د پوهنې وزارت نن د هېواد په سړو سیمو کې د دولسم ټولګیو له نجونو زدهکوونکو د فراغت کلنۍ ازموینه واخیسته.
د ښوونځیو د یوشمېر نجونو زدهکوونکو په وینا، دغه کلنۍ ازموینه نن چهارشنبه د لیندۍ ۱۶مه د ټولو درسي مضمونونو په ګډون په یوه ورځ ترې اخیستل شوې ده.
خو د پوهنې برخې کارپوهان د دولسم ټولګیو له نجونو زدهکوونکو څخه له درس ویلو پرته د ازموینې اخیستل، د هېواد د پوهنې نظام په زیان بولي.
د پوهنې وزارت پخواني مرستیال صدیق پتمن له درس ویلو پرته د دولسم ټولګیو له زدهکوونکو د ازموینې پر اخیستو نیوکه کوي او وايي، د دغه ډول ازموینو اخیستل، نجونې زدهکوونکې د خپل ظرفیت لوړولو لپاره هڅو کولو څخه زړه توري کوي.
نوموړي وویل: «دغه ډول ازموینې د پوهنې پر زیان دی او زدهکوونکې زړه تورې کوي چې هېواد کې د زدهکړو پر کیفیت اغېزه کوي او اسلامي امارت باید د نجونو پر مخ ښوونځي پرانیزي.»
په ورته وخت کې یوشمېر نجونې زدهکوونکې اسلامي امارت څخه غواړي چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو زدهکوونکو پر مخ ښوونځي پرانیزي.
د دولسم ټولګیو ازموینه کې ګډونکوونکې سیما وايي چې نجونو زدهکوونکو ته باید د زدهکړو زمینه برابره شوې وای چې نه ده شوې او اسلامي امارت باید له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي پرانیزي.
له دې سره د دولسم ټولګي زدهکوونکې مریم چې نن یې د واده مراسم دي، وايي، د خپل واده پر ورځ ښوونځي ته راغلې، څو د دولسم ټولګيو د نجونو زدهکوونکو ازموینه کې ګډون وکړي.
نوموړې وویل: «همداوس ټول مېلمانه هوټل کې دي او د واده مراسم مې په شروع کېدو دي او نن غرمه مې کابل کې د واده مراسم ترسره کېږي، خو وغوښتل چې له واده مخکې د ښوونځیو ازموینه کې ګډون وکړم چې دا مې یوه هیله وه.»
د مریم پلار شېرمحمد وايي، د درسونو د دوام لپاره تل خپلې لور څخه ملاتړ کوي. د نوموړي په وینا، نن غرمه یې د لور واده دی او نوموړي هغه ښوونځي ته راوسته، څو ازموینه کې ګډون وکړي.
د نجونو زدهکوونکو په وینا، دولسم ټولګيو د زدهکوونکو ازموینه کې له ۱۴ درسي کتابونو څخه ۱۴۰ څلور ځوابه پوښتنې مطرح شوې وې.
د پوهنې وزارت داسې مهال له درس ویلو پرته د دولسم ټولګیو له نجونو زدهکوونکو ازموینه اخلي چې د اسلامي امارت واکمنېدو راهیسې له شپږم ټولګي پورته نجونې زدهکوونکې ښوونځیو ته له تلو محرومې دي.
—————————————————————————————————–
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.