مرکه: -نوروز څنګه د کرکټ مینه وال شو؟

مرکیاله: شبانه پوپلزۍ

1,338

 نوروز څنګه د کرکټ مینه وال شو؛ په دې مرکه کې یې له ده واورئ!

نن سبا چې افغانستان کې کومه سپورتي لوبه زیات مینه وال لري او د افغانانو د خوشحالۍ او مسکا لامل کېږي، هغه د کرکټ لوبه ده. په دې مرکه کې مو د کرکټ په اړه د کرکټ پخوانی لوبغاړی او اوسنی د توپ وهنې روزونکی نوروز منګل څه نا څه پوښتلی، چې دا څنګه کرکټ ته راغی، دا مزل یې څنګه پای ته ورساوه او اوس د کرکټ له پاره په کومو کارونو لګیا دی؟ په دې مرکه کې یې ولولئ چې نوروز څه وایي.

مرکیاله: شبانه پوپلزۍ

مرکه کېدونکی: نوروز منګل

شبانه پوپلزۍ: منګل صیب د لومړۍ په پوشتنې په توګه که راته و وایاست؛ کرکټ مو څنګه او کله پیل کړ؟ ایا له ماشومتوبه د کرکټ مینه وال وې، که څنګه؟

 نوروزمنګل: کرکټ مې په پاکستان هغه مهال چې موږ هلته مهاجر وو پیل کړ. په ماشومتوب کې خو مې له کرکټ سره هېڅ کومه علاقه نه درلوده، بلکې ځینې وختونه به مې د تلویزیون پر پاڼه کرکټ ته سخته غوسه راتله، ځکه ما به کارتون کتل او کله به چې د کرکټ لوبه وه زما د کارتون مخه یې نیوله، خو کله چې په ۱۹۹۲ کال عمران خان نړیوال جام وګاټه؛ په دې سره په پاکستان کې د کرکټ مینه وال زیات شوه او کرکټ رشد وکړ. ما به هم لومړی فوټبال کاوه، خو دا چې کرکټ ورځ تر بلې د رشد په حالت کې و، موږ هم یوه ورځ دا لوبه پیل کړه. موږ به له پلاستیک یا هم ټوټو څخه توپ جوړاوه، د بېلچې له لاستي یا کوم بل لرګي به مو بېت جوړ کړ او کرکټ به مو کاوه، ځکه هغه مهال اقتصاد هم ښه نه و او وسایل هم نه وو؛ نو پیل مو له دې ځایه کړی.

پوپلزۍ: ملي لوبډلې ته څه وخت غوره شوې او لومړنۍ نړیواله لوبه مو له کوم هیواد سره وه؟

منګل: کله چې په ۱۹۹۸ کال خوست ته راغلم، له هغه ځایه د ولایتي لوبو له لارې کابل ته راغلم او د  ولایتي لوبو په پای لوبه کې مې سل منډې جوړې کړې او د کندهار له لوبډلې مې لوبه وګټله بیاد ملي ټیم له پاره شپږویشت کسیزه لوبډلې ته وټاکل شوم او بیا له هغه وروسته شپاړس کسیزه لوبډله کې غوره  شوم، چې په دې ډول د ملي لوبلې غړی شوم. او لومړنۍ نړیواله لوبه مې په ۲۰۰۹ ز کال  د سکاټلند خلاف وه؛ په جنوبي افریقا کې چې دا زموږ له پاره لومړۍ پنځوس اوریزه لوبه وه.

Attaullah khogyani on Twitter: "@ICC @T20WorldCup نوروز منګل دروند شخص دی" / Twitter

پوپلزۍ: کله چې ملي لوبډلې ته غوره شوې، څه احساس مو درلوده؟

منګل: ډېر زیات خوشحاله وم او کله چې اوس هم تاسې ته د هغې لحظې خبره کوم احساساتي کېږم،دا مې د ژوند یوه غوره شېبه وه، ځکه مخکې د ملي لوبډلې له غړیتوبه زه د پاکستان او بنګله دیش د لوبې نندارې ته د ننداره چې په حیث په ډېرو ستونزو تللی وم، خو کله چې د ملي لوبډلې غړی شوم په خورا شان او شوکت سره د پېښور هماغه لوبغالي ته ولام او لوبې مې په کې وکړې، دا راته ډېره د خوښۍ شېبه وه.

پوپلزۍ: زما چې یادیږي، تاسې به په ټیم کې په لومړي یا دوهم پوزیشن کې لوبه کوله ایا ترې راضي وئ او که مو خوښېده چې په بل پوزیشن کې لوبه وکړئ؟

منګل: په لومړي سر کې خو مې په لومړي پوزیشن کې لوبه کوله او د لوبې پیلونکی وم؛ وروسته مې چې تجربه پیدا کړه، لوبې مې وکړې او روزونکي غوښتل په ټیم کې داسې یو څک وي، چې تر اخره ویکټ وساتي د دې وړ یې زه وګڼلم ځکه به مې بیا په دوهم پوزیشن کې لوبه  کوله او دا تغیر د ټیم له پاره وه او زه خوښ یم له دواړو پوزیشنو الحمد لله هم مې لومړي او هم دوهم پوزیشن کې د افغانستان له پاره ښې لوبې کړي.

پوپلزۍ: په ټیم کې مو ښه ملګری څوک و؟

نوروز منګل : د غوراوي په سياليو کې يوه نوي پلان سره ګډون کوو – Pajhwok Afghan News

منګل: په ټیم کې خو موږ ټول ښه ملګري وو؛ خو د خاصو ملګرو خبره چې تاسې وکړه، اکثره به چې موږ راز سره ویلې او هره خبره به مو شریکه وه، هغه کریم صادق، نبي عیسی خېل او اصغر افغان وو.

پوپلزۍ: له کرکټ څخه مو د استعفا په وخت کې احساس څه وو؟

منګل: دا باید ومنو چې هر لوبغاړی باید یوه ورځ استعفا وکړي، خو دا پریکړه ډېره سخته هم ده بیا ماته بېخي ډېره سخته وه، خو کله چې زما د خوښې لوبغاړي د هندوستان سچین ټندوکر له کرکټ څخه استعفا وکړه؛زه یې حیران کړم او ماته یې هم دا پریکړه اسانه کړه او دا احساس یې راکړ، چې خپل ځای باید ځوانانو ته پریږدو او ځوانانو لوبغاړو ته موقع ورکړو.

پوپلزۍ: منګل صیب دا که راته و وایاست چې په نړیوال جام کې د لوبډلمشر او غوراوي کمېټې تر منځ اختلافات په کومو موضوعاتو وو، لوبډ لمشر نبي عیسی خېل د استعفا پر مهال ویلي لوبډله یې په خوښه نه ټاکل کېده او هغه تیاري چې باید د نړیوال جام له پاره نیول شوی وای دوی داسې کومه تیاري نه لرله؟

منګل: د دې پوښتنې ځواب خو مو ما سره نشته، خو دومره درته ویلای شم، چې د لوبډلمشر، روزونکي اوغوراوي کمېټې د مشر خبره باید یوه وي او دوی باید سره په یوه نظر وي؛ تر څو یوه ښه او پیاوړې لوبډله جوړه کړي. زما په اند که نبي ګیله کړې، شاید د دوی تر منځ به همغږي نه وه او دا پوښتنه باید د کرکټ بورد له مشرانو وشي هغوی به تاسې ته ښه ځواب درکړي، چې په داسې اساس وخت کې ولې داسې وشوه چې لوبډلمشر استعفا وکړه او دا خبره یې په رسنیو کې وکړه او زما په شخصي نظر هم دا ښه کار نه وو شوی ځکه د دې ګډوډۍ پایله تاسې خپله ولیدله.

پوپلزۍ: ستاسې په اند د کرکټ بورد او لوبډلمشر یا روزونکي تر منځ دا ډول ستونزې دا لوبډلې په نورو لوبغاړو هم منفي اغېزه کوي که نه؟

منګل: بلکل دا په لوبډله ډېره بده اغېزه کوي، ځکه که یوه لوبډله منظمه نه وي هغه په میدان کې چې څومره هڅه وکړي کومه لاسته راوړنه نه لري، ځکه په پښتو کې یو متل دی، چې په جنګ کې اس نه زین کېږي. چې لوبډله دې منظمه نه وي ته به په لوبه کې لوبډله منظموې او که به لوبه کوې، نو که یوه لوبډله په نړیوال جام کې لوبې کوي، په کار ده چې یو کال مخکې ورته لوبغاړي غوره شي، کار پرې وشي او پلان جوړ شي، نو کومې خبرې چې نبي کړي کاشکې داسې څوک وای چې تاسې ته یې ځواب ویلی وای.

پوپلزۍ: کله چې لوبه ګټل کېږي او یا بایلل کېږي، د هیوادوالو منفي او مثبتې خبرې پر لوبغاړو منفي اغېزه کوي که نه؟

منګل: دا خو په ټوله نړۍ کې یو حقیقت دی، کله چې لوبه ګټل کېږي هیودوال خوشحالېږي او تود هرکلی دې کوي، تشویقوي دې، خو کله چې لوبه نه ګټل کېږي هیوادوال خپه کېږي او نیوکه کوي او باید خپه شي او سالمه نیوکه وکړي، ځکه حق یې دی، خو باید ډېرې سپکې سپورې ونه ویل شي، ځکه دا بیا په لوبغاړو یو څه تاثیرات لري، خو موږ همدا هم لوبغاړو ته وایو چې باید دې خبرو ته فکر ونه کړي.

پوپلزۍ: منګل صیب تاسې اوسمهال د ملي ټیم د توپ وهنې د برخې له روزونکو څخه یاست او زموږ د لوبډلې ډېرې ستونزې د توپ وهنې په برخه کې دي او ډېرې لوبې مو د ناسمې توپ وهنې له امله بایللي ایا دا مسؤلیت تاسې او بل روزونکی په ځان منئ او یا دا چې تاسې سم پلان ورکوئ او لوبغاړي له حوصلې کار نه اخلي؟

منګل: توپ وهنه په کرکټ کې یو سخت کار دی، ځکه دا امکان لري، چې په اول توپ اوټ شي، خو توپ اچونکی بیا ډېر چانس لري، په یوه توپ یې که شپږیزه راشي کېدای شي نور توپونه خپل سم کړي، خو د توپ وهونکي له یوې تېروتنې وروسته بله موقع ورته نشته. خو بیا هم په دې برخه کې موږ ډېر کار کړی او تاسې وینئ، چې د پخوا په پرتله اوس ډېر تغرات راغلي او لا هم موږ لګیا یو او په تخنیکونو کار کوو.

پوپلزۍ: منګل صیب په تیم کې مو لوبه کړې، د غوراوي کمېټې مشر وې او اوس هم د توپ وهنې روزنکی یاست کومه دنده درته ډېره په زړه پورې وه؟

منګل: داسې دی چې کرکټ د چلنج او مقابلې لوبه ده او هر لحظه یې جلا خوند لري، زه یې داسې کوم تفکیک نه شم کوی او هره لحظه راته جلا خوند لري او په زړه پورې ده.

پوپلزۍ: دا راته ویلی شئ یا معلومات لرئ، چې وروسته له محمد نبي څخه به څوک د شل اوریزو لوبو لوبډلمشر ټاکل کېږي؟ ایا کرکټ بورد کوم تصمیم نیولی که نه؟

منګل: دا پریکړې خو کرکټ بورد کوي، خو زما په اند نجیب ځدران ښه دی، ځکه د شل اوریزو لوبو د لوبډلمشر مرستیال پاتې شوی او وړتیا لري او کوی یې شي نور نو کرکټ بورد پوه شه او پریکړه یې چې هر څوک ټاکي.

پوپلزۍ: منګل صیب څو اولادونه لرئ؟

منګل: الحمد لله شپږ اولادونه لرم، چې درې زامن او درې لورانې دي.

پوپلزۍ: اولادونه مو څه بوختیا لري ایا زامن به دې هم کرکټ ته مخه کړي که نه؟

منګل: زامن مې ښوونځي کې دي او کرکټ هم کوي، منځوی زوی مې له کرکټ سره ډېره علاقه لري او ښه استعداد هم لري او لورانې مې ښوونخي ته هم ځي او دیني زده کړې هم کوي.

پوپلزۍ: منګل صیب د کرکټ له مینه والو مو غوښتنه څه ده؟

منګل: خپل اتلان دې تل په دعاګانو کې یاد ساتي او تل دې دوی تشویقوي. د لوبې د ګټلو یا بایللو په دواړو حالاتو کې باید وستایل شي ځکه لوبه خو ګټل او بایلل دواړه لري.

پوپلزۍ: منګل ډېره زیاته مننه چې خپل قیمتي وخت مو موږ ته راکړ.

منګل: هیله کوم له تاسې هم مننه!

یادونه: په دې مرکه کې مو له ښاغلي منګل څخه څه نا څه معلومات ترلاسه کړه، موږ به هڅه وکړو چې د کرکټ بورد تر منځ د شته ستونزو په هکله د کرکټ بورد له رییس ښاغلي میرویس اشراف سره هم مرکه ولرو او تاسې درنو لوستونکو ته یې په بله مرکه کې وړاندې کړو.

        افغان کرکټ بورډ نوروز منګل د غوراوي کمېټې مشر وټاکه

         ‍

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.