برتر حل

لیکوال: مولانا وحیدالدین خان، ژباړه: هیله تبسم

268
فکر یا سوچ کول (Thinking) زموږ د دنیا یو له ناقابل فهم تر حد عجیب عمل دی. پر موجوده زمانه کې په کثرت سره کتابونه پرې لیکل شوي، دې تحقیقاتو د انسان د علم له زیادښت څخه ماسېوا، انسان ډېر حیران کړی دی.
د څو کتابونو نومونه دا دي:
Dr Rapaport, Toward aTheory of Thinking, 1951
W. E. Vinacke, The Pyschology of Thinking, 1952
F.C. Bartlett, Thinking, 1958
Max Wertheimer, Productive Thinking, 1959
د دې څېړنو په پایله کې بې شمېره نوي معلومات لاسته راغلي دي. یوه خبره دا ده چې په انساني ذهن کې دننه تل یو ډېر اهم او مهم عمل روان وي، ذهني پوهان دا عمل له ذهني طوفان سره پرتله کوي. دا عمل هغه وخت منځته راځي چې کله ذهن له نوي چلنج سره مخامخ شي. په داسې وخت کې د خپل فطرتي جوړښت په زور د مسایلو د نوي حل په لټه کې کېږي، دا عمل د دې امکان زیاتوي چې مخته راغلې مسله په برتر ډول حل او فصل شي.
  دا څېړنې دا په ډاګه کوي چې کله یو انسان له کړکېچن او بحراني حالت سره مخ شي، نو د ده دننه د بالقوه فطري صلاحیت تر اغېز لاندې د یو ذهني طوفان (Brainstorming) کیفیت راپورته کېږي، دا طوفان انسان دې ته چمتو کوي تر څو د مخته راغلې مسلې برتر حل (Superior Solution) پیدا کړي او د مسلې له برتر حل معلومولو وروسته، کامیابي دومره ممکنه کېږي، لکه له شپې وروسته د سهار راتګ!
د الله ج دا معامله څومره عجیبه ده چې ستونزه یې زموږ د پرمختګ وسیله جوړه کړې.

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.