غزل

مصطفی امن

770
مړ په خپل ارمان د ژوند له شپو نه پاتی شوی یم
تلم په خپله لاره خو له تلو نه پاتی شوی یم
لاس او پښی ډیر وهم خو څه وکړمه ځوړند یم
زه پخپله خاوره له لویدو نه پاتی شوی یم
چغی می یوازی د زندان تر دیوالونو ځي
بند پخپل وجود کی له وتو نه پاتی شوی یم
مخته دی ولاړ وم د سبا افغانستان منظر
لمس نه شوم په فکر له لیدو نه پاتی شوی یم
ښی ډیری څپیړی د خزان سیلۍ راکړی دي
ګل پخپله څانګه له اغزو نه پاتی شوی یم
بل څوک دی زما اوستا تر منځ امن ته کار وکړي !؟
زه پدی امید له زمانو نه پاتی شوی یم .
م .امن

 


 

—————————————————————————————————–

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.