په دی ورستیو وختو نو کی می ( د عبدالرحیم هاتف لیکونه ) نومی کتاب چی په ۲۶۰ مخونو کی د علامه رشاد خپرندویه ټولنی له خوا په ۱۹۹۶ م کال کی چاپ سوی دی ، تر لاسه کړ .
ټول متن :
د کتاب پېژندی د لـــړۍ ۲۴ کتاب :
د عبدالرحیم هاتف لیکونه (د عبدالظاهر څرک په نامه)
په دی ورستیو وختو نو کی می ( د عبدالرحیم هاتف لیکونه ) نومی کتاب چی په ۲۶۰ مخونو کی د علامه رشاد خپرندویه ټولنی له خوا په ۱۹۹۶ م کال کی چاپ سوی دی ، تر لاسه کړ .
په دغو لیکونو کی ، چی حاجی عبدالظاهرڅرک ته لیکل سوی دی، د نور معلوماتو تر څنګ یو لړ نا ویل سوی حقایق هم موندلای سی :
د کتاب په پیل کی د ښاغلی عبدالباری جهانی ، ښاغلی معصوم هوتک او واحد فقیری تبصیری را غلی دی چی څو جملی به یې د بیلګی په توګه درسره شریکی کړم :
جهانی : « مرحوم هاتف دا لیکونه په پر دېسی کی لیکی دی. سړی نه پوهیږی چی هغه څومره قوی حافظه در لودل او څونه زیاتو موضوعاتو ته یې په نسبتآ مفصله شکل اشاره کړی ده … زه یقین لرم چی چی د مرحوم هاتف دا لیکونه به ژر د پښتو د کلاسیکو متونو په کتار کی ودریږی . دا خبره به ډیره مشکله وی چی د کندهار په ټوله ادبي او علمی تاریخ کی می په دغه کچه شهکار نه وو لوستی …. »
فقیری : دی د مرحوم هاتف د لنډی بیوګرافی په ترځ کی لیکی : « په سیاسی لحاظ که څه هم هاتف صاحب د ویښ ځلمیتو غړی نه وو ، خو په کند هار کی د. ۱۹۵۰ په اولو کلونو کی د ویښ ځلمیانو د عمومی بند او ازار په جریان کی د حکومت تر څارنی او تعقیب لاندی وواو د سلطنت لپاره یو مظنون نا ارامه کس وو ….
هاتف په خپله بیوکرافی کی کاږی چی ډاکتر نجیب الله می کورته را غلی اوراته وې ویل چی ببرک کارمل غواړی چی لویه جرګه دایره کړی او خواهش کوی چی تاسو یې « اداری ریاست » پر عهده واخلی . هاتف لیکی ما ډیر اصرار وکی ، خو ډاکتر نجیب الله ویل چی باید «خالی لاس » ستاسو له کوره ونه وځو . هاتف د همدی هکاریو یو بل علت « په ملک کی د کشتار او وینو تویولو » څخه د نجات یوه هڅه وه. خو ښایي د هاتف دزوی عبدلکریم شهادت هم روحآ دی دې ته اړ اییستلی وی چی مقام ومنی … »
محمد معصوم هوتک :« هاتف مرحوم د لیکنی خاص سبک درلود او د استدلال پیاوړی قوه یې هم ورسره مله وه . علمی تبحر او پراخه مطالعه یې هر هغه چاته ښه معلومه وه چی له ده سره به محشور او دده له لیکنو سره به بلد وو .»
حاجی عبدالظاهر څرک : « کله چی هاتف صاحب د ډاکتر نجیب تر سقوط وروسته هندوستان ته مهاجر سو ما دلیکونو له لاری دده سره ارتباط ټینګ کړ او بعضی لاینحله پوښتتنی می ځنی کړی دي چی ده په ډیر وضاحت د هغو جوابونه راته لیکلی دئ …. »
دغه کتاب په مجموع کی دشلو لیکونو مجموعه ده چی په بیلابیلو وختونو کی یې ښاغلی ظاهر څرک ته لیږلی او په هر لیک کی. یې بیلابیل اجتماعی سیاسی او تاریخی مفاهیم نغښتی دی د بیلګی په توګه :
پنــځم لیــک 🙁 ۲۲/۹/۱۹۹۷ )
په دې لیک کی هاتف صاحب څخه پوښتنه سوی ده چی زه نه پوهیږم چی ولی دین او سیاست سره بیلوي ؟ په مسلمانی کی دوی څه تاوان لیدلی دی ؟ که چیری دوی د مجاهدینو اعمال دلیل ګرځوی دا نو بیا بیله خبره ده ؟
ځواب :
« … د دې پوښتنی د تاریخی سیر او انکشاف په باب باید ووایم چی : اصلآ دا خبره یا په سیاست کی دا ډول انکشاف په مسلمانی اړه نه لری .
اسلامي نړی ته دغه ډول تفکر، پنځوس شپیته کاله وړاندی معرفی سوی دئ . اصلآ دا ډول مفکورې د مدنی اروپا د روشنفکرانو او حکماوو د فکرونو نه ستړی کېدونکو هاندونو ، ډیرو ناخوالو او ستونرو ګاللو په نتیجه کی چی کم از کم یې په دغه لاره کی تر دوو پیړیو زیاتی مودې په ترځ کی ډیری قربانی ورکړی دی ، منځ ته راغلی او اوس یې نو د تدریجی نفاذ دوې نور پیړی تیرې کړی دی چی دولت د کلیسا له منګولو څخه وتلی دئ .
تر هغه وروسته فکرونه آزاد سوی اود ذات البینی مناسباتو څخه تبعیض او امتیاز لیری سوی دی . د خلکو ژوندانه ته لاره خلاصه سوی او وړاندی تګ په برخه سوی دئ لنډه داچی دا خبره نوی نه ده دڅلورو پنځو پیړیو او ږد تاریخ لری .
مذهب یوه تاریخی مؤسسه ده په هغه کی د انسان تعلق خاص د الله تعالی سره وی . ژوند د آخرت د ګټو او خدای تعالی د رضا لپاره پر مخ بلېول کېږی د هغه مقصد له پاره د مځکی پر مخ هم اخلاقی معیارونه موجود دی چی اغلبآ شخصی او فردی جنبه لری . د ذات البینی معملاتو پرنسیبونه هم ورکوی اما ځکه چی جامعه او زمانه ولاړه نه ده تحول کوی وړاندی ځی وروسته ځی ، بدلونونه پکښی راځی. ، اجتماعی روابط هم پر یوه. حال نه پاتیږی ،نو داسی وختونه راځی چی پر پخوانیو ترازوګانو ،د بعدی زمانې د قیق تولونه سم نه راوزی او پخوانۍ مؤسسه بیا د عامو خلکو په خوښه معیارونه نه سی بدلولای .
نو نوی ژوند تر پخوانی مناسباتو لاندی ښه پر مخ نه ځی . په دغو حالاتو کی د اجتهاد ضرورت منځ ته راځی او د اجتهاد سره ټول پخوانی قدرتونه توافق نه کوی .
داو خت نو بیا د بدعت او سنتت لاینحله او لاینقطع جګړه منځ ته راځی چی روزانه ژوند دستونزو سره مخامخ کوی .
ته اوس وګوره تلویزیون او کامره په دې ګناه اعدامیږی چی تصاویرښکاره کوی یا جورړوی اما د حج له پاره پر پاسپورټ د یوه اسلامی مرکز د سفر په نیت باید عکسونه و نښلول سی .
ساز او طرب ممنوع اما نعتونه پر مقامونو او راګونو برابر ویل کیږی او اورول کیږی .
د دغه ډول تضادونو په منځ. کی ژوند کول خلک ودې ته اړ باسی چی خپله پاکه عقیده د مذ هب لپاره ، د آخرت لپاره او د خدای له پاره وساتی . اما د دنیایی معملاتو چارو او سیاستونو له پاره انسانی لاره غوره کړی….
اصلآ خبره په دی کی ده چی خلک ولی دین او سیاست سره بېلوی دا ځکه چی سیاست د انسانانو د ذات البینی روابطو او ضوابطو هغه اصول دی چی ضرورت و تعبیر او تفصیر ته نه لری ، په خپل لاس یې جوړوی او کله چی ناچله سی پر ځای یې بل قانون ، چی بیا یو څه وخت وچلیدلای سی ، جوړوی . دغه یې سهولت دی او معنی یې د دین او مذهب سره مخالفت نه بلکی له هغه څخه بېلوالی او استقلال دئ .»
مرحوم هاتف په دغه هکله ډیر علمی او مفصل توضیحات ورکړی دی چی د کتاب د دې لنډې معرفی په چوکاټ کی نه ځایږی .
دولسم لیک (۱۶/۷/۲۰۰۱) :
په دی لیک کی که د ښاغلی څرک او مرحوم هاتف د خصوصی او شخصی خبرو څخه تیر سو، هاتف صاحب لیکی چی « بله هغه خبره چی تا په مکتوب کی ورته اشاره کړې ده. هغه دا ده چی بڅرکي په خپل کتاب ( ویښ زلمیان ) کی د حکومت مداخلې د اتمی دوری په انتخاباتو کی یادی کړی او دغه ته یې ګوته نیولی ده چی ګویا هغه وخت کی د مرحوم شیخ صاحب (مقصد یې د ظاهر څرک پلارمرحوم عبدالغفور خروټی دی . د دې متن لیکونکی ) په ګټه او د رشاد صاحب په تاوان سوی دی .
تا زما څخه د هغه وخت د جریاناتو د مشاهد په توګه معلومات غوښتی دی او لیکلی دی دي چی غبار په خپل کتاب ( افغانستان در مسیر تاریخ ) په دوهم ټوک او پس مرګی چاپ کی هم دغه مطلب ته اشاره کړی ده . دا دی هم کښلی دی چی که زه د بڅرکی په تردید کی څه ولیکم .
زه به په دغه مورد کی خبره له دې ځایه پیل کړم چی :
د انسانی ټولنی تر ټولو لویه لاسته راوړنه دموکراسی ( دخلکود خوښي حکومت ) دئ . دا سیستم تر ټولو هغو سیستمونو چی انسان په تاریخ کی ورسره مخامخ سوی دی ، لکه مطلقه او بی قیده آزادی ( د ځنګله اصول او زور بالای زور )، شخصی استبدادی حکمتونه (کوم چی په افغانستان کی ډیر چلیدلی دئ ) د مسلک په نامه استبداد ( لکه د مذهبی استبداد ، کمونیزم ، د قوم په نامه د قومی تفوق حکومت او فاشیزم )او داسی نور دموکراسی ترمعقول او ددې زمانې د انسان وطبیعت ته ور نژدی سیستم دئ .
د ډموکراسی او حکومتونو د ډولونو په هکله ،د مفصلو معلوماتو ورکولو وورسته هاتف صاحب اصلی موضوع ته راځی او لیکی :
« تر دغه مقدماتی خبرو وروسته به زه د انتخاباتو د جریان او دهغه وشاته د جریان او د شیخ صاحب څه ډول او ولی په انتخاباتو کی ودرول سو، څه څه درته ولیکم . هیله ده چی ستا د پوښتنی ځواب سوی وی .
انتخابات شروع سول ، دهغه پرته چی د رایی ورکوونکو فهرست دی موجود وی . یادی د انتخاباتو مستقیله اداره موجوده وی . د انتخاباتو د قانون درک نه وو. انتخابات چی مهم اصل یې سریت دئ هغه د تذکرو په رویت په یوه ښکاره دفتر کی ثبتیدل .
شیخ صاحب او رشاد صاحب په خپله په صحنه کی حاضر وه .نورالحق خان به د هر چا تذکره واخستل او پوښتنه به یې ځنی وکړه : وچاته رایه ورکوی ؟
نورالحق خان البته چی د شیخ صاحب طرفدار وو . او دا رښتیا دی چی د رشاد صاحب له پاره رایه ورکوونکی ډیر راتلل ځکه یو خو دی یوه حزب ته منسوب وو او هغوی له بازار او کوڅو څخه خلک ورته را استول . شیخ صاحب دغه امتیاز نه درلودی .
دوهمه خبره داوه چی دڅو تنو ویښ زلمیانو د بندی کیدو په نسبت د رشاد صاحب له پاره خواخوږی هم پیداسوی وه . په عین حال کی رشاد صاحب هم څه بد شهرت نه درلود که څه هم د مرحوم شیخ صاحب په پرتله نه وو. مکر مجموع شرایطو ډیری رایی ورته راوړل.
خو اصلی خبره دا ده چی دغه عمل ته انتخابات نه سی ویل کیدای . رشاد صاحب خو د اظهار وجود له پاره مجبور وو چی کاندید سی اما شیخ صاحب ولی ؟
۱/ حکومت د خپل ټول خبرت او قدرت سره فیصله کړې وه چی له کندهار څخه د ویښ ځلمیانو د جملی څخه څوک رانه سی ، خکه نو هغو ته د انتخاباتو امکان باقی نه وو پاته چنانچه رشاد صاحب په هغه وخت کی عسکری خدمت ته جلب سو . نو که شیخ صاحب نه وای دا ځای بل چا ډکاوه او هغه به یقینآ لفظی اوعملی تجاوزات هم ورسره ملګری کړی وای.
آیا د بڅرکی دغه ارمان په زړه کی پاته دی ؟
د هغه وخت د حکومت د استبدادی پالیسی او انتخاباتو د جریان د بیلا بیلو بیلګو به ښودلو سره زیاتوی چی : « عبدالغنی خان ( دکندهار والی ) موقع وموندله چی هم د مرکز سیاست عملی کړی او هم نسب العین ته ځان ورسوی انجمن کمزوری سو . ویښ زلمی د کندهار څخه انتخاب نه سوو. حاجی ګل محمد خان له ښاروالی څخه و ایستل سو دا ټول اسانه په مسالمت امیزه توګه چی په زوره یې هم دغه کارونه کولای سوای …. دغسی عمل د خال محمد خسته سره هم وسو ، په داسی. حال کی چی هغه تر رشاد صاحب سپین ږیړی هم وو،عبد الاول قریشی ، محمودی ، او غوبار بندیان سول . دوی ټوله نه سول انتخاب او هیچا هم ونه ویل چی د دوی پر ځای څوک وټاکل سول ؟ هر شکایت چی ئې وو هغه یې د حکومت د غیر دموکراتیک عمل څخه وو …. د هغه چا سره چی مخالفانه چلند سوی دی هغه یاد سوی دی نه دا چی لکه محمد علم بڅرکی یا غبار چی لیکلی دئ چی د چا پر ځای څوک راوستل سوو ….
تا لیکلی دی چی زه د بڅرکی خبره رده کړم . زه پوښتنه کوم چی آیا هغه به د دغو مفاهیمو درک ولری ؟ (یعنی څه؟ د دې متن لیکونکی ) آیا د دغه مطلب تردید به دا معنی نه ورکړی چی نوری خبری یې نو سمی دی ؟ په داسی حال کی چی زه ورته ګورم نا حقه خلک یې د ویښ زلمیانو په لیست کی شامل کړی دی ( په داسی حال کی چی هیڅ یو مثال یې نه دی ورکړی . د دې متن لیکونکی )
او د خپل کتاب پر ۱۵۲ مخ ئې خپل قبله ګاه محمد انور اڅګزی ته دا افتخار ور په برخه کړی دئ چی د ملا خیر محمد اڅګزی په ملګرتیا يې د فرنګی میمه را تښتولې وه په داسی حال کی چی دغه خبره په دغه عصر کی د شرم موجب ګرځی .
( په داسی حال کی چی که د مرحوم محمد علم بڅرکی د ویښ ځلمیانو د کتاب ۱۵۲ مخ وکتل سی نو معلومه به سی چی دا یوازی یوه انګریزی ښځه نه بلکی نارینه انګریزی هم ورسره وو.
اصلی متن یې په نوموړی کتاب کی کټ مټ داسی لیکل سوی دی :
«… په ۱۹۲۸ م کښی کله چی د انګرېزانو په دسیسه د غازی امان الله خان او افغانستان پر ضد د سقاو په زریعه داخلی شورش روان وو ، ده (د محمد علم بڅرکی پلار حاجی محمد انور خان اڅګزی ) له انګریزی حکومت نه بغاوت وکړ او د ملا خیر محمد او ځینو نورو ملګرو په مرسته یې د چمن څخه یوه میمه او پېرنګی (انګریزی ښځه او انګریزی ) ریګستان ته و تښتول چی بیا د افغانی حکومات په وساطت او هدایت هغه یرغمل سوی کسان بیرته انګریزانو ته سالم او ثابت وروسپارل سول او پر ده باندی په غیاب کښې انګریزانو مقدمه وچلوله ، په سقاوی کښی دی ( محمد انو اڅګزی ) او مولوی بهرام خان اڅګزی ، سره د یو شمیر نورو قومی مشرانو د غازی امان الله خان په حمایت په جکړه بوخت سول څو دښمن یې د کندهار څخه وایست . په دې وخت کی غازی محمد نادر خان کابل فتح او خطبه یې د ځان په نامه وویله بیعت یې لاسته راوړ نو د کندهار مبارزینو هم خپل بیعت ور ولیږه او اعلیحضرت محمد نادر خان هم دی ملکی فرقه مشر مقرر کړ .» ( د دې متن اقتباس کوونکی زمری محقق )
مرحوم هاتف زیاتوی چی:
د غبار صاحب د تاریخ دوهم جلد دلته په ټولو سالمو قضاوتونود تاریخ تر درجی کښته ارزیابی سوی دي . (نه پوهیږم د سالم قضاوتونو څخه یې مقصد څه دی خو کوم سند یې هم نه دی ښودلی .( ددی متن لیکونکی )
په پای کی د ښاغلی څرک څخه منندوی یم چی د کندهار دپیژندل سوی علمی منور شخصیت عبدالرحیم هاتف د افکارو انعکاس یې ددې کتاب د شلو لیکونو په چوکاټ کی د هیوادوالو د تنویر په مقصد چاپ او خپور کړی دی .
د هاتف صاحب روح دی ښاد وی . د کتاب او مطالعی مینوالو ته یې د لوستلو سپارښتنه کوم .
زمری محقق
کوپنهاګن
۱۹/۴/۲۰۲۳
***************************************
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.