صالح محمد زیری

غلام سرور ظهیر

895

پخوانی وزير او ليکوال؛ ډاکټر زېری ومړ!

لنډه پېژنګلوي
صالح محمد زېری 88 کاله وړاندې د کندهار په برو بازار کې د يوه بېوزله بزګر پر کاله وزېږېد. د احمد شاه بابا له لېسې ووت، په 1337 کې د کابل پوهنتون طب پوهنځي ته ولاړ او شپږ کاله روسته فارغ شو. کلونه روسته د کوي روغتون او نادر شاه [علي اباد] کادري روغتون مشر شو. هېوادنۍ مينې، زېری د “ويښو زلميانو” ملګری کړ. عبدالمحمد درمنګر يې له مشر ترکي سره پېژندګلوي ور وکړه او تر پرمختيايې بهير روسته يوازني ملي پرمختياپالي “خلګو ولسواک ګوند” ته ور ګډ شو. هو، زېری د ياد ګوند له بنسټګرو څخه دی يانې د بنسټګرې کنګرې او لومړنۍ مرکزي کمېټې غړی وو. کلونه د سياسي بېرو غړی او د ګوند منشي هم وو. د ظاهر شاه د ټولواکۍ پر مهال ګونده وپتېيله چې زېری به له کندهاره د ملي شورا 13مې دورې ته را نوماندېږي خو دولت يې مخه ونيوله او 2400 ورځې يې بندي کړ. تر سوبمن اوښتون روسته د کرنې و ځمکو وزير شو چې سمدستي يې د “ځمکو سمون” پيل او په ټول هيواد کې يې د سود و سلم جرړې وکښې. همداراز؛ کال روسته د ټوليزې روغتيا وزير شو. ډاکټر زېری په 1368 کې د ملي شورا مرستيال وو.
په افغانستان کې د “کيڼ اندو” ورځ تر بلې ډېرېدونکي پدل و ځواک او د “ټولنوالې يا سوشليږم” بسترسازۍ نور د CIA د زغم کاسې را ډکې کړې او د خلګو ګوند د چاودون لپاره يې له خپل لاسجوړي بم “امين” څخه کار واخيست او دا افغاني پرمختګپال بهير يې د تل لپاره ويجاړ و بدنام کړ او د واک واګې پرچميانو تر ګوتو کړې. دې پښې د زرګونو ملي کادرونو په څېر ډاکټر زېری هم شاوخوا 1000 ورځې د تورو تمبو شاته واچاوو چې د ډاکټر نجيب الله د واکمنۍ تر روستيو هلته پاتي شو.
چې په 90مه لسيزه کې “توره غدۍ” پر کابل واکمنه شوه؛ د نظار شورا جنايتکار لنډغر په مکرويانو کې د ډاکټر زېري پر کور ور ننوتل او د هغه مېرمن، ماشوم زوی، او لور يې تر تېغ تېر کړل.
وړاندې مې دا ويل هېر شول چې ډاکټر زېری يوازي د طب ډاکټر، سياستپوه، سياستوال، او پلانګر نه وو بلکې دی ښه ليکوال، خوږ ژبی شاعر، فيکشن ليکوال، او تکړه ژباړونکی وو.

له ملګري زېري دا پوهنیز او ادبي نښيرونه پاته دي:

ليکني؛
لومړی: افغانستان او د ډيموکراسۍ سياسي نظام
دويم: ټولنپوهنه په افغاني مثالو کې
درېيم: د نيمې پېرۍ خاطرې
څلورم: د زمانې جفا [لنډې کيسې]
پينځم: د سنګر روستۍ ننداره [لنډې کيسې]
شپږم: ګل خاوره [شعرونه]
اووم: د کابل رود [شعرونه]
اتم: کلونه کلونه يې ډيموکراسۍ ووبپاڼه پر خپلو ليکنو وچلونه

ژباړې؛
لومړی: راه ما [زموږ لار]
دويم: په اتفاق کې سوله د مير افغان شوه [لنډې کيسې]
درېيم: کليله او دمنه
څلورم: د فردوسي شاهنامه

ناچاپ نښيرونه؛
لومړی: په افغانستان کې د فيوډاليزم بهير [مجاهدينو له منځه يووړ]
دويم: لنډه کيسه څنګه ليکل کېږي؟
درېيم: لوی افغانستان څنګه کوشنی شو؟

ډاکټر صالح محمد زېری پرون په کډوالۍ او خورا بې وسۍ کې ومړ او د بل هر هېوادپال خلقي په څېر يې لسګونه غصب کړي ښارګوټي، زرګونه جريبه ځمکې، په کابل، تورکيه، او دوبۍ کې لسګونه ماڼۍ، په بهرنيو بانکو کې سلګونه ميليونه ډالر، او … د خپلو بلهاري بچيانو ارواوو ته په ميراث پرېښول.

د هېواد د دې سپېڅلي بچي اروا ښاده، هډونه يې ارام، ياد يې تل، او لاره يې ودانه!

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.