پوخ انسان

لیکوال: مولانا وحیدالدین خان - ژباړه: هیله تبسم

495

این لینډرز(Ann Landers) د پوخوالي اړوند یو مضمون لیکلی، چې یو برخه یې داسې ده: پختګي دا ده چې انسان پر غوصې غالب وي او اختلافات له تشدد او تخریب بغیر حل کړي. پختګي د برداشت نوم دی او د دې لپاره چمتووالی چې کله خوښي له لاسه ورکړې. پختګي په اصل کې ثابت قدمي ده، چې د ستونزو باوجود د منصوبې بشپړولو لپاره خپل محنت روان وساتې. پختګي بې غرضي ده او د نورو خلکو د ضرورتونو په وخت کې په کار راتلل. پختګي د هغه استعداد نوم دی چې د خفګان او مایوسي مخه بغیر له کوم تریخوالي او غوصې ونیولی شي. پختګه انکساري ده، یو پوخ انسان د دې پر ویلو توانېدلی شي چې ”زه په غلطه وم“ او کله چې هغه سم ثابت شي؛ نو دا نه وایي چې دا خبره خو ما تاته کړې وه. د پختګي مطلب دی باورمند او ایماندار جوړېدل، خپله وعده په هر حالت کې پوره کول. پختګي د دې صلاحیت نوم دی چې موږ له هغه شیانو سره چې بدلولی یې نه شو، په امن او ارام ډول ژوند وکړو.

پوخ انسان هغه دی چې په هغه کې مردانه اوصاف شتون ولري، هغه چې د حقیقي واقعې اعتراف وکړي، هغه چې له رد عمل څخه ولاړ/ودرېږي او معامله ترسره کړي، هغه چې خپل جذبات په خپلې ولکې کې وساتي، د هغه چا دننه چې د مایوسي حالت د زغملو سربېره د تېرېدلو صلاحیت یې ولري، هغه چې د لوحې په څېر د باور وړ کردار ولري.
همدا پختګي د انسانیت کمال دی. په کوم انسان کې دا ځانګړنې شتون ولري، هماغه بشپړ او کامل انسان دی، هماغه د انسانیت تر اعلی درجې رسېدلی دی. داسې افراد په ژوند کې هر ډول حقیقي کارنامه ترسره کولی شي او همدا خلک دي چې یو قام د پرمختګ او کامیابي خواته ته بېولی شي.

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.