فهرست :
-
د ښاغلي ډاکتر لطيف ياد تقريظ/ ٧
2.د ښاغلي عبدالعلي رسولزاده تقريظ/ ١٢
3. د پیل خبري/ ١٤
لومړی څپرکی
- د پښتنو د نسب په اړوند د بني اسرائيليت نظريه/ ١٨
5.آیا پښتانه بني اسرائیل دي؟/ ٢٤
6. د قیص عبدالرشید کیسه/ ٢٦
7. د پښتنو شجره (د بني اسرائيلیت په اړوند) د بهرنیو څېړونکو
څرګندوني/٤٤
دوهم څپرکی
8. د پښتنو نسب د ژبنیو څېړنو په رڼا کي/ ٥٨
دریم څپرکی
9. د پښتني قبایلو مهاجرتونه او لېږدوني/ ٨٠
څلورم څپرکی
- پښتانه او اسلام/ ٩٨
11.په افغانستان کي اسلام څه وخت او څنګه خپور سو؟/ ٩٨
12. د اسلام مبارک دین په زور او که په خوښه خپور سوی دئ؟
پنځم څپرکی
13. د ډنمارکیانواجداد لرغوني افغانان دي/ ١٠٧
14. د پاى خبري/ ١١٥
15. د لیکوال (زمري محقق) لنډه پېژندنه/ ١١٩
16. د وخت له سیاستوالو سره لیدني کتني/ ١٢٢
17. ماخذونه/ ١٣٤
د پیل خبري
دې کي شک نسته چي د پښتو او پښتنو د تاریخي ریښو په هکله له ډېر پخوا راهیسي یو شمېر پوښتني او ناڅرګند فصلونه موجود دي چي د تاریخ لیکونکو او څېړونکو تر منځ ئې د نظر بېلتون رامنځته کړی او لا زیاتي څېړني ته اړتیا لري. په دې لنډه رساله کي به د خپل توان او امکاناتو تر بریده هڅه وکړم چي د تاریخ پوهانو د اندونو په مرسته او د هغوی د څېړنو په رڼا کي، د پښتنو د تاریخ په تېره بیا د هغه نظر په اړوند چي وایي پښتانه بني اسرائیل دي، د څېړنو په سمندر کي د یوه څاڅکي په توګه، څه ناڅه ستاسي سره شریک کړم.
د دې لیکني اصلي انګېزه او هدف دا دئ چي په دې وروستیو وختونو کي په ټولنیزو رسنیو کي په پراخه پیمانه د پښتنو د اصل او نسب د تاریخي ریښو په تېره بیا د هغوی شجره د بني اسرائلیت په اړوند، زیاتي او یو له بل سره متناقضي لیکني او څرګندوني سوي دي او په رښبیا سره زموږ یو شمېر کورني او دباندني مؤرخین او څېړونکي په دغه هکله لا تر اوسه د نظرونو یووالي ته نه دي رسېدلي. ځکه نو زه و دې ته وهڅېدلم چي په دغه باب تر خپل توان پوري، د څېړونکو نظرونه راټول او پرتله کړم او یا هم لږ تر لږه د هغو څېړونکو نظرونه چي د پښتنو نسب له اسرائیلو څخه بولي او یا هغوی چي د دې نظر په خلاف دلایل او څرګندوني لري، سره راټولي او لوستونکو ته وړاندي کړم، څو چي دوی په خپله مسایل د خپل عقل په ترازو کي سره پرتله او ارزیابي کړي، څو د دې لوی قوم د نسب او شجرې په هکله د رښتيني قضاوت پر بنسټ واقعي نتیجه تر لاسه کړي.
څرګنده ده چي د پښتنو د نسب، قبيلوي جوړښت، قبيلوي اړیکو او خپل منځي روابطو په اړوند د نړۍ په ګوټ ګوټ په تېره بیا په هند کي په دري، پښتو، اردو، انګلیسي او حتی عربي ژبه ډېر زیات کتابونه لیکل سوي دي.
خو له بده مرغه دغه رنګارنګ څرګندوني او آثار چي یو له بل سره اړخ نه لګوي له سړي څخه بیخي لاره ورکوي. لوېدیځ څېړونکي هم تر زیاته حده د ختیځو څېړونکو د لیکنو تر اغېز لاندي راغلي او د هغوی د تحقیقاتو پر بنسټ ئې داسي څرګندوني کړي چي ډېري پوښتنی پکښي ناحله پاته او زیاتي څېړني ته اړتیا لري. د همدې اړتیا په پام کي نیولو سره مي په دغه هکله، د یو څو پاڼو د تورولو هڅه او تلاښ کړی دئ که څه هم د دې موضوع هراړخیزه څېړنه زیاتي مطالعې، څېړني او ماخذونو ته اړتیا لري چي د مهاجرت په شرایطو کي چي د وخت او ماخذ قلت احساس دئ، نو بې له شکه به دا لیکنه له نیمګړتیاوو خالي نه وي خو زه په دې عقیده یم چي تر نه څه، نیمګړې لیکنه هم غنیمت ده.
دا هم یو منل سوی حقیقت دئ چي په تېره بیا د معاصر تاریخ په دوران کي کله چي د ناسیونالیزم افراطي ناروغي پر اروپا باندي غلبه مومي نو لیکوالان او څېړونکي ئې هم په داسي لیکنو لاس پوري کوي چي هر څه ئې د پانګوالي رژیمونو له ګټو سره سمون ولري او د ملي روحیې تر نامه لاندي ټوله ښېګڼي په خپلو هیوادونو پوري او ناخوالي په نورو پوري تړي.
لوېدیځ د تمدن او فرهنګ همېشنی مرکز او ختیځ د تل له پاره وحشي او د مدنیت دښمن ګڼي، په داسي حال کي چي ختیځ یو وخت د نړۍ د لرغونو تمدنونو زانګو وه څرنګه چي افغانستان هم له دې فرهنګي یرغل څخه مستثنا کېدای نه سي ځکه نو د تاریخي مسایلو په لیکلو کي باید هر څه په پټو سترګو و نه منو، بلکي د اسنادو او شواهدو پر بنسټ ئې وڅېړو څو درست له نادرست او معقول له نامقعول څخه بېل کړو.
لکه چي وویل سوه ځيني وختونه د تاریخ لیکونکي هغه کسان وي چي د دربار له نیاز او نعمت څخه برخوردار او د هغه وخت د چارواکو له ګټو او میل سره سمي لیکني کوي. د دا ډول لیکنو څرګنده بېلګه د تاریخ احمدشاهي لیکوال محمود المحسني المنشي دئ چي احمدشاه بابا په خپله ټاکلی او کتاب هم د احمدشاه بابا د غوښتني سره سم پیل سوی دئ. لکه ښاغلی عبد الباري جهاني چي لیکي:دغه تاریخ د احمدشاه بابا د سلطنت په شپږم او اووم کال پیل سوی او د تېمورشاه تر باچا کېدو پوري ئې دوام کړی دئ. خو په هغه کتاب کي کله کله د داسي مبالغه امیزه ارقامو سره مخامخ کیږو چي په هیڅ توګه د منلو وړ نه وي او یا داسي کیسې راوړل سوي دي چي یوازی د نکلونو او کتابونو په درد لګیږي. مثلاً د کتاب لیکوال محمود الحسیني منشی لیکي چي: کله محمدشاه ګورګاني پر هند باندي د احمدشاه دراني د حملې کولو له نیت څخه خبر سو نو خپل زوی شاهزاده احمد ئې له څلور سوه زره سپرو او پیاده پوځونو سره د هغه سر ه د مقابلې له پاره راواستاوه. حسیني لیکي چي شهنواز خان (د لاهور حکمران) د احمدشاه بابا سره د مقابلې له پاره یوازي نیوي زره سپاره پوځیان او دوولس زره توپونه تیار کړل او دوه درې زره توپونه ئې د لاهور پر برجونو او قلا باندي ودرول.(تاریخ احمدشاهي محمود الحسیني المنشي: ص ۴۰ ـ ۴۱).
اوس نو که د شهنواز خان له نیوي زره عسکرو سره دوولس زره توپونه وي چي هرو اتو عسکرو ته یو توپ رسیږي نو د شهزاده احمد له څلور سوه زره عسکرو سره خو باید پنځوس زره توپونه وي. په داسي حال کي چي هند او افغانستان به په دواړو دوه زره توپونه نه درلودل. د هند د مغلو په تاریخ کي، د جلال الدین اکبر او شاه جهان د دکن او کندهار په څېر لویو جنګونو او لښکرکښیو کي د ډهلي د پوځونو شمېر هیڅ وخت سلو زرو ته رسېدلی نه دئ او یا لږ تر لږه تر سلو زرو زیات سوی نه دئ. د احمدشاه بابا سره د پاني پټ په جنګ کي چي د ده د ژوند تر ټولو لوی او ځلانده جنګ وو، د زرو توپچیانو او دریو زرو توپک لرونکو په شمول، شپېته زره عسکر ورسره وه. په مقابل کي د مرهټیانو د قواوو شمېر پنځه څلوېښت زره تنه ګڼل سوی دئ.(جهانی عبدالباري، تاریخي څېړني: ۲۲مخ)
نو زما په لیکنه کي به موږ د یو شمېر داسي موضوعاتو سره مخامخ سو چي د شک په سترګه ورته کتل کېدای سي خو تر وسه وسه زیار ایستل سوی دئ چي د څېړونکو او تاریخ پوهانو نظرونه د هغوی د لیکل سوي متن په استناد، لوستونکو ته وړاندي کړم او له خپل عندی قضاوت څخه تر ډېره حده ډډه وکړم څو لوستونکي د څېړونکو د نظرونو پر بنسټ د خپل عقلي ترازو په مرسته وکړای سي چي تور او سپین سره بېل کړي.
باید وویل سي چي د دې موضوع په اړوند یو شمېر زیاتو بهرنيو ختیځ پیژندونکو او د هیواد وتلو مؤرخینو لیکني او څېړني کړي دي چي زیاتره ئې د دې اثر تر لیکلو پوري زما ګوتو ته نه دي راغلي هیله من یم چي په راتلونکي کي د قلم څښتنان، مؤرخین او څېړونکي په دغه هکله نور تحقیق وکړي څو د موضوع ناحله اړخونه نور هم پسي روښانه سي.
ومن الله التوفیق
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320