د تېر حکومت افغان کمانډویان د اوکراین جګړې ته استخدام شوي

588

د افغانستان د پخواني پوځ ځینې لوړپوړي چارواکي تاییدوي چې یو شمېر افغان کمانډویان د روسیې له خوا د اوکراین د جګړې لپاره استخدام شوي. د پخواني نظام د دفاع وزارت د دفتر رییس او د ظفر ۲۰۷ قول اردو قومندان جنرال عبدالروف ارغندیوال تاییدوي چې روسیه پلان لري زرګونه افغان ځانګړي ځواکونه استخدام کړي. څو ورځې مخکې فارین پالیسي راپور ورکړی و چې د روسیې له خوا له افغان کمانډویانو سره د واټسپ او سګنال له لارې اړیکې نیول کېږي او هغوی ته د اوکراین په جګړه کې د ښو امتیازاتو په بدل کې د ګډون بلنه ورکول کېږي. د افغان ځانګړو ځواکونو د قول اردو عمومي قومندان جنرال فرید احمدي هم له ځینو رسنیو سره په مرکه کې تایید کړې چې افغان ځانګړي ځواکونه د اوکراین د جګړې لپاره استخدام شوي. د افغان پوځ پخواني جنرال عبدالروف ارغندیوال وویل، ایراني چارواکو افغان ځانګړي ځواکونه مجبوره کړل چې یا به خپل هېواد ته ستنیږي یا به د روسیې په ګټه د اوکراین جګړې ته ځي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.