پاکستاني رسنیو نن (سهشنبه د لیندۍ لومړۍ) راپور ورکړی چې پرون دوشنبه د دغه هېواد د خېبرپښتونخوا په سوېل ټانګ سیمه کې د پاکستان د پوځ د موټرو پر یوه کاروان ځانمرګی برید شوی دی.
رسنیو سیمه کې د یوه پولیسو چارواکي له قوله راپور ورکړی چې دغه برید کې یوازې ځانمرګی بریدګر وژل شوی او سرتیرو پهکې زیان نه دی اوښتی.
د پاکستان پوځ تراوسه د یاد برید په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي، خو امنیتي سرچینو بیا رسنیو ته تایید کړې چې د ځانمرګي برید موخه د یوه پولیس افسر موټر و چې د کورنۍ غړي یې پهکې سپاره وو.
تراوسه د دغه برید مسوولیت کوم چا یا ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.
په دې وروستیو کې د خېبرپښتونخوا ایالت په بېلابېلو سیمو کې پر پاکستاني پوځیانو بریدونه زیات شوي، خو د دغه هېواد پوځ ادعا کوي چې یاده سیمه کې یې د ترهګریزو بریدونو مخه نیولې ده.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.