غانم المفتاح څوک دی؟

737

د فوټبال نړیوال جام افتتاح کونکی غانم المفتاح څوک دی؟

غانم المفتاح د ۲۰۰۲ کال د مئی پر ۵مه په قطر کي پیدا شوی دی. په کوچنیوالي د هډوکو داسي مرض ووهی، چي د سینې لاندي برخه یې وده نکوي. کله چي د زده کړو لپاره مور مکتب ته د شمولیت لپاره وروستی، نو ډیرو مکاتبو یې د شمولیت څخه انکار وکی او په اخر کي چي کوم مکتب ته داخل شو هلته د معلولیت په وجه کوچنیانو لوبي نه ورسره کولې.

اوسمهال غانم المفتاح د قطر مشهور هڅوونکی ویناوال دی. د غریسه په نوم د آیسکرم کمپنۍ لري چي په قطر کي شپږ څانګي او ۷۰ تنه کاریګر کار پکښي کوي.
غانم د خپلي کورنۍ په مرسته د الغانم فاونډیشن په نامه خیریه بنسټ هم لري چي د دنیا معذورینو او معلولینو ته ویلچیرونه اماده کوي.

غانم المفتاح په ۲۰۱۷ کي د ویلچیر پرته د لاسونو په مرسته عمره کړې ده. په کوچنیوالي به یې دستکلې په لاس کړې او د هلکوانو سره به د فټبال په لوبه کي ګولي وو او همدارنګه په آب بازي کي هم وارد دی، چي په ۲۰۰ متره کي یې په غوټه اب بازي کړې ده.

تېره ورځ قاري غانم المفتاح د نړیوال جام افتتاح په داسي حال کي وکړل چي د دنیا ۵۰۰ لویو چینلونو خپرول او په تاریخ کي اول ځل دی چي د ورلډ کپ افتتاح د سرودونو او سندرو پر ځای د قران کریم په تلاوت سره وسول.

قطر پدې کار سره د نړۍ د ټولو معذورو خلګو حوصله افزایي وکړل.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.