ماشومان مه هیروئ

اسدالله غضنفر

1,168

افلاطون ویلي وو چې د ماشوم ذهن ته د حکایتونو اورول هغومره ګټه رسوي لکه د هغه جسم ته چې يې ورزش رسوي.
تاسې څنګه؟ خپلو ماشومانو ته نکلونه اچوئ؟
ماشومتوب او د نکلونو خوند در په یاد کړه. په لوینې به هيڅکله داستاني ادب هغومره اثر درباندې نه وي کړی لکه په ماشومتوب کې چې خوب زنګولې او ادې درته د موږک او پيشو کیسه کوله.
په ماشومتوب کې چې د خیال او واقعیت تر منځ فاصله کمه وي، په لښته باندې پښه اړول او چو چو ورته ویل ممکن هغومره خوند ولري لکه په رښتیا چې د آس له سورلي خوند اخلو. له بلې خوا د ماشوم خالي ذهن ته هر شی په اسانه ورننوځي خو په لوینې باندې مو ذهن دومره ډېر لړلی وي چې د خیالي نکل غوندې پاک او نازک شي ته پکې پل اخیستل او ځای موندل ګرانه شي. لکه څنګه چې په کوچینواله کې سفر، د کوچینوالې مېله او د کوچینوالې د ډوډۍ خوند په لوینې نه پیدا کېږي، دغسې يې د کیسو او حکایتونو خوند هم دی او دا بې انصافي ده چې خپل ماشومان له یوه داسې لذته محروم کړو چې بیا هیڅوخت په ګوتو نه راځي.
کله چې ماشوم په کیسه کې لولي يا اوري چې توره شپه وه، يخني وه، سخت باد چلېده او تېز باران ورېده او دغه وخت د مرغۍ بچی په ځنګل کې د یوې ګورې ونې د څانګو او پاڼو په منځ کې په خوندي ځاله کې غلی پروت و، نو ماشوم خوندیتوب ورسره احساس کړي او د مرغۍ بچی خپل نږدې ملګری وګڼي او بلکې خپل ځان ورښکاره شي. دغه تصورات د ماشوم عاطفي اړتیاوو ته ځواب ورکوي. ماشوم غواړي چې ځان په امن کې وویني، په یو چا ګران شي، یو څوک ورباندې ګران واوسي ، له یوازیتوبه راووځي او یو ملګری ولري. کیسې او نکلونه د ماشوم ددغو روحي تندو د ماتولو لپاره د خوږو، روڼو اوبو مثال لري.
کیسې او حکایتونه د ماشوم د عقلاني اړتیاوو لپاره هم پکارېږي . ماشوم ته په ذهن کې ډېرې پوښتنې ورتېرېږي. دا لمر څنګه راخېژي؟ تیاره ولې راځي؟ دا اسمان څنګه ولاړ دی؟ زه څنګه پيدا شوم؟ مور مې ولې ناجوړه ده؟ دماشوم ادبیات او په تېره بیا د ماشومانو لپاره داستاني ادب د کوچیني د ذهن بې شمېرو پوښتنو ته د ځواب ورکولو مهمه منبع ده.
او بالاخره د ماشومانو لپاره ادبیات د ماشوم د ذوق په روزلو کې برخه اخلي.
که ستړي او ستومانه هم یاست، خپلو ماشومانو ته يو څه وخت ورکړئ، حکایتونه ور واوروئ او ویې هڅوئ چې کیسې جوړې کړي او تاسې ته يې در واوروي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.