پرديو ته کچکول نيول، که له خپلو سره د زړه خواله؟

ليکنه؛ عبدالوحيد وحيد

1,009

د مشروعیت، رسمیت پیژندلو او نورو مرستو لپاره نړيوالو ته د کچکول نيولو په پرتله په کور دننه سمون  ته لاره جوړول په مراتبو ښه او له درنښت څخه ډکه کړنلاره ده. څومره به ښه واى چې  بهرنيانو ته د  ډاډ ورکولو د هغوى د تشويق کولو او د نورو ژمنو کولو پرځاى موږ له خپلو ولسونو سره کيناستلي واى د هغوى له خولې څخه مو د هغوى ستونځې، هيلې او غوښتنې  اوريدلې واى. د هغوى باور مو تر لاسه کړى او هغوى ته مو په حکومتولي کې د مشارکت فرصتونه برابر کړي او نړئ ته مو ښودلې واى چې نه يوازې په ژمنو باندې عمل کول مو زده دي، بلکې د خپل ولس د سوکاله ژوند او د تيرو حکومتونو د فساد له امله د هغوى د زخمونو درملنه هم کولاى شو.

د ملي ګټو په اډانه کې د نزاکتونو، حساسیتونو او رقابتونو په پام کې نیولو سره دَ ملي ګټو پربنسټ ولاړ متوازن نړيوال اړيکي رغول، خپلواک عدالتي نظام او مقننه ځواک رامنځته کول ، له جنګسالارانو، د فساد او غصب له بنسټګرو پرته ټول شموله حکومت تشکیلول، د زور له لارې د واک ترلاسه کولو د مخنیوى منل شوي قانوني تګلاره جوړول، له نړۍ او ملت سره په شويو ژمنو باندې عمل کول او په حکومتي دندو باندې د اهل اشخاصو ګمارل ټولې هغه اړتیاوې دي چې نړيواله ټولنه يې د خبرو په مهال زموږ مخته اچوي، خو موږ يې د درک هڅه نه کوو.

  د زده کړو حق؛

نه يوازې د ملګرو ملتونو د منشور، نړيوالو تعهداتو او تړونونو له مخې زده کړې د هرانسان حق او د حاکمې ډلې مکلفیت دى بلکې په اسلام کې هم زده کړې ترسره کول د هر انسان مکلفیت دى او انسان د  علم له امله په نورو مخلوقاتو باندي بهتر ګڼل شوى دى. د انجونو په مخ د ښونځيو د دروازو د تړلو څه د پاسه څلور سوه ورځې تيرې خو لاهم دغه ستونځه نه يوازې حل نشوه، بلکې د حل کيدو لپاره يې په عمل کې د هيڅ ډول هڅو څرک هم نه لګيږي او مشرانو په دغه مورد کې مطلقاً له هر ډول او د هر اړخ له اصولو قوانینو او نورمونو سره په ټکر کې دريز خپلولو له امله نه يوازې په نړيواله کچه بلکې په اسلامي نړۍ کې هم پړ ګڼل کېږي.

د بيان د ازادي حق؛

د بیان ازادي يقيناً ډیره مهمه اسلامي او نړيواله غوښتنه ده، اسلام د بيان ازادي زندئ کول قطعاً نه مني. د رسول الله او د راشدينو خلفاو د حکومتونو د دورې ښه شاليد لري. د بيان ازادي سلبول د ملوکيت د دورو درباري ميراث دى. البته هيڅوک نشي کولاى هر څوک مجبور کړي چې ورڅخه تقليد وکړي.   په لويديځ کلتور کې د بيان د ازادي حق په خپل ذات کې د اسلام او هلته مېشتو لږکیو لپاره د تبعیض او تناقضاتو مجموعه ده. د قوانینو له شتون سره سره،  نژادي تبعیض،  مذهب ته سپکاوی  د اسلام ستر پيغمبر ته بد ويل د فرصت په توګه تر ټولو خطرناکه پاروونکې او وژونکې وسله ګرځېدلې ده. د لويديزې ټولنې له بیرغ لاندې د بیان دغه ډول ازادي ته مسلمان پوهان د یوه منظمې تبلیغاتي جګړې په سترګه ګوري

زموږ سياسي مشران باید فکر وکړي د معلوماتي تيکنالوژي د پرمختګونو په اوسني دور کې چې په رسنیو باندي د سانسور او بنديز لګول ناشونى کار دى، نو ځکه د دين له اساساتو سره سم او نورو خلکو ته له ښکاره سپکاوي پرته د بيان د ازادي حق له خورا اړينو حکومتي دندو څخه ګڼل کیږي. که موږ واقعاً غواړو د لويځ د تبلیغاتي توپان مخه ونيسو نو عقایدو او شخصي حريمونو ته له سپکاوي پرته به د بيان ازادي تأمينوو.

اساسي قانون؛

د هر هېواد او ملت لپاره اساسي قانون تر ټولو مهم حقوقي سند او د نورو فرعي قوانینو سرچینه ګڼل کېږي. اساسي قانون په ټولیزه توګه د دولت او ټولنې او همدغه ډول د دولت او نورو هېوادونو تر منځ د اړيکو نوعيت، د اړيکو په رغولو او پاللو کې د رقابتونو رعايت او انډول ساتل او له ولس سره د چلن څرنګوالى تنظیموي.  اساسي قانون ټولنه د تحجر له تياره دورې څخه د تمدن روښانه عصر ته راباسي. اساسي قانون د واکمنې ډلې واکونه محدودوي او د حکومتولي لپاره چوکاټ جوړوي .

د اسلام په تاریخ کې لومړنی قانون چې د مسلمانانو او غیر مسلمانانو ترمنځ اړیکې تنظیموي،  د رسول الله د هجرت په لومړیو وختونو کې لیکل شوی او د مدینې تړون په نوم ياديږي. په دغه قانون کې په اسلامي ټولنه کې د غیر مسلمو اتباعو حقونه د مسلمانانو له حقونو سره سم په رسمیت پیژندل شوي، غير مسلمانانو ته مذهبي او قانوني ازادي ورکړل شوې ده.  د ټولنې سیاسي مشري د مختلفو قومونو او مذهبي ډلو د هوکړې پر بنسټ د پیغمبر صلی الله علیه وسلم په اوږو وه، خو په شخصي قانون کې له هرې مذهبي ډلې سره د خپلو ديني قوانینو پر بنسټ تعامل کېده.

انساني حقونو ته درنښت؛

د ملګرو ملتونو له منشور د بشري حقونو له اعلامیو څخه ورهاخوا څوارلس سوه کاله پخوا اسلام  انسان ته د عزت او کرامت ورکولو، لوړولو او ساتلو دين ګڼل شوى دى.  انسان يې په ځمکه کې د خدای خليفه ياد کړى او د انسان د نائبیت د  ښه ماموریت بشپړولو لپاره يې ځای او اسانتیا رامینځته کړې ده. متعال رب کله چې حضرت ادم عليه السلام جوړ کړ نو لمړى يې زده کړه ورکړه او بيا يې خپل سپيڅلي مخلوق پريښتو ته يې امر وکړ چې ورته د درنښت  مراتب وړاندې کړي. له جنس رنګ نسل قوم او عقيدې پرته نفس بني ادم د متعال رب لخوا معزز ګڼل شوى دى.

د حکومتولي مشروعیت ؛

د سیاسي علومو په کتابونو کې په ملي او نړیواله کچه په يوه هېواد باندي د يوې ډلې د واکمني منلو، له واکمنې ډلې څخه د ولس څرګند رضايت او د نړيوالو مکلفیتونو د ادا کولو په برخه کې د نړيوالې ټولنې باور ترلاسه کولو ته مشروعیت ويل کېږي. په ډيرى مواردو کې نړيوال مشروعیت د کورني مشروعیت پربنسټ رامنځته کيږي خو د زور کارولو له لارې د واک له سمبالولو وروسته د نړيوالو مسئوليتونو د ادا کولو په برخه کې د نوي رژيم وړتیاو باندي د نړيوالو باور  ته د نړيوال مشروعیت اصطلاح کارول کېږي. خلص دا چې له نړيوال مشروعیت څخه کورنى مشروعیت مهم او اړين دى، خو موږ بالعکس فکر کوي.

په حکومتولي کې د ولسونو د ښکیلتیا لپاره د خلکو په اړتیاوو باندې پوهيدل اړين دي . د خلکو مشارکت او يا هم په حکومت کې ولس ته برخه ورکول. دا  د مختلفو پرګنو، مختلفو ګټو، مهارتونو، اړتیاو او هیلو په برخه کې تفکیک او توپير پيژندلو ته هم اړتیا لري چې د ټولنې تجربې او تخصص کارول، د خلکو د فکر او کاري وړتیا لوړول، سرچینو ته متوارن لاس رسى او د زیان منونکو پرګنو د ځواکمن کولو په هڅو باندي تمرکز کوي

د حکومت او ولس ترمنځ دوه اړخیز پياوړى تړون رامنځته کول د حکومتولي اړين شاخص دى. که تاسو په ټولنه کې ځان د یو سیاستوال په توګه راڅرګندوئ، نو تاسو منئ چې د ملت مور او پلار ياست. له تاسو څخه به ځينې اولادونه غوښتنې ګيلې او کرکه وکړي، نور به درسره مینه ولري، مګر دا هغه څه دي چې تاسو د مور او پلار په توګه د اولادونو حق منلې دى.  خو ولس هم باید خپله ونډه ترسره کړي. هغه دا چې د مور او پلار واکمني منل دى. – دا د واکمن او خلکو ترمنځ مشارکت دى. دا دوه اړخیزه اړیکه ده.

په پريکړو کې د  ولس غوښتنې په نظر کې نیول، عدالت رامنځته کول، د مړو هيلو بيا را ژوندي کول د مشروعیت لپاره مهم شاخصونه ګڼلاى شو. په نظام کې د لویو پریکړو په کولو او تګلارو په جوړولو کې د ولسونو د هيلو او غوښتنو په پام کې نيول د مشروعیت تضمین ګڼل کېږي. د حکومت په لوړو پوستونو باندي د ناستو  سیاسي مشرانو کړنو ته په کتو، ولس ته د لمړنيو خدماتو چمتو کولو له لارې باور رامینځته کیږي.

لنډه دا چې د کورني مشروعیت لپاره د لويې جرګې او يا هم ټولپوښتنې په پايله کې منل شوى اساسي قانون د دولت درې ګونى قواوې، د خپلو وګړو حقونه ورکول په حکومت کې د ولس مشارکت او تر ټولو مهم د نظام جوړول مبرمه اړتیا ګڼل کېږي او بهرنى مشروعیت نړيوالو ژمنو عملي کولو ورهاخوا د پورتنيو مکلفیتونو ته د تعهد او عمل په نتیجه کې ترلاسه کيږي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.