لاس د وچېدو بوج درباندې راولي
ځکه خو شاعر بیرته ورته وایي چې زه ستړی نه یم چې ستا په تندي مې لاس نیولی
بلکې ستا درد داسې احساسوم لکه زما په دغه لاس چې درد وي.
پینځم بیت بیا کتاب خبرې لري خو زه صرف دومره وایم چې دې بیت کې شاعر دچا د اوجود وږم دومره نیولی چې په یوه لمس یې پوره کال په اوجود کې احساس کړی دی چې دا نو د درک اخیرې حد دی.
مقطع کې شاعر خپل خوږ احساس بیا خپل درانه اولس ته ښيي چې ګواکې ده همېښه هڅه کړې چې دوه دوښمنان سره دوستان کړي.
او لاسونه یې د یو بل له وینو وژغوري.
شاهین الله شاهین هغه نوم دی چې د ادب په اسمان لکه سپین ستوری ځل او بل کیږي.
او نور یې هم ځلېدل له خدایه ج غواړم
تاسو یې دغه غزل هم ولولئ
سخــتـه ګـیـلـه راتـه دریـږي خـدایه!
چې خوشالي راځي ورکیږي خدایه!
خفګان شېبه، شېبه زیاتیږي خدایه!
دا شپه به څۀ رقم تیریږي خـدایـه!؟
د ووړکو تور ویښتۀ سپینیږې خدایه!
غم په څېرو را زرغـونـیــږي خــدایـه!
پـه چـا تـنـهـا ږلــۍ وریــږي خـدایــه!
څوک له یو بل سره پټیږي خـــدایـه!
دا څۀ انصاف دی چې مغل خــاندوې
د خوشال خان کاله ړنـګیږي خــدایه!
یاد غزل ټول د زړه هغه درد دی چې شاعر په داسې حال کې را استلی چې د زمانې د جبر انځور یې مخ ته پروت دی
واضح مفهُم لري.
زما خبرې به یې دا استري جامې قت قت کړي.
نو محترم(شاهین الله شاهین) صیب ته نورې بریاوې غواړم
له زړه شعر لیکي په وطن اولس مینه میَن شحص دی.
الله ج دي وکړي چې زما دغو څو بې رنګو الفاظو یې د شعر هندارې ته خاورې نه وي پاشلې.
لا یې بریالی غواړم.
درنښت.
Comments are closed.