نامطلوب چلند او د کورنۍ دنده

نور الدین احمدزی

1,073

د کورنۍ دننه فضا او چاپیریال، او د والدینو تر منځ اړیکې کولای شي، چې د ماشوم د راتلونکي رواني او جسمي سلامتیا کې اغیز وکړي، او همدارنګه د هغه په راتلونکيو چلندونو او کړنو کې را څرګند شي. ځکه، چې ماشوم هر څه د محیط سره په تعامل یا اړیکه کې زده کوي. او په حقیقت کې ماشومان د خپل مور او پلار له کړنو څخه الګوه یا نمونه اخیستنه کوي، دا په دې معنا، چې ماشوم خپل والدینو کړنې ګورې، او بیا هماغه کړنې ترسره کوي، نه د هغوی خبرې، چې هغوی یې ده ته کوي. که والدین غوسه ناک او عصباني وي، نو په راتلونکي کې یې ماشومان هم د دوی په شان کیږي. او که چیرته والدین مودبه، با ډسپلینه او د خپل کار سره کار لرونکي وي، نو اولاد به یې هم د هغوی نه دغه کړنې په میراث وړي.

اوس هم هغه عوامل او لاملونه تر څیړنې لاندې نیسو، د کومو په سبب، چې په ماشومانو کې نامطلوب او ناوړه کړنې را منځ ته کیږي.

۱- نامطلوب یا ناوړه رفتار (سلوک) ته توجه یا پاملرنه کول:

ډېری وخت والدین د ماشوم له لورې نامطلوبه او ناوړه کړنې ته په غیر آرادي ډول توجه کوي، او د هغه دا نامطلوبه کړنه او عمل ته تقویت ورکوي. چې دغه رفتار بیا آدامه مومي او وروسته د کورنۍ لپاره سرخوږۍ جوړېږي. چې دا یو تر ټولو ستر او عمده لامل د ماشوم د ناوړه کړنو (رفتاري اختلالاتو) د ترسره کولو ده.
د مثال په توګه یو ماشوم د لومړۍ ځل لپاره یو ناوړه کړنه، مثلآ شخړه کول، ښکنځل کول او یا د نورو په حق تیری کوي، نو ټوله کورنۍ یې تر خوا ناسته وي، او د ماشوم دغه کړنه په خندا او ساعتیري سره تقویت او تشویق کوي. چې په نتیجه کې ماشوم دا فکر کوي، چې زه دا کار ډېر ښه او عالی ترسره کوم، ځکه خو مې کورنۍ تر څنګ ده، او ما نور هم تقویه کوي. د ماشومانو د ناوړه رفتارونو د رامنځ ته کېدو لومړۍ پړاو همدا ده، چې دوی کله ناوړه عمل کوي، نو پر ځای د دې، چې هغه ترې منع کړای شي، نور هم د کورنۍ او د کورنۍ د غړو په واسطه ورته تشویق او ترغیب کیږي.

—————————————————————————————————–

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.