عبدالسلام حنفي وايي، د جنګي بندیانو په اړه د پرېکړې واک یوازې له محکمې سره دی

563

د ریاست‌الوزرا دویم مرستیال عبدالسلام حنفي وايي، د جنګي بندیانو په اړه د پرېکړې واک یوازې له محکمې سره دی او څوک یې د وژلو یا اعدامولو حق نه لري.

نوموړي نن چهارشنبه د تلې ۲۷مه کابل کې د یوې ناستې پرمهال وویل، که څوک په خپل‌سري توګه چاته زیان رسوي، یا یې له‌منځه وړي، د دوی پر وړاندې مجرم دی.

نوموړي وویل: «هېڅوک حق نه‌لري چې د جګړې له ډګر بهر بندیان له‌منځه یوسي، که څوک دا کار کوي، فردي جرم یې کړی او د اسلامي امارت له نظره مجرم دی. د جنګي بندیانو دوسیې باید د ثلاثه محکمې له لوري پرمخ یوړل شي او په اړه یې پرېکړه وکړي. موږ د ا.ا د ځواکونو سرغړونو لپاره نظامي محکمه جوړه کړې، که څو ترې شکایت لري، دې محکمې ته دې مراجعه وکړي.»

نوموړي هغه اوازې هم رد کړې چې ګواکې د ا.ا ځواکونو دې جنګي بندیان وژلي وي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.