آیا پاکستان به هم د سريلانکا په برخلیک اخته شي؟

646
۱۴۰۱ مرداد ۱۳, پنجشنبه

په پاکستان کې سیاسي بې ثباتي، د ډالر په مقابل کې د پاکستانۍ کلدارې د ارزښت لوېدل، د بیو لوړوالی او د انرژۍ کمښت هغه ستونزې دي چې پاکستان ورسره اوس لاس او ګریوان دی. خو آیا پاکستان به هم د سریلانکا په سرنوشت اخته شي؟

په پاکستان کې د ټاکنو کمېسیون له لوري وروستۍ پریکړه چې پکې پخوانی لومړی وزیر او د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان ګرم پیژندل شوی چې له بهرنیو وګړو یا شرکتونو یې ناقانونه پیسې ترلاسه کړي، د جنوبي آسیا په دې هیواد کې د سیاسي ثبات په هکله اندېښنې لا پسې ډیرې کړي دي.

بل لوري ته په پاکستان کې روان خراب اقتصادي وضعیت هم ښکاري چې له کنتروله وتلی دی. په دې ترڅ کې د پیسو د نړیوال صندوق او د پاکستان د حکومت ترمنځ د هغه تړون له مخې چې د تیرې جولای میاشتې پر ۱۳مه نیټه نهايي شوی وو او له مخې به یې پاکستان د ۱،۱۸ میلیارده ډالرو پور ته لار هواریږي، خو لا هم دغه پیسې پاکستان ته نه دي ورکړل شي.

تیره اوونۍ د پاکستان پارلمان د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي ول چې د پاکستان د بهرنیو پور کچه اوسمهال ۱۲۶ میلیارده ډالرو ته رسیږي. په لیکنې بڼه د یوې پوښتنې په ځواب کې د پاکستان پارلمان ویلي ول چې له ۲۰۲۲نه تر ۲۰۵۹م کاله پورې پاکستان اړ دی چې د اصلي پیسو او سود سره یوځای ۹۵،۴ میلیارده ډالر بیرته ادأ کړي. دغه وضعیت ته په کتو سره، د پاکستان یو شمیر کارپوهانو شدیدې اندیښنې څرګندې کړي دي.

د پاکستان د اقتصادي چارو کارپوه، ډاکټر قیس اسلم وايي چې پاکستان د یادو پورونو بار نه شي وړلی. د دویچه ویله له خبریال عبدالستار سره په خبرو کې نوموړي کارپوه وویل چې «د پاکستان صادرات په کمیدو دي. د کرنیزو تولیداتو مصارف ډیر دي چې له کبله یې صنعتي شرکتونه مخ په تړل کیدو دي او خلک له کرهڼې لاس اخلي. له همدې کبله د حکومت عاید کمیږي او عاید چې لا ډیر کم شي نو حکومت به خپل پور څرنګه ادا کوي؟»

آیا پاکستان به د سریلالنکا په څیر ډېوالي شي؟

په عین وخت کې د اقتصادي چارو پیژندل شوی پاکستانی کارپوه ډاکټر شاهد حسن صدیقي بیا له دې ډول نظر سره مخالف دی. هغه له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل چې د پاکستان د ډېوالي کیدو خطر هیڅ وخت موجود نه دی. نوموړي وویل: «د ملي پولي واحد په برخه کې د ډېوالي کیدو خطر هیڅ موجود نه دی، ځکه چې پیسې خو په هر صورت کې که هرڅه ناسم کار هم وي، موږ خپله چاپولی شو.»

په سویلي آسیا کې پروت سريلانکا هیواد څه موده وړاندې د خراب سیاسي او اقتصادي وضعیت له کبله دیوالي شو او د خپلو پورونو د بیرته ورکولو توان یې نه درلود چې له کبله یې د سیمې په یو شمیر نورو هیوادونو کې هم ورته اندېښنې یو ځل بیا مخ پر ډیریدو دي.

د روان میلادي کال په اپریل میاشت کې په سریلانکا کې اقتصادي او سیاسي وضعیت مخ په خرابیدو شو او اوس دغه وضعیت دومره ترینګلی شوی دی چې سريلانکا د اساسي توکو د وارداتو له پاره هم مالي امکانات نه لري. په سریلانکا کې د پیسو پاړسوب یا انفلاسیون په تیره جولای میاشت کې تر ۶۰ سلنې هم لوړ شوی دی چې له کبله یې د سویلي آسیا په دغه ټاپويي هیواد کې د توکو بیې هم په بې ساري توګه لوړې شوي دي.

په پاکستان کې هم د پخواني لومړي وزیر عمران خان د حکومت تر پای ته رسیدو وروسته نه یوازې انفلاسیون ډېر شوی، بلکې پاکستانۍ کلدارې په دوامداره توګه د ډالر په مقابل کې خپل ارزښت په بې ساري توګه له لاسه ورکړی دی. د اپریل پر لسمه نېټه چې د عمران خان حکومت پای ته ورسید، یو ډالر په ۱۸۲ کلدارو تبادله کیدو خو اوس ان ۲۴۰ کلدارو ته رسیدلی دی.

آیا پاکستان به هم د سریلنکا په برخلیک اخته شي؟

د اقتصادي چارو پاکستانی کارپوه، ډاکټر شاهد حسن صدیقي وايي په پاکستان کې پر خراب اقتصادي او سیاسي وضعیت سربیره به دغه هیواد د سریلانکا په سرنوشت اخته نه شي ځکه په خبره یې د پاکستان ستراتیژیک موقعیت یو اصلي دلیل بلل کیدلی شي. صدیقي دویچه ویله ته وویل: «د [پاکستان] د ستراتیژیک موقعیت له کبله د چین ستره اقتصادي پروژه سي پیک هم باید ناکامه نه شي.»

د هغه په خبره، که چیرته سي پيک پروژه یا د چین د یوه کمربند یوې لارې ستره اقتصادي پروژه ناکامه شي، نو بیا به اروپايي ټولنه، امریکا، د پیسو نړیوال صندوق او ټول وايي چې دا ټول د سي پیک پروژې له کبله شوي دي او پر موږ به فشار لا ډیر شي.

د نوموړي پاکستاني کارپوه په خبره، چین به په هر صورت له پاکستان سره د نغدو پیسو مرسته وکړي او خپله اقتصادي پروژه به له ناکامیدو وساتي. هغه زیاتوي چې د افغانستان په هکله امریکا ته لا هم د پاکستان ضرورت دی نو په خبره یې چې داسې نه ښکاري چې پاکستان به د پورونو د ادا کولو وړتیا له لاسه ورکړي او یا به پاکستان داسې وضعیت ته ولاړ شي چې اوس ورسره سریلانکا لاس اوګریوان ده.

په پاکستان کې د اقتصادي وضعیت ښه کیدل تر ډیره پورې په دې هیواد کې له سیاسي وضعیت سره هم تړلي دي. عمران خان او د نوموړي ګوند غواړي چې په پاکستان کې ژر تر ژره پارلماني ټاکنې وشي، خو اوسنی حکومت چې له ګڼو اتحادي ګوندونو جوړ دی، د خپلې حکومتې دورې پر پای ته رسولو ټینګار کوي.

دوویچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.