د محمدشاه خان غلجایي، دوهمه برخه

لیکوال: کاندید اعظم سیستاني، ژباړه: هیله تبسم

464
د لغمان د بدیع آباد کلا شرحه، د بریدمن ایر په قلم
د بدیع آباد کلا له ١٧جنوري ١٨٤٢ تر ١١ اپریل ١٨٤٢ د ٤٤ انګلیسي اسیرانو کوربه وه او د محمدشاه خان غلجایي له لورې اعاشه او اباته کېدل.
بریدمن “ایر” یو له انګلیس افسرانو، د ٦ تر ١٢ جنوري ١٨٤٢ روزمره پېښو شرحه کړې ده او اعتراف یې کړی چې د انګلیسانو شپاړس نیم زره لښکر، له هغو په استثنا چې له وزیر اکبرخان سره یو ځای شوي ول، د کابل جلال آباد لویې لارې په ترس کې بغیر له یوه نفر (ډاکټر برایډن) نور ټول د مجاهدینو د حملو په جریان کې له منځه لاړل.
هغه په خپلو یاداښتونو کې د بدیع آباد کلا چې د محمدشاه خان غلجایي استوګنځای وه( د سردار اکبرخان خسر) داسې نغوته کړې ده:
١٧ جنوري ١٨٤٢:
سردار اکبرخان اراده درلوده چې موږ په تور غره کې د څو ورځو لپاره وساتي، خو دا چې د هغه ځای خلکو زموږ په شتون ډېره کرکه له موږ ښودله، هغه اړ شو چې موږ له هغه ځایه لېرې کړي. په همدې اساس موږ د ١٢ تنه مسلح ساتونکو تر نظر لاندې د ورځې په یوولس بجو خپل سفر پیل کړ. دوی زموږ د همکاري لپاره راټول کړای شوي ول. یوه ډله افغانان د دېوالونو پر سر ولاړ او زموږ د تګ ننداره یې کوله. زموږ ځینې وسایل د هغوی په وسیله غلا شول. زموږ یوه ډله زیات هندوستاني نوکران هلته رانه وګرځول شول، ځکه ګنګوسې وې چې سردار نیت لري چې موږ ټول ووژني. موږ د شمال شرق خواته په یوې دره کې حرکت پیل کړی و. د لارې په ترس کې له څو کلاوو تېر شوو او سبا ٢ بجې د ورځې د بدیع آباد کلا ته ورسېدو چې اته میله لېرې پرته وه چې د محمد شاه خان د اوسېدو ځای و، او اوس زموږ د اوسېدو لپاره خالي شوې وه. دا د اوسېدو ځای تر ټولو هغو بهتر و چې موږ لیدلي و.
کلا څلور کونجه درلودل چې هر کونج یې تر ٨٠ ګزه اوږد و. دېوالونو یې ٢٥ فوټه لوړوالی درلود او په هر کونج کې یې یو برج جوړ شوی و. د دې کلا شاخوا ته ژور خندق د دفاع لپاره کیندل شوي ول. لویه دروازه یې د جنوب او کوچنۍ دروازه یې د شمال خواته خلاصېدله، چې هره یوه دروازه د برج پر سر ساتونکې لخوا څارل او ساتل کېده. د کلا په منځ کې یو لوی ساختمان د هستوګنې لپاره جوړ شوی و چې لوړو دېوالونو هغه احاطه کړی و او هر لوري ته یې درې اطاقه جوړ شوي و چې له ځمکې یې تقریبا ٨ فوټه لوړوالی درلود. دباندې خواته یوه لویه کوټه/خونه وه، چې له لوی چوکاټ سره  یوه ارسۍ وه، شتون درلود، او له پنځه برخو هر یوه یې بېله بېله خلاصېده او پخپلې خوښې ښکته او پورته کېدله. دلته ټول ښه سرایونه او لوی کورونه په همدې ډول جوړ شوي دي چې د دوبي تېرولو لپاره ډېر سکون بښوونکې دي، خو په ژمي کې د یخني مخه نشي نیولی. د کلا دننه د ابو کومې ذخیرې شتون نه درلود. د کلا جنوب لویدیځ خواته د نیم کیلومتر په فاصلې یو کوچنی رود روان و، او د کلا له دېوال سل متره لېرې یوې کوچنی ویالې شتون درلود. عجیبه ده چې په حاصل خېزه درو کې دا هېواد سربېره پر دې چې د تحت الارضي او ډېرو اوبو درلودونکی دی، خو ډېرې کمې کلاوې د اوبو څاګانې لري.
په کُلي ډول ویلی شم چې هر کله دښمن د ژوند دا ضروري ماده د کلا په دننه اهل له دباندې بنده کړي، بغیر له دې چې د دې کلا په ساکنانو یوه مرمۍ ډز وکړي، د کلا اوسېدونکي پخپله تسلیمېږي. دا کلا ډېره نوې ده او کله چې موږ دا هېواد اشغال کړی دی دا کلا جوړه شوې ده. دا کلا د محمدشاه خان غلجایي، د محمد اکبرخان د ”خسر“ ده چې محمدشاه خان یوه له ملي مشرانو څخه دی چې هېڅکله یې شاه شجاع ته سر نه دی ټیټ کړی. د نه مړښت حرص او خودخواهي یې یو له مهمو ځانګړنو څخه دي. بدبختانه چې په خپل زوم یې( منظور یې سردار اکبرخان دی) ډېر تاثیر درلود. او د هغه د غوښتنو ستر حامي دی. په عمومي ډول دا امر منل شوی دی چې (محمدشاه خان) د مکناټن په نیولو کې کلک لاس درلود، خو د وزیر قتل چې د وهلو ټکولو په ترس کې رامنځه شوی دی، هغه ته یې نسبت نه کېږي. [برید من ایر، په افغانستان کې د یوه بندي خاطرات، ص ١٨٤- ١٨٥]
بریدمن ایر لیکي چې: نن شپه (٢١ اپریل) د محمدشاه خان مېرمنې او نور ملي مشران چې له موږ سره یې یو ځای سفر کړی و، مېرمن آیر مېلمنه کړله. د مېرمن آیر په نظر، هغوی ډېر مېلمه پال او له خپلو مېلمنو سره یې ډېره مهرباني کړې وه. هغوی افغاني جامې په تن کړې وې او خپله هغوی ډېرې ښایسته او زړه راښکونکې وې. هغوی له مېرمن آیر دا پوښتلي ول چې د شرق الهند په کمپنۍ کې سړي کار کوي او که ښځې؟ او کله چې یې دا ځواب اورېدلی و چې انګلستان د یوې ښځې لخوا رهبري کېږي، ډېرې حیرانې شوې وې. هغوی له کپټان مګ ګریګور ډېرې ډارېدلې، لکه له هغه دېو چې د ماشومانو په افسانو کې یادېږي.[هماغه اثر، ص ٢٠٤]
سرریچمنټ شکسپیر، سکرتر ”سرجارج پالک“ جلال اباد ته له رارسیدو وروسته موهن لال ته یو لیک ولېږو او پکې لیکلي یې و چې ”له اکبرخان سره تړون ته رسېدل ناممکن دي، او همدارنګه محمدشاه خان ته یې هم لیک لېږلی چې تراوسه یې ځواب نه دی راغلی.“[زندګی امیر دوست محمدخان، ج٢، ص ٢٨٤]
له دې لیک مالومېږي چې اکبرخان د خپل پلار د پیغام سربېره، هېڅکله له انګلیسانو سره کېناستو ته تیار نه و، او په همدې اساس انګلیسان د هغه د له منځه وړلو په هڅه کې ول او هغه ته یې بد نسبتونه ورکړل.
محمدشاه خان د څلورو میاشتو په مدت، انګلیسي اسیران د بدیع آباد په کلا کې وساتل. په دې وخت کې مګریګر د جلال آباد د قشلې له دننه، یو مکتوب محمدشاه خان ته ولیکو چې: که چېرې انګلیسي اسیران خوشې کړي؛ نو دوه سوه زره روپۍ به هغه ته ورکړي. محمدشاه خان یې په ځواب کې ولیکل: “ستاسو لیک مې خوښ شو، خو زما ملګریه! تاسو باید پوه شﺉ چې خیانت نه زما او نه هم ستاسو په دین کې روا دی.” [زندګی امیر دوست محمدخان، ج٢، ص، ٢٨٠]
د امیر دوست محمدخان پر وړاندې د محمدشاه خان پاڅون:
غبار، دسراج التواریخ  په حواله لیکي: “د وزیر محمد اکبرخان مرګ ټول خلک او د افغانستان وطن پرست رجال متأثر کړل، ځکه چې ټولو هغه د هېواد د خپلواکي او آمال مرکز ګڼلو؛ نه د هغه پلار چې تل یې د انګلیسي متجاوزو پر وړاندې شاته تګ غوره کړی دی. په ځانګړي ډول د وزیر مرګ په غلط افواه شو چې امیر هغه د سیاسي او نظر د اختلاف په خاطر چې د پلار او زوی ترمنځ شتون درلود، مسموم کړی دی، په همدې خاطر د امیر ځای د خلکو په نظر کې تنزل وکړ او د عمومي انزجار سبب شو. امیر ژر د وزیر عیني ورور سردار غلام حیدرخان چې په غزني کې د انګلیسانو پر وړاندې جنګېدلی و، د ولیعهد او ځایناستي په ډول اعلان کړ او ویې ویل، هغه د افغاني سپاهیانو، د دولت چارو او سیاست مشر دی. همدارنګه دوه فوجه عسکر چې د وزیر اکبرخان ول، د ننګرهار او لغمان له حکومت سره غلام حیدر خان ته ورکړل. په داسې حال کې چې امیر مخکې د ولیعهدي عنوان د انګلیسانو له ډاره وزیر اکبرخان ته نه و ورکړی.
د همدې نقشې په حال کې امیر ډېر ژر هغه ته ګټور تمام شو. د وزیر اکبرخان طرفداران د ولیعهد شاوخوا را ټول شول او د هغه ګډون یې د وزیر د طرحې مطابق یې د سند غاړو او محکومو افغاني ولایاتو ته په لښکرکشيو تاکید کوو.
امیر دوست محمدخان هم د عامه افکارو د فشار او تاثیر لاندې مجبور شو چې د رضایت سر وخوروي.
که څه هم د داسې اقدام جرأت یې  نه درلود، او یوازنی څوک چې په امیر یې باور ونه کړ، محمدشاه خان غلجایي و چې د بدیع آباد په کلا کې ناست او ویل یې: امیردوست محمدخان د انګلیسانو طرفدار دی او د افغانستان د پادشاهۍ وړتیا نه لري.
محمدشاه خان بابکرخېل له خپلو قواوو سره چې مخکې یې د هېواد د خاورې او خپلواکۍ په خاطر او همدارنګه د انګلیسانو د نفوذ د مخنیوي لپاره ګمارلي و، په جلال اباد کې د امیر دوست محمدخان پر ضد پاڅون وکړ. غلجایي خلک د ننګرهار او کابل ترمنځ او جبارخېل د دوی تر شا ولاړ ول. په همدې اساس د دوی ترمنځ ټکر حتمي شوی و.
امیر په کال ١٨٤٨ کې لښکرې د محمدشاه خان په وړاندې سوق کړې، خو په لومړي ځل مخامېدو سره د امیر لښکرو ماتې وخوړه. امیر چې خپله پادشاهي په خطر کې ولیدله، نو ډېر ژر یې لوی پوځ تیار او راووت او په اپریل ١٨٤٨ کې یې یو لوی منظم او غیر منظم ٢٥ زره کسیز پوځ د ننګرهار ولایت ته مارش کړ.
ولیعهد له خپلو لښکرو سره لغمان ته لاړ او د محمدشاه خان ورور، دوست محمدخان یې د بدیع آباد په کلا کې محاصره کړ. جګړه د محمدشاه خان، امیر دوست محمدخان او غلام حیدرخان تر منځ په لغمان کې اوږده شوه. په همدې وخت کې عبدالعزیزخان جبارخېل چې په یوه صف کې له محمدشاه خان سره د امیر دوست محمدخان پر وړاندې جنګېده، د محمدشاه خان له صف جلا او له امیر دوست محمدخان سره یو ځای شو. [سراج التواریخ، ج٢، ص ٢٠٢]
د عبدالعزیزخان یو ځای کېدل له امیر سره د هغه لیک په اساس و چې خور یې (چې د امیر میرمنه وه) هغه ته لېږلی و او هغه هم د همدې لیک په اساس د محمدشاه خان له صف جلا او له امیر سره یو ځای شو او بښنه ورته وشوه. په همدې اساس د بدیع آباد کلا د ولیعهد په تصرف کې شوه.
دې ډول حرکت د محمدشاه خان قواوې ماتې کړې او خپله محمدشاه خان د کاشمن غره ته لاړ، خو امیر شخصاً هغه وڅاره او کاشمن یې محاصره کړ.  دوست‌ محمدخان بابکرخېل چې د خپل ورور له ماتې خبر شو، زړه یې ولوېد او د بدیع آباد کلا د ولیعهد لخوا تسخیر شوه. دوست محمدخان وکولی شول چې ځان خپل ورور ته کاشمن ته وروسوي. ځکه له یوه غره دفاع بغیر له غلې دانې ممکنه نه وه. محمدشاه خان ناچار له خپل عیال سره له کاشمن څخه فراچغان ته لاړ او د لغمان او نورستان ترمنځ یې پناه واخیسته.”[ سراج التواریخ، ج٢، ص ٢٠٢] په دې ډول د یوه بل اتل داستان پای وموند.
د دې مبارز او زړور سړي یاد دې تل پاتې وي!
د دې مبارز او انګلیسانو ضد سړي عاقبت، د دوست محمدخان له ماتې وروسته د هېواد په موجودو تاریخونو کې روښانه نه دی. بغیر له تردید ځینې کسان له دې خاندانه پاتې دي چې د محمد شاه خان لغماني او وروڼو یې(دوست محمدخان او خدابخش خان) سرنوشت ورته معلوم دی. د دې ملي مبارزینو تېرحال د هېواد د تاریخ او محلي تاریخونو له پاره ډېر ارزښتمن دی. هیله من یم چې که د دې نامتو لغماني کورنۍ پاتې اشخاص که څه اطلاعات لري نو هېوادوالو ته دې یې معلومات ورکړي.
دلته به بېځايه نه وي چې د ملي مبارز غازي محمد شاه خان اړوند هغه شعر ولولو چې د ده په ستاينه کې ويل شوی دی .د ډاکټر یاد له پاڼې یې دلته رانقلوو:
کوز له لندنه ګورکيان[1] راغلل
په پښتونخوا کې يې حملې کړې
محمد شاه خان غازي ورماتې رسالې کړې
د پښتنو پر دې ځوانانو يې نارې کړې
( غازي محمد شاه خان )
وروڼو راپاڅئ په وطن يې سترګې سرې کړې
بيا پرې ځوانانو د ټوپکو سرې لمبې کړې
محمد شاه خان غازي چې لله اکبر نارې کړې
د باجوړ او به يې بيا په وينو سرې کړې
         ( غازي محمد شاه خان )
په هغې ورځې يې ورګډې رسالې کړې
له سينه پورې يې خيمې دود او لمبې کړې
له انګريزانو نه يې ميمې[2] را ستنې کړې
له پرنګيانو سره يې نرمې بيا پنجې کړې
( غازي محمد شاه خان )
د پرنګيانو په چوڼيو يې حملې کړې
نو يې ورتشې بيا توبرې کړې
د مشهديو، د کلدارو يې ولجې کړې
د بابوګانو خيټي يې څيرې په نيزو کړې
( غازي محمد شاه خان )
د باجوړ له سينه يې پورې چې حملې کړې
د پرنګيانو يې پلتنې ورستنې کړې
د شنو زمريانو يې سواتيانو نندارې کړې
د ګورکيانو په خيمو يې ولولې کړې
(غازيمحمدشاهدخان)
[1]-ګورکه د نيپال هېواد د ګورکهه قبيلې ته منسوب عسکر ته‌ ویل کېده.
[2]- میرمنې
پای

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.