غزل

عزت الله ایاز

579
لوی د اضطراب څادر زما پر اوږو خور
یم د کربلا د یزیدي غمونو مور
درې زره سجدې مې درته وکړلې ساقي
څو شیبې لا پاته دي او څو ساعته نور
داو د دې دنیا او مافیها ورباندي ږدم
لږ مې خاموشۍ ته یاره ونڅوه شور
وا د زمانې لقمانه پام دي ورته سته
څه کافر خمار مې دی د خپل زړګي پر کور
څه مې د نظر په ترازو کې اچوې
ما سره ملګري مې جامونه دي نسکور
خدایه ته که هم حسن پرست نه یې نو بیا
ولې دي بېل کړی له جنته څخه اور
پړق وو په آسمان کې د برېښنا او یا که تا
سترګي کړلې خلاصي د تیاره موسم پر لور
ستا د کیفیاتو استفهام کړمه خراب
لاس مې رسېدلی تر امکانه وو په زور
زه د یوسف مخیو له کاروان سره روان
زه یمه ایــــازه د بلال په رقم تور

—————————————————————————————————–

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.