!ټولنیزو نیوکو ته ضرورت

لیکوال: محمد محق - ژباړه: هیله تبسم

1,955
ټولنیز مناسبات، د ثروت وېش، په منابعو واک او د قدرت کار او ساز په یوې ټولنه کې د هغې د ارزښتونو او قواعدو سبب ګرځي.
په یوې ټولنه کې منل شوي او رایج ارزښتونه او قواعد د دې سبب ګرځي چې په یوه ټولنه کې پوهې ته ارزښت ورکړل شي، هنر لوړ مقام پیدا کړي، انسان دوستانه خدمات د سرلوړي سرچینه وي، برحاله او حاکم بنسټونه له دې روند څخه ملاتړ وکړي.
همدا ډول ټولنه د معرفت په تولید، د فضا په فتح کولو او د عظیم کایناتو په کشف بریالي کېږي.
پر بله ټولنه کې ارزښتي منظومې او متفاوت قواعد د دې سبب ګرځي چې سِحر ویونکی، د ممبر واعظ، پیری نیوونکی، کَرَک باز، قاچاقبر، طالب او انتحاري د قدرت په څوکۍ کېني او قدر وویني.
په دې ډول ټولنو کې دانشمند، هنرمند عالم او حقوق پوه، لیکوال، شاعر او لرغونپوه چې یو عمر یې د علم او مهارت په طلب کې تېر کړی، خپل ځای  عوام پسند ویناوال، بازاري دعاخوان، د وسلو او مخدره توکو قاچاقبر ته پرېږدي.
د هغې ټولنې مصیبتونه هم له همدې ځایه را شروع کېږي، او دا مصیبتونه هله دوه چنده شي؛ کله چې یو شمېر باسواد او د قلم خاوندان له هماغه پخوانیو سنتونو څخه په ملاتړ خپله ملا وتړي چې د همدې وضعیت د پیدایښت عامل دي.
موږ ټولنیزې نیوکې یا نقد ته چنداني کار نه دی کړی. موږ نه دي پوښتلي چې ولې زموږ په منځ کې بوعلي سینا، فخرالدین رازي، ابو ریحان بیروني او همداسې نور… چې پېړۍ وشوې ظهور یې نه دی کړی، او پرځای یې دا ټول ټوپک سالاران، قاچاقبران، دوکه باز سیاستمداران او لمپن پهلوانان زیات شوي.
ولې دا خلک د نړۍ له هرې برخې زیات د ممبریانو خبرو ته غوږ نیسي او ټولنیز ارزښتونه یې په یوه داسې واقعیت منتهي کېږي.
اصلاً ولې لمپنیزم (١) او شارلاتانیزم/ټګماري، د ټولنې د فرهنګي وډون یوه برخه ګرځي؟
یو عوام پسند هراتي واعظ په ډېر افتخار سره یو ځای وویل چې زرګونه مخاطبان یې ”قروتک کیان“ تشکیلوي.
قروتک په محلي اصطلاح کې اراذل/رټل شوي او اوباش/بدماش په معنا دی.
معلومه خبره ده چې اوباش واعظان په هېڅ اصل نشي کولی چې له هغوی سره اړیکې برقراره کړي.
ځکه د عرضې او تقاضا تر منځ توپیر شتون لري.
داسې په نظر رسېږي چې په همدې وضعیت ګرفتاري ټولنې باطلې دي.
ناپوهه ټولنې د شارلاتانو/ټګمارانو په پیدایښت کې مرسته کوي، او ټګماران ټولنه په زیاته پیمانه د شارلاتانیزم خواته بیایي، او همدا پېښه په تلو_تلو د ژوند په نورو برخو کې خپرېږي.
شارلاتانیزم په اکاډمیکه عرصه کې د ادبي غلاوو او سرقت په ډېرښت کې انجامېږي.
د خبریالي په عرصه کې د نورو لپاره په تهمت لګولو او بیابي، په سیاسي عرصه کې د باټکو/لاپوکو او دروغجنو  سیاستمدارانو په ظهور، او په دیني عرصه کې د هغو کسانو په ظهور کې مرسته کوي چې عقلانیت، دلیل او برهان د خرافاتو په مقابل کې مغلوبوي.
په دې ډول ټولنو کې نه سالم اقتصاد وي، نه دوامداره فرهنګ منځته راځي، نه اصیل هنر وده کوي، نه حقیقي دانش شکوفا کېږي او نه هم ښه حکومتداري امکان لري.
روڼ اندي/روشنفکران باید جرئت وکړي او د ټولنیزې نیوکې په کولو سره فرهنګي دَرز/چاک ته ملا وتړي.
نه باید د عوامو له سیطرې او عوام ګرایانو څخه وډار شي.
له عوام‌زادګي سره مبارزه له اسبتدادي حکومتونو سره تر مبارزې کمه نه ده.
د استبداد اساسي رېښه په نادانو ټولنو او عقل دښمنو فرهنګونو کې ده.
هغه ټولنه چې خپل عقل د واعظ په لاس ورکوي، خپل نماینده یا مشر قاچاقبر ټاکي، د جنګونو رېښې یې په قومپرستۍ کې وي، لوړې زده کړې یې نمرې په ماین کېښودلو ورکوي او معارف یې انتحاریان رهبري کوي، پایله به یې دا وي چې پوهان پښې سپکې کړي او وتښتي او ناپوهان د رهبرې په کرسۍ کښېني.
(١): د لمپن اصطلاح، بېکارو، باج ګیرو او سپکو  اشخاصو ته کارول کېږي.

 

—————————————————————————————————–

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.