د غږ غلط کارول

570

د غږ غلط کارول یا Vocal abuse:
بې مورده ډېر غږیدل یا په لوړ اواز غږیدل د انسانانو حنجرې ته زیان رسوي او د غږ د خرابوالي لامل کیږي چې دې چارې ته د غږ غلط کارول یا Vocal abuse وایي. انساني حنجره په عادي تکلم سره هیڅ کومه ستونزه نه پیدا کوي خو که چیرې ورځنۍ خبرې اترې له حده زیاتې شي او یا هم ډېر وخت لپاره په لوړ غږ څوک خبرې کوي په حنجره کې صوتي حبول فشار لاندې راځي پړسوب پیدا کوي او د غږ د ستړي کیدو او خرابیدو لامل کیږي. د غږ غلط کارول اکثره مسلکي منشا لري، لکه قاریان، ښوونکي، سندرغاړي …
ځینې نور عادتونه هم حنجره خرابوي لکه د ستوني تکراري صفا کول (hawking)، سګرټ څکل، مزمن ټوخی او ګردجن چاپیرال.
که یاد اسباب د لنډې مودې لپاره وي د غږ په استراحت، وچې غاړې ته د ګرم بخاراتو کش کولو (steam inhalation) او مایعاتو اخیستلو سره حنجره نارمل کیږي خو که پورته لاملونه د ډېرې مودې لپاره شتون ولري په حنجره کې د غوټو، غوښو او پولیپونو پیدا کیدو لامل کيږي چې بیا جراحي مداخلې ته اړتیا پیدا کوي. ممکن ځینو پیښو کې مزمن تغیرات په سرطاني تغیراتو بدلون ومومي چې د شدیدو روغتیایي ستونزو لامل کیږي.
کوښښ وکړئ د ژوند ټولې چارې په نارمل حدودو کې ترسره کړئ ترڅو له ډول ډول ناروغتیاوو خوندي اوسئ.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.