د طالبانو ظالمانه پالیسي؛ له هېواده د مسلکي کدرونو وتل

ګلالۍ ظاهر

317

۲۰۲۲ اګست ۵

د ۲۰۲۱ م کال د اګست په پنځلسمه چې کله پخوانی حکومت نسکور شو او طالبان د دویم ځل له پاره واک ورسیدل، په همغه ورځ لسګونه زره کسان له وطنه د تښښې لپاره په کابل هوایي ډګر ورمات شول، چې ځینو کسانو آن د طالبانو له ویرې د الوتکو په ټایرونو پسې ځانونه ونښلول او مرګ ته یې ځانونه ورکړل.

د طالبانو له بیا ځلي واکمنۍ سره له افغانستان څخه بهر ته یو ځل بیا د کډوالۍ څپه پیل شوې ده، چې هره ورځ یو ګڼ شمېر افغانان هېواد پریږدي او په سختو لارو بهر ته سفرونه کوي. په ځانګړي توګه افغان ځوانان، د ایران او ترکیې له پیاده سختو لارو وروسته بیا په خطرناک کوچنیو کښتیو کې اروپا ته د سر په بیه د ځانونو رسولو هڅه کوي. په تېر یوه نیم کال کې لسګونه زره کسانو هېواد پرېښی دی، چې ډيری یې د افغانستان لوستي، متخصص او مسلکي کدرونو وو.

د هېواد مختلفو پوهنتونونو له له درې سوو ډېر استادان، چې اکثرو یې ماسټرې لرلې او ځینو یې دوکتورا زده کړې بشپړې کړې وي هېواد پرېښی دی او کډوال شوې دي. په نورو بېلابېلو مسلکي برخو کې هغه ځوانان کادرونه چې په تېلو شلو کلونو کې په کور دننه او بهر یې په لوړه کچه زده کړې ترلاسه کړې وې او د هېواد مسلکي نیرو بلل کیده اوس په پردیو هېواد کې د کډوالو ژوند کوي.

طالبان چې څنګه واکمنان شول، په حکومتي کچه یې له وزارتونو نیولي، تر ریاستونو، امریتونو او مهمو مسلکي برخو څخه د پخواني حکومت مسلکي خلک لرې کړل او د خپلې ډلې اړوند د خپلې مفکورې خلک یې په حکومتي چوکیو کېنول، که هغوی د هغه بست او منصب لیاقت درلود او یا نه خو مهمه دا وه، چې هغه د دغه ډلې سره تړاو درلود او مدرسه یې لوستې وي.

د پوهنتونو یو شمېر استادان وایي، طالبانو په نورو حکومتي بنسټونو کې د کسانو لرې کولو او مقرریو ترڅنګ د هېواد په علمي او اکاډمیکو ادارو کې هم لاسوهنې پیل کړي چې د افغانستان د علومو اکاډمۍ په ګډون د دولتي پوهنتونونو رئیسان یې لرې کړي او د مسلکي کسانو پر ځای یې ملایان مقرر کړي او دغه راز په پوهنتونو کې یو شمېر نورو محدودیتونو ځینې استادان اړ کړي چې دندې خوشي کړي او هېواد څخه ووځي

 دوی د طالبانو له لورې د سخت چلند له ویرې، د بیکارۍ، اقتصادي او یوه نا معلوم برخلیک له امله کډوالۍ ته مخه کړي. دوی په خپل افغانستان کې د روښانفکر خلکو ورځ تر بلې ګوښه کول،  نظام ملا ټيپه جوړول او د نظام نا معلوم راتلونکي اړ کړي، چې په بهر کې  د ځان او کورنۍ لپاره ښه راتلونکي په هیله سفرونه او کډوالي غوره کړي. په تېره یوه کال کې ایران او ترکیې ته په قاچاقي لارو د تللو افغانان سره نا سم وضعیت او له هغوی سره د کډوالو د ټولو نړیوالو اصولو برخلاف سخت او غیرانساني چلند بوږنوکی و.

ځینې ځوانان مو په سمندر کې د ماهیانو خوراک شول. اوس چې اروپایي هېوادونو په کډوالو لارې او پولې تړلي او د کډوالو په اړه یې قوانین سخت کړې دي، خو بیا هم افغان ځوانان په خطروناکو لارو اروپا ته ځانونه رسوي. یو هم د روسیې او له هغې  وروسته د بیلاروس له لارې اروپا ته د د ځوانان تګ دی، چې له سخت خطر سره مل دی. لارې تړل شوي، خو خلک خطر قبلوي او مرګوني سفرونو ته یې ملا تړلي.

دا هر څه ولې کیږي؟ په هېواد کې د طالبان ظالمانه پالیسۍ، د خلکو پر وړاندې سخت چلند او د خپلې لومړۍ دورې د قوانینو تطبیق، د پخوانیو حکومتي کارکونکو سره ظالمانه چلند او شکنجه کول، په هېواد کې  بې ثباتي، د خلکو ارادې برخلاف پر خلکو  د خپلې خوښې او وروسته پاتي مفکورې تحمیل کول، د نجونو د تعلیم سره مخالفت او د سلګونه زره نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازو تړل او یو شمېر نور لاملونه د دې سبب شوې دي، چې افغانان تنګ کړي او د خپل هېواد پریښودو لپاره، په ځان سخت سفرونه او خطرونه قبول کړي او له اوسني حالت ځانونه وباسي. .

تېر شل کاله د افغانستان خلکو ته یو طلایی فرصت و، ترڅو په ټولنه کې له ښوونځيو او کاري اسانتیاوو څخه ګټه واخلي، له ګڼو ستونزو سره بیا هم د ځوانانو په منځ کې پرمختګ ورځ تر بلې غوړېده.

 دا زرګونه متخصصان او باتجربه خلک چې د افغانستان مغازه یادېدل له افغانستان څخه ووتل او موږ ګورو چې دا نه جبران کېدونکي دي. د کارپوهانو په باور چې  په یوه راتلونکي قرن کې باید حد اقل میلیونونه او میلیاردونه  دالره سرمایه ګذاري وکړو او اسانتیاوې برابرې کړو، تر څو وکولی شو، چې بیا د هېواد لپاره په مختلفو برخو کې په لوړ کچه مسلکی کادرونه وروزو.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.