هغې ته؛ چي زه یې وبایللم

نقیب احمد قریشي

516

هغې ته؛ چي زه یې وبایللم:

زرغونې ته:

 موده کیږي چي له سترګو مي یې ورکه

زرغونې! ته یې زما د زړه ملکه

باد راالوتی ستا له کوره زموږ کور ته

خوشبویي دي باد راخیستې ده دې لور ته

ستا د سترګو مرغلري یې راوړي

نن خو بیا اور غاړي وتی دی و اور ته

زه یم داسي لکه ونه د سوړ مني

څو ښاخونه مي ساتلي دي و پور ته

بې ضرره ضرورت راته پیدا دی

زرغونې! اور را ګډ سوی په اروا دی

ستا د کوټي زموږ د ښار یاري مړه سوې

د دې ستنې د دې تار یاري مړه سوې

زما د خړ وطن واکدار خپل نه؛ پردی دی

د پنجشیر او کندهار یاري مړه سوې

کابل خپل غرور زموږ په پښو کي ایښئ

اوس زما او د دلدار یاري مړه سوې

د دعا شرنګا را تاو کړه زما تر غاړي

زرغونې! د سترګو زړه ژړا ته غواړي

مرګ نژدې، مرض را خپل له هري لاري

ته د بل، وطن د بل سو ګلنګاري

دوه خو نه دي، ډېر غمونه را په سر دي

پر سپېره مخ مي دي اوښکي لاري لاري

که دا ځلي راژوندی سومه نو ته به

راته ناڅې لکه شمعه کلانکاري

ته دي یې په امن امان درڅخه ولاړم

زرغونې! د خدای پامان درڅخه ولاړم

۵ اکټوبر ۲۰۲۲/کندهار

نقیب احمد قریشي

 

—————————————————————————————————–

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.