د کرکټ نړیوال جام؛ نننۍ لوبه سریلانکا وګټله

546

د کرېکټ شل اووره نړیوال جام سوپر ۱۲ پړاو کې نن د سریلانکا کرېکټ ملي لوبډله بریالۍ شوه چې افغانستان ته د شپږو وېکټو په توپیر ماته ورکړي.

دا په روان نړیوال شل اووره جام کې دویمه پرله‌پسې ماته وه. افغانستان تر دې مهاله دوه لوبې کړي چې دواړه یې بایللي او دوه یې د باران له کبله لغوه شوې دي.

که څه هم د افغانستان لوبډلې هیله درلوده چې دغه سیالي به وګټي، خو په یاده لوبه کې د سریلانکا د کرېکټ ملي لوبډله پرې برلاسې شوه.

افغانستان دغه لوبه کې لومړی توپوهنه وکړه او په ټاکل شویو شلو اورونو کې یې د اتو لوبغاړو په سوځېدو سریلانکا ته د ۱۴۵ منډو هدف ټاکلی و.

د افغانستان لپاره په توپوهنه کې یوه لوبغاړي هم له دېرشو زیاتې منډې جوړې نه کړې. رحمن‌الله ګربز تر ټولو زیاتې ۲۸ منډې، عثمان غني ۲۷ او ابراهیم ځدراڼ ۲۲ منډې وکړې.

په ځواب کې د سریلانکا لوبډلې ښه لوبه وکړه او ورکړل شوی هدف یې د سیالۍ په ۱۹ اوور کې ترلاسه کړ او بریا یې خپله کړه.

په توپوهنه کې د سریلانکا لپاره ډننجایا ډي‌سېلوا ښه وځلېد او ناسوځېدلې ۶۶ منډې یې جوړې کړې.

سریلانکا په دې بریا سره د جدول درېیم ځای ته پورته شو او افغانستان د جدول وروستی ځای خپل کړ.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.