د ښوونځيو تړلي پاتې کېدل؛ د افغان نجونو اوښکې

ګلالۍ ظاهر

899

د تېر کال د اګست په پنځلسمه چې کله طالبانو قدرت ترلاسه کړ، بېرته یې د خپلې لومړۍ دورې په شان قوانین رامنځته کړي، په ځانګړي توګه د ښځو د حقونو، د ښځو د کار او نجونو زده کړو په برخو کې یې دریځ سخت دی او محدودیتونو یې رامنځته کړي. د طالبانو له دې پریکړې ډيرې ورځې تېرې شوې، چې د شپږم ټولګي پورته یې د ښوونځیو دروازې تړلي او نجونې سرې سترګې له یوې دنیا هیلو سره بې برخلیکه په خپلو کورونو کې ناستې دي،  هیڅ نه پوهیږي چې ایا بیا به کله زده کړو ته اجازه ترلاسه کړي او که نه؟

افغان نجونو په تېرو کلونو کې په سختو کلتوري محدودیتونو کې خورا ښې علمي وړتیاوې ښودلي او د تعلیمي ډګر په مختلفو برخو کې ښې ځلېدلې دي.

 طالبان که څه هم ویني او دا اړتیا احساسوي، چې د نجونو تعلیم یو اړتیا ده او کله هم نه غواړي، چې خپله میرمن، خور او یا لور یوه نارینه ډاکټر ته د تداوۍ له پاره یوسي.

د طالبانو محدود شمېر شیخان او ملایان د لکونو نجونو د اوښکو بهولو لامل شوي او د زده کړو دروازې پرې تړلې دي. افغاني ټولنه اوس ښه روښنفکره خلک او مشران لري او څو ځایه مې اوریدلي او لوستلې دي، چې د نجونو مکتبونو خلاصیدو له پاره د سویل ختیځو ولایتونو، پکتیکا، پکتیا، خوست، په ختیځ کې د ننګرهار او کونړ، د میدان وردګو، هرات، ارزګان، بدخشان او یو شمېر نورو شمالي ولایتونو مشرانو د طالبانو له ځایي مشرانو سره په بیا بیا د نجونو تعلیم په اړه لیدنې کړي او له هغوی نه یې غوښتې دي، چې د نجونو ښوونځي خلاص کړي.

 دوی یې په دې پوهولي چې په ټولنه کې ښځینه ډاکټرو او نورو برخو کې تعلیم یافته ښځو ته اړتیا ده،  طالبان چې تر ډېره په محلي کچه د زده کړو مخالف نه دي، د دغه ډلې د رهبرۍ په کچه لا هم داسې کسان  حاکم دي، چې  هغوی د ښځو په اړه د خپل سخت دریځ له امله په خپله سرتمباګۍ ولاړ دي او د نجونو د زده کړو مخالفت کوي.

 د نړۍ غوښتنه همدا ده، چې طالبان دې نجونو ته د زده کړو حق او ښځو ته د کار کولو اجازه ورکړي. د بشري حقونو بنسټونو او ملګرو ملتونو په بیا بیا دا غوښتنې تکرار کړي او ټینګار یې کړی دی، خو تر اوسه یې کومه نتجیه نه ده ورکړي.

که له نړۍ پرته موږ خپلې ټولنې او فرهنګ ته یوه کتنه وکړو، تعلیم زموږ په ټولنه کې شرعي او هم ټولنیز جواز لري. اسلام وایي چې « تعلیم په ښځو او نر فرض دی» خو طالبان وایي، چې د ښځو تعلیم نا جیز دی او دوی د نجونو د زده کړو بندولو په اړه هیڅ شرعي دلیل نه لري. دا ډله تل کلتوري محدودیتونه او د شرایطو نه برابریدل د نجونو د مکتبونو د بندولو لامل په ګوته کوي، خو حقیقت کې داسې نه ده، ځکه چې په تېرو شلو کلونو کې د نجونو ښوونځي جلا او د هلکانو جلا و، په پوهنتون کې نجونو ته د زده کړو ښه چاپیریال برابر شوی و، آن ځینو خصوصي پوهنتونونو کې د نجونو له پاره ځانګړي درسي ټولګي جوړ شوې وو. افغانستان چې یوه سنتي ټولنه ده، هیڅ افغان پلار به له کور بهر نجلۍ ته اجازه نه وی ورکړي، که چیرې د زده کړو چاپیریال یې په شرعي او اخلاقي لحاظ خوندي نه وی.

 په میلیونو نجونې ښوونځیو ته تللې او په زرګونو نجونو په پوهنتونونو کې په زده کړو بوختې وې، دا یوازې د ښار نجونې نه وې، په دې کې اکثره یې د ولسوالیو او لرو پرتو کلیو نجونې وې، چې په زده کړو بوختې وې، آن ډیرې یې د کورنۍ غړو زده کړو ته بیولې او یا یې کورنیو ورته ځانګړی خوندي ترانسپورت برابر کړی و.

اوس چې طالبانو د نجونو د زده کړو مانع دي، خپله دوی زیان کوي او په راتلوونکي کې ټولنه تیارو ته بیایي. خپله ځانونه او افغانان ګاونډیو هېوادونو ته مجبوروي. لکه اوس چې افغانان ګاونډیو هېوادونو ته په ډېر زلیله توګه روان دی، هلته ناروغان وړي او تداوۍ کوي، دا راتلوونکي کې به هم د افغانان همداسې د زلالت ژوند وي، که چیرې د تعلیم درواې بندې وي.

 که طالبان د نجونو مکتبونو دروازې د خپلې لومړۍ دورې په څېر بندې وساتي، یوه ورځ به همدا طالبان مجبوریږي، چې خپلې میرمنې د ناروغیو پر وخت د درملنې له پاره نارینه ډاکټرو ته ور ولي، نو بیا به هغه وخت کوم ټولنیز او شرعي اصول مراعات شي او یا پر ځای شي، چې یوه د ولادي ناروغیو میرمن دې نارینه ډاکټر معاینه کړي؟

زه مې د خپلې کورنۍ، خپلوانو ډیرې نجونې په غم او ښادۍ کې وینم او یا ترې خبریږم، چې په خپلو کورونو کې د ښوونځیو بندیدو له امله ځوریږي، رواني ناروغې شوې دي او آن د ډېرو د ناهیلۍ اوښکې وچې شوې دي، دا ټولو هغو محصوم افغان نجونو حال دی، چې د ټولنې یوې برخې نارینه وو له خپلې حق څخه بې برخې کړې دي.   د خپلې خور اوښکو بهول هغه هم د شرعي کار پر سر چې « فرضي تعلیم» دی، دا اسلام په کوم ځای کې اجازه ورکوی؟ کوم ایت او حدیت په دې اړه شته؟ نه!  د نجونو زده کړو د ښوونځیو بندول کومه پښتو، کوم افغانیت او غیرت دی؟

زه د یوې خور او د وطن یوې ارمانجې بچې په توګه اوسنیو حاکمانو ته وریادوم، لکه څنګه چې یو کور بې ښځې نیمګړی دی همداسې یوه ټولنه د ښځې له نه شتون نیمګړې ده. د خپل وجود او خپلې ټولنې دا مهم غړی مه پرې کوئ او ما یې ماتوئ، دا ماته خپله ستاسې ماته ده. تاسې د اسلام خوږ پیغمبر محمد ص په نقش قدم کیږدئ او د خدای ج د هغه امر پر وړاندې مه خنډ کیږئ، چې رسول ص ته یې “إقراء”د لوستلو امر کړی و.

 

—————————————————————————————————–

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.