زراو یوه شپه (الپی لیلا ) کیسې ته یوه کتنه

زمری محقق

464

( زراو یوه شپه یا هزارو یک شب ) نومی عربی اثر، د نکلونو یوه غټه مجموعه ده چی د نړۍ په یو شمیر زیاتو ژبو ژباړل سوی دئ .

 په پښتو ژبه کی د دې اثر د موجودیت تشه د ډیروخت راهیسي موجوده وه ، که څه هم دا کتاب پخوا الا ملا نعمت الله ( چی په ۱۹۲۹ م کال کی مړ سوی دئ ‍) په مثنوی نظم اړولي او د سر دار کهر سنګ په سنګی چاپخانه کی په پیښور کی چاپ سوی دئ .

له نیکه مرغه دغه  تشه اوس ډګه سوی او دا کتاب د کاندید اکادمسن مرحوم محمد انور نومیالی او ښاغلی محمد معصوم هوتک په زیار او زحمت په لسو ټوکونو کی چاپ سوی دئ .

مرحوم نومیالي کابو نیمه پیړۍ پخوا لا د عربي متن څخه د دې کتاب ژباړی ته لستوڼی را نغښتی ول او د هغه وخت د کندهار د طلوع افغان په ورځپانه کی یې یوه یوه برخه چاپوول چی له بده مرغه د هغه وخت د اطلاعاتو او کلتور وزیر ( سید قاسم رشتیا ) د مزخرفاتو په نو م د دې نکلونو د خپرولو لړۍ بنده کړل .

تر هغه ځایه چی می دغه لرغونی فلکلوری کیسې او نکلونه چی یو له بله سره د ځنځیر د کړیو په څیر اړیکي لری ، لوستی دی ، دا راته په ډاګه سوی ده چی د (زراو یوه شپه ) کیسه که څه هم د یوه تاریخي اثر په توګه ، ارزښت نه لری ،

خو د هغې زمانې د خلکو د رسومو، عاداتو ، روا جونو ، فلکلوری ارزښتونو او د ژبی د ځانکړیو اصطلاحاتو د ساتلو او بیانولو په برخه کی د زیات اهمیت وړ کڼل کیږي .

دا اثر په حقیقت کی د ختیځی نړۍ د عوامي نکلونو یوه مجموعه ده چی نیټه یې د لسمی میلادی پیړی څخه را پیل کیږئ او تر پیځلسمی پیړی پوری بشپړیدو ته رسیږئ ‍.

مرحوم نومیالی د دې اثر د ژباړلو اصلی انګیزه داسی بیانوی :

« … څه د پاسه څلور لسیزی وړاندي ما د( الف لیله و لیله) کلاسیک اثر یوازی په دې نیت را ترجمه کاوه چی په پښتو کی د لیک لوست له خپریدو سره مرسته وکړی خو دا چی نن ئې بیا ما د ترجمې او تهیې په کار لاس پوری کړی دی نو به لسانی لحاظ می عمده هدف دا دی چی په دې وسیله د پښتو ژبی د لغاتو ، کلماتو ، اصطلاحاتو ، عباراتو او نورو رنګارنګ خصوصیاتو بډایه زیرمه زموږ د باشلی ولس دپاه په ژوندی توګه خوندی وساتل سی . »

د ( زراو یوی شپې) په نکلونو کی شعرونه هم ویل سوی دئ . چی دواړو لیکوالانو (ښاغلی معصوم هوتک او مرحوم محمد انور نومیالی ) په خورا مهارت نوموړی نظمونه په پښتو نظم سره اړولی دی .

زه ویاړم چی دا کتابونه ما (زمری محقق ) ته د مرحوم نومیالی او ښاغلی معصوم هوتک په لاس ، ډالی سوي دئ .

د زر او یوې شپې داستان یا نکل دا سی پیل کیږی :

وائی چی په تیره و زمانو کی د ساسانیانو د کهول له غټو پاجهانو څځه یو لوی پاچا وو چی د هند او چین د ټاپو ګانو په سیمه کی ئې خپله پا چهی کوله ده ته خدای دوه ګلالي زامن ورکړی وه مشر یې شهریار نومیدی ، په میړانه کی غښتلی وو .

دی د پلار تر مړیني وروسته پاچاه سو . کشر ورور یې شا زمان نومیده چی هغه هم په سمرقند کی پاچهی چلوله .

د شلو کلونو په اوږدو کی دې ورونو یو او بله سره ونه لیدل . یوه ورځ مشر ورور ته د کشر ورور د لیدلو تلوسه پیدا کیږی نو خپل وزیر ته امر کوی چی ژر تر ژره به ځئ  زما کشر ورور به راته راولئ .

دی همداسی کوي او کشر ورور یې( شازمان )هم په خوښۍ سره کاروانو نه چمتوکوی او د ورور په لور حرکت کوئ باجې ږغیږئ ، ډولونه وهل کیږئ کاروان روان دئ .

 شازمان ته یو شی ور په زړه کیږی چی باید بیرته کورته ولاړ سئ او هغه راو واخلی ، نو پرته له دې چی چاته ږغ وکړی  خپوچوپ  یوازی تر خپلی ماڼۍ پوری ځان را رسوي .

کله چی قصر ته ننوزی نو داسی څه هلته ویني چی هیڅ باور یې نه کاوه دي خپله میرمن (ارتینه ) د یوه تورپوستی مریي  په غیږ کی ویني د موسیقی محفل هم ګرم دی ، مریان او مینځیانی په فیشنی کالو کی نڅاوی کوی  . د شازمان پر سترګو توره شپه کیږی او د ننګ د پرځای کولو لپاره یې توره راباسی د خپلی ماینې او انډوال یې ، دواړو سرونه پریکوی . او بیرته د کاروان په لور حرکت کوی درسیدوسره سم یې په همدغه توره شپه کاروان ته د حرکت امر وکړئ څو چی د مشر ورورد پاچهی دربار ته رسیږي .

 ورور یې هم تود هرکلی کوی او هره ورځ د ده په ویاړ د خوښۍ مجلسونه او جشنونه جوړوی . خو شازمان ته چی زړه یې د ګرومه ډک وو هیڅ شی خوند نه ورکاوه ، ورځ په ورځ یې مخ ژړیدی او د خوب او خوراک څخه لویدلی وو .

ورور یې پوښتنه ځنی کوي چی څله خقه یې ؟

 دي یوازی دومره وایی چی زما ګروم د دني څخه دی مشر ورور یې ورته وایی چی راځه نن به دباندی ښکار او د کبانو نیولو ته ولاړ سو څو طبعیت دی سم سئ .

خو شازمان موافقه نه ورسره کوی مشر وور یې یوازی ځی دی په کور کی پاته کیږي .

 په ښار کی ډنډوره وهل سوی وه چی پاچا د خپل ورور سره دباندی ښکار ته تللی دئ .

شازمان چی په خپلو غمونو کی غرق د کړکی خوا ته ننداره کوله که ګوری چی د حرامسرای دروازه خلاصیږی او ټوله سینګار سوی ښخی او مریان د فوارو پر شاوخوا عیش او عشرت پیل کوی او د پاچا(شهریار) ماینه هم د خپل یار ځانته رابولي ټوله په داسی مستیو او چړچو کی غرق دي چی مؤ منانو ته په دې دنیا ناروا او په هغه دنیا روا دی .

د دې صحنو په لیدلو سره دده د ننګ خروښ کښته کیږی او غم یې پر یوه مخ د زړه څخه وزی .

کله چی یې ورور د میلی څخه راغلی وینی چی د شازمان بڼه ځای ته راغلی خوراک او څښاک یې پیل کړی دی ….

نو ورور یی سمدستی پوښته ځنی کوي چی په څه شی دی طبعیت سم سو ؟

 دی په ځواب کی ورته وایی:

 تر هغه ځایه چی خبره زما د څیرې د ژړیدو او خوابدی سره  اړه لری هغه زه تاته وایم  چی زه ولی خفه وم .

خو دا چی زما بڼه او څیره ولی بیرته ځای ته راغلی ده نو زه یې د ویلو څخه بخښنه غواړم هغه نه درته وایم .

کله چی ده  دخپلی ماینی د وژلو ټوله نکل ورته وکړ .

 نو ورور یې په خدای قسم ورکوی چی ستا د طبعیت د بیرته جوړیدو بیان هم راته وکړه .

خو وروسته د ډیر ټنیګار څځه شا مان ټوله کیسه ورته کوی .

پاچا وایې زه غواړم د ا پیښه په خپلو سترګو ووینم .

نو یی یو ځل بیا آوازه خپره کرل چی پاچا په ښکار او سفر ولاړی .

خو دی او ورور یې بیا هم په کور کی پاتیږي او د غه جریان د سر په سترګو ګوري لکه ورور چی یې ورته ویلی وه دا جریان بیا هم کټ مټ هداسی ترسره کیږی .

بیانو دوی وایې چی موږ باید نور دا ځای پریږدو او داسی ځای ته ولاړ سو چی هیڅوک مو ونه ویني او که دا کار نه کوو نو تر دی مو مرګ ښه دئ .

په دی ډول د شپی د تیاری څخه په ګټه اخستلو سره په پته د دربار څخه ووتل دا چی پر لاری څه ور پیښ سول تر دی به هم تیرسوو .

 په پای کی شهریار او ورور یې دواړه بیرته شاهی ماڼۍ ته را ستانه سول او هلته یې د خپلي ماینې په شمول ټوله مینځاني ، مرایان او نور ووژل .

تر دی ورسته نو شهریار د ښځو سره د ضدیت او عناد درجه ، د لیونتوب تر بریده ورسیدل .

د دې لپاره چی د یوې خوا یې د خپلي بد نامۍ مخه نیولی وی او له بله پلوه یې هوس پر ځای سوی وي نو داسی چل یې وسنجاوه چی هره شپه به یې د یوی نجلی سره واده کاوئ اوپه سبا سهار به یې وژني .

د غه شاهانه حکم تر دریو کلونو پوری وچلیدی ، خو وروسته نجونوی نه پیدا کیدلې . د خلکو شکایتونه پورته سول او زیات کسان ، چی لوڼي به یې درلودلی ، نورو ځایونو ته وګوچیدل .

په پای کی پاچا بیا خپل وزیررا غوړی او په جدی لهجه د شپې لپاره د نجلی غوښتنه ځنی کوی .

 وزیر په ديره پریشانی کورته را ځی خکه چی د نجنو پيدا کول نورګران کار ؤ . دی دوې لوڼي لري هغه د پلار د خواشنی حالت پوښتنه کوی بیا دی ټوله بیان ورته کوئ .

مشره لور یې چی ډیر کتابونه یې لوستی او دیره هوښیاره وه ،

پلار ته یې د شعر په ژبه داسي وویل :

ورته وایه هغه چاته            چه له ګرومه څــه نولیږي

خوابدی ابــــدي نه ده         چورت دی ولی په بــندیږی

لکه څنګه چی خوښي ده.      غـــــم هم هغسی تیریږی

دا زیاتوي : « ته مه خفه کیږه زه حاضره یم چی د یوی شپی لپاره د پاچا سره واده وکړم،

 زه به یا ژوند دلاسه ورکړم او یا به هم نور مسلمانان او بی کناه نجونې د دغه قربانی څخه وژغورم  . »

خو پر پلار چی دا ډیره پر ګرانه وه، نه یې ورسره مني په پای کی د لور د ټینګار او د پاچا ویره  د دې سبب سول چی په مات زړه خپله ګرانه لور باچاته ورولی .

لوریې ورته وویل کله چی دي زه پاچاته ورتسلیم کړم . بیا به نو زه په تاپسی څوک درولیږم چی دربار ته دی راولی او زه به یوه کیسه په داسی حال کی چی پاچا هم حاضر وی درته پیل کړم ښاایې دا کیسه ما هم د مرګ څخه وژغوري .

همداسی کیږی چی پلار یې را غلی نو لور یې یوه په زړه پوری کیسه را پیل کړل . شپه هم پخه سول کیسه لا نه وه خلاص سوی پاچاته یې هم خوند ور کړی وو . په پای کی پریکړه وسوه چی پاته برخه به یې بله شپه واوري .

 وزیر خپل کورته ځئ  سبا شپه بیا کیسه پیل کیږی . خو بیا هم کیسه نا تمامه پا تیږی لنډه دا چی د پاچا دا به زړه پوری نکل ډیر خوښ سوی دئ او په زړه کی وایې چی دا کیسه خلاصه سئ بیا به نو دا نجلۍ د نورو په شان وژني

 خو د وزیر هوښیاره لور هره شپه د نکل په دوام نوي نوي برخي ورته وایی چی دا جریان تر زر او یوې شپې پوری رسیږی .

ددی ټولو کیسو یادوني څخه،  د کتابونو د لنډي پیژندنی په چوکاټ کی د نه ځایدلو په خاطر ډډه کوم .

لنډه دا چی

په دا دومره زمانه کی د وزیر د لور (شهزادي) درې زامن د پاچا څخه وزیږیدل .

 د نکلونو د پای ته رسیدو سر سم شهزادی د پاچا مخته مځکه مچ کړل او ورته ویې ویل : « نن یوزر او یوه شپه پوره سول چی زه تا ته د اولنیو خلکو نکلونه کوم که دی اجازه وی ، اوس یوه غوښتنه درڅخه کوم . پاچا ورته وویل چی غوښتنه دي وکړه .

 شهزادي پر دایی ګانو ږغ وکړ چی زامن یې وورته را حاضر کړئ . یو یې پر پښو روان وو ، دا بل یې پر کونه ناست وو  ، دریم ئې ماشوم وو . دې ورته وویل چی دا دی زامن دی چی ما ونه وژنئ

پاچا ورته وویل چی په خدای قسم چی ما پخوا لا ته بخښلې وې او د وزیر( ستا پلار ) څخه مننه کوم چی د خپلي هوشیاری لور په وسیله یې ډېری نجوني د مرګ څخه وژغورلې .

بیانو پاچا په شانداره مراسمو د ښار لیکوالان ، خطاطان او مؤرخین را غواړی او امر ورته کوی چی دغه د یوزر یوی شپې نکلونه ټوله  هغسی چی ماینی یې ورته کړی دی ولیکی او نو م دي ( الف لیله ولیله ) پر کښیږدئ .

دا کتاب چی تر څلوښتمی شپې پوری د مرحوم کاندید اکادمسن نومیالی په ښکلی خط لیکل سوی لومړی ټوک یې په ۱۹۹۹ م کال کی او دوهم ټوک یې په ۲۰۰۴ کال کی په ماسکو کی د ده د زوم ډاکتر شیر حسن «حسن» په مرسته چاپ سوی دی .

پاته برخه یې ښاغلی محمد معصوم هوتک تر لسم ټوکه پوری دعلامه رشاد د خپرندوی ټولنی له خوا د استاد روهیال د کمپوز اوډیزاین په مرسته چاپ، کړی دئ پــــــای

زمری محقق

کوپنهاګن ۵/۲/۲۰۲۴ م

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.