ابو ریحان البیروني

جمیل بشري

533

د هېواد او سیمې په کچه وتلی علمي شخصیت ابو ریحان البیروني د غزني له پخوانیو مشاهیرو څخه ګڼل کېږې، اصلي نوم یې محمد وو، د احمد زوی دی چې په کال ۳۲۶ه ش/۹۷۳م کې د خوارزم په بیرون نومي ځای کې نړۍ ته سترګې وغړولې. نوموړی د ښې حافظې او لوړ استعداد څښتن وو، چې د العراق کورنۍ په ځانګړي ډول ابو منصور یې دریاضي لوی عالم وو د نوموړي په روزنه او پالنه کې ډيړه پاملرنه وکړه، البیروني هم نوموړی له خپلو لومړنیو استادانو څخه بللی، کله چې العراق حکومت د ماموني خوارزم شاهانو په وسیله ختم شو البیروني هم د خپل وطن پرېښودو ته اړشو او طبرستان ته ولاړ. بیا نوموړی د امیر شمس المعالي قابوس چې له پخوا څخه د ده په هکله خبر وو خپل دربارته ور وغوښتل شو او لوړ مقام یې ورکړ. ښاغلي البیروني خپل مشهور اثر البافیه هم په دغه ځای کې ولیکل، دا چې یاد پاچا ظالم وو، نو البیروني نه خوښول. بیا لدې ځآیه بیرته خوارزم ته ولاړ او هلته یې د سامر خوارزم په نوم د خپل وطن تاریخ ولیکل. هغه مهال چې کله سلطان محمود غزنوي دغه ځای ونیول نو له نورو عالمانو سره البیروني هم غزني ته راوستل شو چې په علمي لحاظ یې دلته هم ځانګړی ارزښت خپل کړ، تر دې سلطان محمود غزنوي به ور سره ډېری مشورې کولې. نوموړی له سلطان محمود سره هند ته ولاړ. هلته یې د سنسګریت ژبه زده کړه او بیا یې د بېلابېلو مذاهبو، قومونو او نژادونو په هلکه څېړنې وکړې پدې توګه یې یو اثر د (تحقیق الهند) په نوم ولیکل. دغه نومیالي له سلطان محمود څخه وروسته د سلطان مسعود په دربار کې هم ځانګړی ځای لرل او د قانون المسعود په نوم کتاب یې ولیکل، له هغه وروسته د سلطان مودود په دربار کې هم د ځانګړي درناوي څخه برخمن وو. د دغه سلطان په زمانه کې يې هم د (الجماهیرفی الجواهر) او (الدستور) په نوم کتابونه ولیکل، چې په ټوله کې د ابو ریحان البیروني علمي آثار پدې ډول یادولی شو: زیچ خوارزمي،ابطال ابرهان علی علل خوارزمی جوامع الموجودلخواطرالهنود فی حساب التجیم، کتاب مقالیدعلم الهیئته مایحدث فی سبیط الکره خیال الکسوفین عندالهند، اختلاف الا قاویل لا ستخراج التحاویل مفتاح علم الهیت، تحدید نهایات الا ماکن تصحیح امکانات المساکن منصوبات الضرب، تحصیل الشعاعات با بعد الطریق الجالبه، التفهیم په فارسي ژبه او ګن شمېر نور کتابونه او رسالې. نوموړي په ریاضي، ستورو پېژندنه،تقویم پوهنه، انسان پوهنه، تاریخ، جغرافیه پوهنه او نورو علوموکې لوی لاس لرل. نوموړي د خپل ژوند ډېره برخه په غزني کې تېره کړه او ډېری څېړونکي ابوریحان البیروني د ختیځ له لویو فلاسفاو څخه ګڼي، آن تر دې چې نوموړي ته یې د انسان پوهني او هند پوهني په برخه کې د پلار لقب ور کړی. ښاغلي ابو ریحان البیروني په ۴۴۰ ه ق کال د غزني ولایت په غېږه کې له نړۍ سترګې پټې کړې او دغزني ولایت په مرکز کې خاورو ته وسپارل شو. که څه هم البیروني له نن څخه ډېر پخوا ژوند کړی، خو د سترو علمي خدمتنونو او علمي آثارو له کبله يې لا هم پېژندنه دخلکو په زړونو کې ژوندی ده، تر دې چې په ۱۳۷۷ه ش کال د هېواد په کاپیسا ولایت کې د نوموړي په نوم پوهنتون تآسس شو او په همدارنګه ګڼ شمېر نور علمي مرکزونه هم د یاد عالم په نوم شتون لري.
اخځليک: بشيري، عبدالجميل، د غزني نوميالي، لومړى ټوک، 30-32 مخونه، نور خپرندويه ټولنه،1400ه ش، کابل افغانستان

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.