بریالي کسان څنګه فکر کوي

ژباړه: عطاء محمد میاخېل

523

ځای پر ځای درېدل له هغه څخه وېرونکی ثابتېدلای شي. کله چې باوري یاست، چې ماتې به وخورئ، نو احتمال یې ډېر زیات دی، چې له ماتې سره به مخامخ شئ. په یاد ولرئ، که چېرې پرمختګ ونه لرئ، نو داسې وګڼئ، چې ماتې مو خوړلې ده؛ له دې امله غوره ده، چې له خپلو فرصتونو څخه ګټه واخلئ.
لنډ مهالې موخې او اوږد مهالی لید ولرئ:
د بریالیو کسانو د فکر بڼه او اوږد مهالی لید ولرئ. که چېرې ونه پوهېږئ، چې چېرته ځئ، نو پایلې ته نه رسېږئ، دا موارد کولای شي، په دنده کې پرمختګ او ارتقا، د دندې بدلون او د یوه نوي کار و بار پیل وي، مخکې تر دې، چې خپلې لنډ مهالې موخې وټاکئ، تر ټولو لومړی له بریا څخه هغه اوږد مهالی لید یاد داښت کړئ، چې لرئ یې. هڅه وکړئ، چې له هغو څیزونو څخه روښانه او واضح انځور ولرئ، کوم چې غواړئ یې. دا کار د دې سبب ګرځي، چې له نورو څخه یو ګام وړاندې شئ. د بېلګې په توګه: که غواړئ، چې د خپل شرکت موخې وټاکئ، نو هرومرو دا مشخص کړئ، چې په پنځو راتلونکو کلونو کې مو شرکت له کاري، کړنیز او موقعیت له پلوه په څه وضعیت کې وي، دا کار ستاسو د انګېزې له خوندیتوب او د کاري ټیم له همغږۍ سره مرسته کوي.
د قوانینو له بدلون څخه مه وېرېږئ:
د موقعیتونو د رامنځته کېدو له پاره له خپلو شخصي ځانګړتیاوو څخه ښه ګټه واخلئ او اجازه مه ورکوئ، چې نور مو وړتیاوې له منځه یوسي. معمولاً هغه کسان، چې له خطرې منلو سره مخالف دي، ډېر کم بریا ته رسېږي، خو هغه افراد، چې د خطرې منلو ورحیه لري او هغه اشخاص چې مبتکر، خوځنده او مبارزه غوښتونکي دي، دا نو هغه کسان دي، چې نړۍ ته بدلون ورکوي. بریا د پایښت، وړتیا او ابتکار له کبله را منځته کېږي، له دې امله که چېرې غواړئ، چې په خپله دنده کې پرمختګ وکړئ، نو غوره ده، چې لږ له چار چوکاټ څخه بهر شئ.

د خپل زړه خبرې ته غوږ ونیسئ:
کابو موږ ټول، کله چې غواړو کوم کار ترسره کړو، نو ټول اړخونه یې په پام کې نیسو او په اړه یې ښه فکر کوو. دا کار سم دی، خو کله وخت ډېر فکر کول، د دې سبب ګرځي، چې په تصمیم نیونه کې له شک او تردید سره مخامخ شو. ډېری وخت زموږ احساس کولای شي، په سمه تصمیم نیونه کې له موږ سره مرسته وکړي. که چېرې له شک او تردیده سره مخامخ شوئ، نو ستاسو لید کولای شي، تاسو ته په سم تګلوري لارښوونه وکړي؛ نو د خپل زړه خبرې ته غوږ ونیسئ او خپل احساس وپېژنئ.
اجازه ورکړئ، چې په ټولو کارونو کې مو مثبته انرژي جاري شي:
که چېرې ټاکل شوې وي، یو له هغو کارونو څخه، چې په اړه یې فکر مو کړی دی، عملي کړئ، نو باید په مثبت حس سره یې ترسره کړئ. د څېړنو پر بنسټ، د خوشالۍ احساس او بریا ته د رسېدو ترمنځ مستقیمه اړیکه شتون لري. هڅه وکړئ، چې د هرڅه ښه برخه ووینئ. که چېرې د خپل کار و بار په کومه برخه کې مو ماتې وخوړه، نو مه ناهیلي کېږئ او موضوع د ځان له پاره مه ستروئ، ځانته ووایئ، چې دا یوه کوچنۍ موضوع ده او کولای شئ، چې په ډېرې آسانۍ پرې غلبه وکړئ. ژوند ته د مثبت لید لرل، ستاسو له پاره ډېرې زیاتې مثبتې پېښې را منځته کوي، کله چې ګیلاس نیم ډک وینئ، نو دا کار تاسو سمې لارې ته بیایي. په حقیقت کې، ښایي بریا خپل په خپله ستاسو د نېکمرغۍ لامل نه شي؛ خو د یوه مثبت ذهنیت لرل، ستاسو په ژوند کې لا ډېرې بریاوې را منځته کوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.