د افغانستان د معاصر تاریخ دوه اصلي قهرمانان ښځه او ښوونځی

لیکوالان: فاطمه اوزګون او یونس نګاه ژباړه: هیله تبسم

224

سیاسي ځواکونو، بهرنیو قدرتونو او سیاسي ډلو له زده کړو او ښځو سره خپله موضوع هر وخت اعلان کړې.
ځینو مکتبونه جوړول تر څو بدلون وکړي؛ او ځینو بیا سوځول تر څو د بدلون مخه ونیسي.
ډېر کم د ښځو لپاره خاص سهولت او مثبت تبعیض ته قایل ول، د قرض په پیسو او وارداتي معلمانو په وسیله به یې ښوونځی فعال کړل تر څو سوځېدلي فرصتونه جبران کړي.
او ځینو بیا د ښځو د محوه کولو لپاره پخواني تبعیضونه او طرحې جوړولې او همدارنګه معلمان به یې دې ته مجبورول تر څو وظیفه او وطن پرېږدي او د تحول مخه ونیول شي.
ډېری موازي داستانونو د دې تر څنګ چې په دې متن کې یې لولو، جریان درلود او دا آخر سل یا یونیم سل کلن تاریخ کې د ښځې قهرمانۍ او کښت، ښځه او کورنۍ، ښځې او بازار تاریخ هم کولی شو ولولو.
په کلیوالو او له ښوونځیو څخه محرومو ټولنو کې هم د ښځې موضوع توده وه. ښځې هلته هم د ستم ښکار وې، له ستم سره جنګېدلې دي، آزادي یې غوښتې او محرومیتونه یې ګاللي دي. خو له دې ځایه چې زموږ د روزګار اصلي غوټه او د ټولنې تېرېدل له باغ او کښت څخه وروسته د زندګي په لور، د دولت کیفیت او حضور د زندګي په برخه کې اصلي مسأله ده، فردي آزادۍ د جګړو عمده میدان دی او ډلې د ضرورت یا ګناه په خاطر د ښځې او سړي د برابروالي په سر ناندرې او جنجالونه کوي، لذا د ښځې نړیوالې ورځې د نمانځنې او احترام د افغانستان د مبارزانو لپاره چې د دیموکراتیک نظام د ایجاد لپاره د ښځې او مکتب برخلیک ته د ماضي په رڼا کې یوه نغوته کوو.

ناو په توفان کې

افغانستان په دې وروستیو سلو کلونو کې هغه کښتۍ ته ورته دی چې له څلورو طرفونو د توفان له څپو سره مخامخه وه. کله به دې څپو ملاح او پاڅ ناست مرغان یو له بل سره ټکرول، کله به یې په سر واخیستل او د خپلو خوږو خاطرو او یادونو ګرفتار به یې کړل او کله به یې د ژورې ناامیدي ښکار کړل.
د دې څپو رد د ژوند له هر برخې ډېر کولو شو د ښاري ښځو په ژوند او د دوی رابطه له پوهې او زده کړو او زده کړیالو ښځو په ژوند کې پیدا کړو.
په ١٩١٩ کال کې د لومړي ځل لپاره د افغانستان په تاریخ کې، ځینو سیاستمدارو چې د هېواد د جوړولو لپاره یې مبارزه کوله، وروسته د حبیب الله خان له قتل (١٩١٩فبوری ٢٠) هغه پاچاه چې د لومړي عصري ښوونځی تهداب یې ایښی وو، قدرت په لاس کې واخیست. حبیب الله خان په ١٩٠٣ کې د حبیبیې ښوونځي بنسټ کېښود. خو جوړل یې له پیله موجي شول چې لومړی کابل ورپسې څو نورو ښارونو ته دا سلسله وغوځول شوه او په ټول افغانستان کې ښوونځي جوړ شول. نجونې ښوونځیو ته لاړې د زده کړو او کار چاپیریال ته داخلې شوې او په قدرت سره یې دولتي مقاماتو ته لارې پیدا کړې، په داسې حال کې چې تر دې وخته دا هېواد د نرانو هېواد یادېده. او متأسفانه تراوسه دې جګړې پای نه دی موندلی او دا مقاله چې موږ دوه تنه لیکو د حبیبیې لېسې په مجاورت کې ښځې او نجونې له تعلیم محرومې دي، بغیر له محرمه لرې ځای تللی نه شي، د تفریح او کار حق نه لري او د کور په زندانو کې په بند محکومې دي.

افغانستان هم هغه کښتۍ وه چې د تعلیم محرکه څپو له هرې خوا خوځوله. د حبیب الله خان په وخت کې د تعلیم او تربیې اصلي رهبر او مدیر، د عبدالغني په نوم یو هندی روڼ اندی و چې د هغه وخت دولت په دې دنده ګمارلی و.
د حبیبیې ښوونځي د زنګ کړنګول؛ د محافظه کارو او ترقي غوښتونکو تر منځ د ښکاره جنګ اعلان کولی شو ووایو. ځایي مقاماتو، ملایانو او نور پرنفوذي اقشارو چې په سنتي مدرسو کې یې زده کړې کړې وې او له همدې لارې مقام ته رسېدلي و، د خطر احساس وکړ.

د عبدالغني په وینا: د حبیبیې ښوونځی او ځینې نور لومړني/ابتدایه ښوونځي چې په هغه کلونو کې جوړ شول، د خلکو له ډېر ستر او تود هرکلي سره مخ شول او په چټکتیا سره یې پرمختګ وکړ. (دې پېښې ځایي مقامات هک پک کړل او د دوی حسادت یې وپاروو.)
د عصري تعلیم او تربيې د مخالفانو غبرګون د داکتر عبدالغني او لسګونو نورو په زنداني کولو تمام شو. داکتر عبدالغني لیکي: “د هغو افغانانو له ډلې څخه چې زه یې د معارف د کار د توسعې لپاره هڅولم، اووه تنه یې رأساً اعدام شول او پاتې نور شپېته تنه په زندان کې واچول شول.” محافظه کارانو امیر حبیب الله ته دا ذهنیت ورکړ چې ګواکې داکتر عبدالغني او ملګري یې د ده د حکومت د نسکورولو لپاره توطیه جوړه کړې او موخه یې د مشروطه حکومت د عبدالغني په مشرۍ دی. (ص ٦٦، داکتر عبدالغني)

وروسته له حبیب الله خان د محافظه کاري او ترقي خواهي تقابل نورو جبهو ته وغؤځول شو، په داسې حال کې مډرنسټانو په چټکتیا سره د لیبرال بدلونونو چې د هغې له جملې څخه د هلکانو او نجونو د حقوقو برابروالی، د مالکیت حقوق، د مطبوعاتو آزادي او ډېری مدني حقوقو لپاره هڅې کولې. (فاطمه جعفري، ص ٦٩)

د دې اصلاحاتو رهبر امان الله خان و، چې له کال ١٩١٩ څخه تر ١٩٢٩ پورې یې واکمني وکړه او اساسي اصلاحات یې د ملت د مډرن کولو لپاره په لاره واچول. امان الله خان د یوې تعلیم یافته ښځې سره چې ثریا نومېده واده کړی وو، او د سلف او پلار خلاف یې چې “له سلو تنو زیاتې ښځې یې سره له نامشروع ماشومانو په خپل حرام کې ساتلې” مخالف د زوجاتو د تعدد و.

ښځې به عرصې ته راځي

ملکه ثریا معروفه په ثریا طرزي د ښځو د آزادۍ په ترویج کې مخکښه وه. ثریا په سوریه کې زېږېدلې وه او د خپل پلار محمود طرزي ترڅنګ یې زده کړې کړې وې. ثریا له خپل مېړه سره په عمومي محضر کې را ظاهرېدله او د کابینې په ځینو مجلسونو کې به یې د شاه مرسته کوله.

شاه امان الله د ښځو د آزادۍ او د زده کړو لپاره مبارزه علناً تشویق کړه، د سلطنتي کورنۍ ښځې په ځانګړي ډول ملکه ثریا د دې بدلون الګو وه. ثریا لومړنۍ د ښځو مجله، ارشادالنسوان، او همدارنګه د ښځو ملتیا او ملاتړ (لومړنی سازمان د ښځو) د ملاتړ او د دوی د ټولنیز رول او دفاع لپاره تاسیس کړ. دا سازمان د کبرا په رهبرۍ، د امان الله خان خور، له ښځو ملاتړ وکړ، تر څو تربیون او یوه مرجع د خپلو غوښتنو د بیان لپاره ولري. د ښځو د ملتیا او حقوقو د ازادۍ، د زده کړو حق، د کار او آرام حق، د فردي آزادۍ حق، فردي مصونیت، د بیا آزادي، ټولنیزتوب، د سیاسي او مدني فعالیتونو او له هېواده بهر د سفرونو لپاره مبارزه وکړه. (حمیدالله بامیک، ٢٠١٨)

په همدې ډول ملکې ثریا لومړنی د نجونو ښوونځی(د مستورات ښوونځی، ١٩٢٠) د ښځو لومړنۍ سینما په پغمان او لومړنی روغتیایي مرکز(د مستورات روغتون،١٩٢٤) کې تأسیس کړل. (٢٠١٤، REDDY)

په ١٩٢٧-١٩٢٨ کلونو کې ثریا او مېړه یې امان الله اروپا ته په سفر لاړل. امان الله له اروپا څخه په راستېندو لویه جرګه د متنفذانو د ملاتړ او جلب، او د خپلو اصلاحي برنامو لپاره دعوت کړل. امان الله د ښځو د زده کړو له حقوقو څخه دفاع وکړه. هغه د دې بیان په کولو سره چې اسلام ښځه د بدن د پوښلو یا خاص پوښلو لپاره ملزمه کړې نه ده، له خپلې مېرمنې یې وغوښتل چې حجاب لرې کړي.
د وینا په پای کې ملکې ثریا خپل حجاب ملاء عام کې لرې کړ، او د ډېری نورو مقاماتو سړیو هم له دې کاره خپل ملاتړ اعلان کړ. محافظه کارانو د ښځو په بې حجابي اعتراض وکړ؛ خو خپل دا اعتراض یې په جرګه کې په جدیت او لازمه توګه مطرح نه کړ. له جلسې څخه په راستنېدو ځینو د عمومي افکارو په تحریک پیل وکړ.
ځینې انګلیسي جاسوسان مقصر ګڼي چې د خلکو د احساساتو په راپارولو کې د ملکې ثریا مونتاژ یا جعلي جوړ شوي عکسونه چې د اروپا د سفر په مهال اخیستل شوي ول، خلکو په منځ کې خپاره کړل، او د تبلیغ او ذهنیت سازي لپاره یې د خلکو په لاس کې وسیله ورکړه.

د امان الله خان عجولانه اصلاحات، د ده هغو ملګرو هم نقد کړل چې د ترقي غوښتونکې ول؛ یوازې منتقد محافظه کاران نه ول. وروسته له دې ترقي غوښتونکو تحلیلګرانو او تاریخ لیکونکو لکه غلام محمد غبار، او ځینې نور نظر ورکوونکې، د اصلاحاتو ساتندوی شاه، د چټک بدلون او نه پاملرنې په خاطر د ترقۍ د ماتېدو په برخه کې ملامت ګڼي. غباره لیکي: “کله چې شاه د اروپا له سفر راستون شو؛ هغه پخوانی سړی نه وو، هغه ډېر خودخواه او مغرور شوی و، او په دې عجولانه اقداماتو چې ویې کړل، افغانستان ډېر ژر د یو منفي انقلاب ښکار کړ. نور پخواني دربار شتون نه درلود، کالر، نکټایي او فیشن، د وطنۍ جامې ځای ونیو. عیاشي او خوښ وخت تېرول په شدت سره پیل شول، ګټور او حقیقي ریفورم له ماشومانه تفرعاتو سره آموخته شول. د باصلابت طبع او د خلکو غوښتنې د شاه په نظر کې نه وې او د ملت له اقتصادي ژوند څخه بې خبره و.” (جلد اول تاریخ غبار، ص ٨١٢)

غبار د شاه د بې توجهي او د ترقي غوښتونکیو د اصطلاح په ډول د عبدالرحمان لودین چې د چمن د استور د جلسې ګډونوال و، مثال راوړی: “کله چې د جلسې یوه ګډونوال(عبدالرحمان خان لودین) وویل: اعلی حضرت په خپله وینا کې ځان”انقلابي بادشاه” معرفي کړ، نو توقع ترې کېږي چې انقلاب د دولت په عرصه کې ومني. لس کاله کېږي چې اعلی حضرت د هېواد د عظمي صدارت دنده شخصاً په غاړه اخیستې ده، په داسې حال کې چې متقاضي انقلاب هغه دی چې د اعلی حضرت لرې کړل شي او کوم بل مسؤل شخص د افغانستان د صدر اعظم په توګه منصوب شي. البته دا پشنهاد ونه منل شو او په سبا د عبدالرحمان خان جواب د دلکشا په قصر کې ورکړل شو، هغه یې احضار کړ او د شاه له طرفه امر ورته وشو چې د دولت له ماموریت څخه استعفا وکړي.” (جلد اول تاریخ غبار، ص ٨١٤)

د غبار په قول، شاه په دې مرحله کې خپل ملاتړي لکه محمود طرزي له وزارت څخه وشړو، محمد ولي خان د حربیې وزیر یې له کابیني څخه لرې کړ۔ عبدالهادي داوي، د تجارت وزیر له کابینې استعفا وکړه او میر قاسم خان رښتیا”د دولت له مهمې برخې ایسته کړل شو او ځینو بیا، کارګاوې او عناوین له افغانستان څخه په دباندې سفر جوړې کړې.”

د غبرګون ارتجاع

د امان الله د اصلاحاتو په وړاندې جدي پاڅون د نومبر ١٩٢٨ کې پیل شو؛ په داسې حال کې شینوارو قبایلو جلال آباد محاصره کړ. پاڅون کونکو یوه بیانیه چې په لسو مادو مشتمله وه صادره کړه، چې پنځه مادې یې د امان الله د سیاست او ښځو د حقوقو او جایګاه په اړه وې. پاڅون ډېر ژر پرمختګ وکړ او حبیب الله کلکانی(فبروری-آګست ١٩٢٩) کې حاکم شو. د کلکاني د حاکمیت لنډه موده په کش او ګیر کې تېره شوه او همدارنګه ښوونځي تعطیل شول. بهرنی او داخلي تجارت، زراعت او صنعت مخ په ځوړ شو.

د کلکاني حکومت د نادرشاه لخوا (١٩٢٩-١٩٣٣) کې نسکور شو. نادرشاه چې اصلاح طلبي روڼ اندي یې هدف ګرځولي ول او د هغوی په محوه کولو لګیا وو، ټول ښوونځي، بنسټونه او د ښځو مؤسسات لکه ارشادالنسوان چې یوازنۍ او ځانګړې خپرندویه د ښځو وه، ممنوع کړه. د نادرشاه حکومت له ترکیې څخه زده کړیالان راستانه او په ښځو یې حجاب تحمیل کړ. په ٨ نوامبر ١٩٣٣، اوولس کلن عبدالخالق د نجات لېسې زده کوونکې، د مراسمو په ترڅ کې چې په ارګ کې ترسره کېدل، نادرشاه د ډالیو وېشلو په وخت کې له منځه یووړ. د هغه قتل ځانګړی غبرګون و چې له لیبرال اصلاحاتو یې ملاتړ کاوه. دوه مخالفو ځواکونو مخالفت ته دوام ورکړ او د غبار په وینا، د نادرشاه ترور د افغانستان په راتلونکې ژور اغېز وکړ. استبداد او د کلونو محافظه کاري دوام وکړ، او ظاهر شاه (١٩٣٣-١٩٧٣) د نادر شاه زوی او ځایناستی وروسته له کلونو، کله چې د ترونو له سیوري لرې شو؛ نو په تدریج یې هغو اصلاحاتو ته اجازه ورکړه چې د هغه په نتیجه کې ښځې د دوهم ځل لپاره د تعلیم او کار په برخه کې را ظاهرې شوې.

ظاهرشاه وروسته د ١٩٦٣ کال د اساسي قانون له تصویب، لس کاله نور حکومت وکړ. هغه لس کلونه اوس د دموکراسي په لسیزې مشهور دي. د دې لسیزې لاسته راوړنو ډېر زیات تاثیر په جنګ او سولې درلود او آنا لارسون معتقد دی چې (د افغانستان اساسي قانون چې د بن د پروسې په جریان کې وروسته له طالبانو جوړ شو، د ١٩٦٤ د ظاهر شاه د دموکراسي حکومت د اساسي قانون پر بنسټ جوړ شو.” په دې ترتیب غلط ده چې فرض کړو وروسته د بن له کنفرانس دې بهیر هېڅ وطني بنیاد نه درلود او په پوره ډول یوه بهرنۍ طرحه وه. ډېری بنسټونو چې وروسته له طالبانو ظهور وکړ، په واقعیت کې هغه پخوانۍ لارښوونې، نسخې او توسعې وې چې د هېواد په دننه کې د اصلاح طلب اقشارو په وسیله بنسټ اېښودل شوې وې. ولې دا لسیزه د افغانستان په تاریخ کې ارزښت لري او افغانو ښځو څه لاسته راوړنې درلودې؟

یوه لسیزه دموکراسي، ښځې به بیا عرصې ته راځي

ظاهرشاه ١٩ کلن و چې د پلار د ترور کېدو څو ساعته وروسته په کال ١٩٣٣ کې پاچا اعلان شو. د ظاهرشاه د سلطنت په لومړیو کلونو کې، د هغه ترونو د قوي ډلو او بنسټونو په وسیله صدراعظمي او وزارتونه اعمالول. د یوې لسیزې لپاره داوود خان، د ظاهرشاه د کاکا زوی، حکومت رهبري کړ.

یو کال وروسته د داوود خان استعفا له صدارت څخه، شاه ځینې اصلاحات لکه انتخابات او د مطبوعاتو آزادي اعلان کړه. د سلطنتي کورنۍ غړي؛ له مناصب دولتي تصدیو څخه منع کړل شول. سیاسي فعالیتونه هم تر یوه حده زغمل کېدل او ټولنیز اصلاحات چې د هغې له جملې څخه، د ښځو د وضعیت د خوندیتوب لپاره هڅې پیل شوې

په دې لسیزه کې ښځو د رأیې ورکولو حق او په ټولنیز او سیاسي فعالیتونو کې د ګډون حق درلود. که څه هم لومړنۍ ملي شورا د ١٩٢٠ کال په ورستیو کې تاسیس شوه. خو لومړني پارلماني انتخابات په ١٩٥٤ کې وشول. ډېرو کمو ښځو لکه رقیه حبیب، اناهیتا راتب زاده، خدیجه احراري او معصومې عصمتي د ملي شورا په دوه دورو( ١٩٦٥- ١٩٦٩ او ١٩٦٩- ١٩٧١) کې د پارلمان څوکیو ته لارې پیدا کړې. عزیزه ګردېزۍ او حمیرا سلجوقي هم د سنا غړیتوب ته منصوبې شوې. د لومړي ځل لپاره په کال ١٩٦٧ کې یوه ښځه، کبرا نورزۍ کابینې ته داخله شوه، او وروسته شفیقه ضیایي د ښځو دوهمې وزیرې، د وزیرانو شورا ته لار پیدا کړه.

خُلاصه دا چې د ١٩٦٤ کال اساسي فانون افغانستان متحول کړ. هېواد داسې انتخابات تجربه کړل چې نسبتاً آزاد ول. محرومو اقشارو، لکه ښځو وکولی شوی چې ملي شورا ته لار پیدا کړي. د افرادو مدني او سیاسي حقوق په قانون کې په رسمیت پیژندل شوي و، او د ښځو آزادي نوره ناروا نه وه.
د ښځو سازمانونه لکه “د مېرمنو ټولنه” او ” افغانستان د دموکراتیک ښځو سازمان” د هغوی د موقعیت د تسهیل لپاره د افغانستان په ټولنه کې مرسته وکړه. که څه هم د امان الله خان په دوره کې معدودو ښځو او د شاهي کورنۍ پورې تړلو ښځو، د ښوونځیو په تشکیل، خپرندویو او ټولنیزو بنسټونو کې ګام پورته کړی و، مګر د دموکراسۍ په لسیزه کې د ښځو د حقوقو فعالانو د لومړي ځل لپاره له ټولنې دننه په ډېر زیات تعداد او وسیع ډول میدان ته داخلې شوې.

ښځو په فعالانه ډول د محافظه کارانو په وړاندې له خپلو حقوقو څخه دفاع کوله او په سازمانونو او سیاسي مترقي حرکتونو کې غړیتوب درلود. په ١٩٦٤ کې د محافظه کارانو ځینو کړیو په ولسي جرګه کې یو قانون تصویب کړ، او ښځې یې له بهر زده کړو څخه پکې منع کړې وې؛ خو د ښځو او مترقي غوښتونکو سړیو له جدي نیوکو سره مخ شول او بېرته له خپلې غیر قانوني طرحې څخه لاس په سر شول.

دې شخړو د وخت په تېرېدو تشدید پیدا کړ. بنسټګرو هم د اصلاحاتو د جریان په وړاندې سازمانونه جوړ کړل او په ١٩٧٠ کې د مسلمانو ځوانانو سازمان، هغه ښځې په مرمیو وویشتلې چې لنډ کالي به یې اغوستې ول، ځینو یې په مخونو ورته تېزاب وپاشل. د ښځو د حقوقو ارتقا مخ په ځوړ شوه او په ١٩٧٣ کې د ګډوډۍ اږوده دوره شروع شوه. په هغه کال، کله چې ظاهرشاه اروپا ته په سفر تللی و، د تره زوی یې داوود خان د یوې سپینې کودتاه په مټ ” جمهوري دولت“ اعلان کړ.

د داوود خان مطلقه ” جمهوریت“ چې ځان یې رﺉیس جمهور ګڼلو، ځینې شدید محدودیتونه د حکومت په مخالفینو اعمال کړل، او په همدې خاطر د هغه مطلقه جمهوریت، ډېر مستبد، نسبتاً د ظاهرشاه له حکومت څخه یادولی شو.

هغه د ظاهرشاه د مشروطه پارلماني نظام خلاف و او همدا یې د وروسته پاتې والې علت ګاڼه. هغه د ١٩٦٤ اساسي قانون منسوخ او پارلمان یې منحل کړ. داوود خان د اقتصادي پرمختګ لپاره؛ سیاسي ازادي محدوده کړه. د هغه اقداماتو د هغه مخالفین راوپارول او هغوی یې تشدد ته وهڅول. د دې باوجود هم د ښوونځیو او پوهنتونو پرمختګ دوام وکړ او د ښځو شتون په ټولنیز ژوند کې محدود نه شو؛ خو نور د سیاسي حرکتونو فعالیت شتون نه درلود. د هغه بهرنی سیاست د شوروي اتحاد په لور متمایل شو چې د مذهبي بنسټګرو د راپارولو سبب وګرځېد. وروسته یې هڅه وکړه چې خپل پیوستون د شوروي اتحاد سره لږ کړي او د بهرني سیاست د اعلان لپاره د غرب خواته متمایل او د هغوی د مرستو جوګه شي، نو د همدې په خاطر د غرب د محتدو حکومتونو د غړیو د دیدار لپاره منځني ختیځ ته لاړ. د داوود خان دې اقدام د مسکو غوسه راوپاروله او د داوود خان او د هغه مخالف ګوند ”خلق“ ترمنځ یې اختلافات پیدا کړل، دا چې خلق ګوند د شوروي اتحاد ملاتړی و؛ نو په همدې خاطر یې مسکو ملاتړ وکړ. داوود خان خلقیان، لیبرالستان او همدارنګه محافظه کاران له ځانه شړلي ول، د مسکو ملاتړو یانې خلقیانو په ٧ د ثور په کال ١٣٥٧ل (٢٨ اپریل ١٩٧٨) کې د داوود په جمهوریت کودتاه وکړه او د هغه په شمول یې ډېری د کورنۍ غړي ورووژل.

داوود خان استبداد ته مایل ترقي غوښتونکی و او د ټولنیز همدارنګه اقتصادي او کلتوري پرمختګ لپاره یې هڅې کولې. د هغه د صدراعظمي په دوره کې (١٩٥٣-١٩٦٣) د لومړي ځل لپاره د افغانې مېرمنې غږ له رادیو څخه واورېدل شو. هغه د ١٩٥٩ کال د خپلواکۍ په جشن کې ښځو ته دستور ورکړ چې بغیر له چادري/برقې حاضرې شي. همدارنګه یې لومړنی د قابله ګي پوهنتون تاسیس کړ.

په دوه افراطونو کې ایسار

د داودد خان څلور کاله او نهه میاشتني حکومت په وینو لړلی پایله ودرلوده، او د بیا ځل لپاره وروسته له امان الله خان، هېواد په دوه افراطي برخو ووېشل شو او د اعتدال ګرایانو غږ زندۍ شو.
مذهبي افراطیانو په ډېر شدت سره په ټولنیز ژوند کې د ښځو په شتون مخالف ول، په داسې حال کې چې خلقیان د سنتي، مذهبي او بنسټیزو بدلونونو د چټک حل لپاره د جنسیتي برابري ملاتړ کاوه.
دواړه لوري، مذهبیان او خلقیان په شخړو متوسل شول او دې په وینو لړلې جګړې څو لسیزې دوام وکړ. د ډېری خلکو وینې وبهېدلې او میلیونونه انسانان د کورونو او هېواد پرېښودو ته اړ شول.

په ١٨ د اکتوبر کال ١٩٧٨، پنځه میاشتې وروسته له کودتا، د افغانستان دموکراتیک جمهوریت د ښځو د حقوقو اړوند فرمان صادر کړ چې د ٧مې شمېرې فرمان په نوم مشهور دی. دې فرمان د افغانستان د محافظه کارو ټولنه او بنسټګر په غوسه کړل. پاتې و چې فرمان ” د ښځو د حقوقو مساوي له سړيو سره د مدني حقوقو په برخه کې“ تأمین کړي او ”غیرعادلانه مناسبات، نرواکي، د ښځې او مېړه ترمنځ فیوډالي“
د ” کورنۍ د حسنه اړیکو د استحکام په خاطر“ له منځه یوسي. بحث راپارونکې برخه د هغه فرمان ٣دریمه او ٥پنځمه ماده وه. دریمې مادې ویل: ”انجلۍ یا د انجلۍ پلار نه شي کولی نغدې پیسې یا جنس د مهر په نوم، له لس شرعي درهمه، چې د بانک د نرخ مطابق، یانې درې سوه افغانیو پورې کېږي، واخلي. په پنځمه ماده کې د ماشومې واده منعه شوی و: ”کوژده یا واده د ښځې لپاره د ١٦ کلنۍ او د سړي لپاره د ١٨ کلنۍ څخه مخکې جواز نه لري.“ په ٦ ماده کې د مجرم یا ګنهکار لپاره له ٦ تر تر دریو کلونو بند ټاکل شوی و، او هم ویل شوي وو چې نغدې پیسې او هغه جنس چې د ٧اوومې شمېرې د فرمان د احکامو خلاف وي، مصادره کېږي.

دې او دې ورته نور، د خلقي دولت راډیکال سیاستونو، د محافظه کارو او بنسټپالو په رهبرۍ ملي مقاومت راوپاروو. په خلقۍ رژیم کې ښځې له پرمختللي اصلاحاتو، سیاسي او ټولنیز مشارکت څخه برخمنې وې. په داسې حال کې چې په کلیوالو سیمو کې مجاهدین، محافظه کار او افراطي ډلو په هغو حکومت کاوه، ښځې له زده کړو او ډېری لومړنیو حقوقو څخه بې برخې وې.

د ظاهرشاه او داوود خلاف چې په هغو کې یوازې د اشرافیه کورنۍ ښځو کولی شوای چې له مقرر حقوقو څخه په قوانینو کې استفاده وکړي.
د خلقیانو د حکومت په دوران کې، ټولنیزې ازادۍ د هغوی تر کڼټرول لاندې سیمو کې وغځېدې او د بېلابېلو اقشارو مېرمنې له اصلاحاتو برخمنې شوې. د راډیکال احکامو په بنسټ، خلقي رژیم ونه شوی کولی چې خپل اصلاحات د هېواد ګوټ ګوټ کې ترسره کړي، او له تهاجمي موقعیتونو څخه یې شاته تګ پیل کړ.

په کابل او ځینو نورو سترو ښارونو کې، ځینو ښاري جمعیتونو له دې اصلاحاتو څخه ملاتړ وکړ، د ښځو شتون په ټولنیز او سیاسي برخه کې وده ومونده او ځینې ښځې لکه اناهیتا راتب زاده، معصومه عصمتي وردک او صالحه فاروق د خلقي دولت په دوران کې په مهمو اجراییوي منصبونو کې خدمت وکړ. ډېری ښاري ښځو په سیاسي سازمانونو، ټولنیز او نظامي برخه کې د خلق او پرچم په دولت کې غړیتوب درلود.
د هغه وخت د شمېر په اساس تقریباً ١٥ زره تنو د ښځو دموکراتیک سازمان کې غړیتوب درلود. دې سازمان د ښځو لپاره رفاهي طرحې لکه: د سواد زده کړې او مسلکي تعلیمات برابرول.(ويمپلن، ٢٠١٥)

د خلقي رژیم په وروستي ١٩٩١، تقریباً ٧زره ښځو پوهنتونو او ٢٣زره نجونو د افغانستان سراسر ښوونځیو ته نوملیکنه کړې وه. ١٩٠ تنه ښځینه استادانې په پوهنتونو او ٢٢ زره تنه معلمانې په ښوونځیو کې په تدریس بوختې وې. (اکسیر و دیګران، ٢٠١٧)

له بله اړخه، جهادیانو ښوونځي سوځل، ښوونکي یې وژل او د کار او تعلیم لپاره یې د ښځو حقوق، غیر اسلامي اعمال، او د کمونستانو او غربي لبرالانو توطیې ګڼلې.
د فرهنګي، دیني او ټولنیز تخریب لپاره یې همدا موارد تبلیغول. د محافظه کارو او مذهبي افراطیانو مختلفې مختلفې کړۍ د خلقي رژیم په وړاندې جنګېدلې.
یو اقلیت د چپ یانې خلقیانو او د دوموکراسۍ د ملاتړ او لبرال مبارزان چې د شوروي له اشغال سره مخالف ول؛ خو د ښځو له ټولنیز او سیاسي او همدارنګه مدني ارزښتونو څخه یې ملاتړ کاوه، له دواړو طرفو جګړو سره ښکېل او د فشار لاندې ول، همدارنکه د تهدید، شکنجې او وژلو سره مخامخ ول. ځینو یې د هېواد دننه د خلقي رژیم ترڅنګ غلي پاتې شول، ځینې بیا ګاونډي هېوادونو او غرب ته پناه یوړه، او اقلیت یې د سیاسي محدودیت باوجود د هېواد دننه مبارزې ته دوام ورکړ. ډېری ښځې وې چې په فردي او سازماني ډول یې د عدالت غوښتنې مبارزې ته دوام ورکړ. مینا کشور کمال (١٩٥٦-١٩٨٧) د افغانستان د ښځو انقلابي جمعیت مؤسسه یو له هغو کسانو وه چې د اشغال په وړاندې د مقاومت ملاتړې او په عین حال کې د ښځو د حقوقو او ټولنیز دموکراتیک مدافع وه.
د هغې ملاتړي ادعا کوي چې د یوې توطیې په ترڅ کې د خاد، یانې خلقي دولت استخباراتو او بنسټپالو لخوا د پاکستان په کویټه کې د فبروري ٤ په ١٩٨٧ کې ترور شوه.

د اپریل ١٦ په کال ١٩٩٢ کې خلقي رژیم سقوط شو او جهادي احزابو د کابل واک په لاس کې واخیست. جهادي ډلې د قدرت د وېش په سر له یو بل سره جوړ نه شول، نو په داخلي جګړو او په ورانکاري یې لاس پورې کړ، چې د طالبانو په فتحې، د سپتامبر کال ١٩٩٦ کې جګړې پای ته ورسېدې. ښځې د مجاهدینو د رژیم په وخت کې له خپلو لومړنیو حقوقو څخه بې برخې وې.

د طالبانو ډله په کال ١٩٩٤ کې د قندهار په فتح کولو سره د افغانستان سیاست ته دننه شول. د دوه کلونو په ترڅ کې یې د سپتامبر په میاشت، کال ١٩٩٦ کې کابل اشغال کړ. طالبانو د نجونو ښوونځي، سیاسي سازمانونه، موسیقي او ګډېدا منعه کړه. فاطمه جعفري معتقده ده: چې ښځې د طالبانو په لومړني رژیم کې په چټک ډول له ناعادالانه چلندونو سره مخ او له خپلو لومړنیو حقوقو لکه زده کړې، د آزادی مالکیت او حتا بازار ته بغیر د محرم څخه له تګ منعه وې. (جعفري، ١٣٩٨)

په اګسټ ١٩٩٨ کال کې د طالبانو رهبر ملا محمد عمر، د ښځو د حقوقو اړوند فرمان صادر کړ چې تر واده او کورنیو مسایلو محدود و. په هغه فرمان کې د دوه کورنیو ترمنځ د شخړې په سر ”بدو کې د نجونو ورکول“ منعه کړل شوي و، همدارنګه په هغه فرمان کې ویل شوي ول چې د ښځې د مېړه له فوت وروسته، د مېړه د کورنۍ د لاسوهنې پرته، ښځه حق لري چې په خپله خوښه بل مېړه وکړي. په دې فرمان کې د ښځو زده کړو، کار، مالکیت او ډېری نورو مدني او سیاسي حقوقو ته نغوته نه وه شوې. (جریده رسمي، شماره ٧٨٨، ص ٧٦)

کوم شاتګ چې طالبانو د افغانستان په سراسر تحمیل کړی و، دومره ژور و چې د خلکو او ښارونو څېرې په تناسب د دوه لسیزو دموکراسي کې چې د داوود خان او خلقیانو په وخت کې په نظر راتلې، اوس د پېژندلو نه وې، او هېڅ ګومان نه کېده چې هغه دوه لسیزې د افغانستان په امتداد او یوه وخت کې تېرې شوې وي. طالبانو په پوهنتونونو، ښوونځیو او ښځو محدودیتونه د خپل کار اصلي محور ټاکلی و، او غوښتل یې چې هېواد له هغه تحولاتو چې په څو لسیزو کې لیدلي ول، ”پاک“ کړي. په ښځو ستم په وحشیانه ډول دوام درلود. د مثال په ډول: په کال ١٩٩٦ د اکتوبر په میاشت کې، طالبانو د یوې ښځې ګوته په دې خاطر پرې کړه، چې ولې رنګ ناخون په نوکانو وهلی و. (ګریفین، مایکل ٢٠٠١) په یوه بله پېښه کې، طالبانو اعلان وکړ چې په کال ١٩٩٦، د دسمبر په میاشت کې یې ٢٢٥ تنه ښځې د شرعي پوښاک په نقض نیولې او مجازات کړي دي. د زرمینې د اعدام انځورونه چې په غازي استدیوم کې په کال ١٩٩٩ کې خپاره شول، نړۍ هکه پکه کړه، زرمینه په طالباني نظام کې د ښځو د نماد/نښې او قربانۍ باندې بدله شوه، هغه د پنځو اولادونو مور د کابل په مشهور فوتبال لوبغالي، د ٣٠زره تنو لیدونکو په مخ کې اعدام شوه.

په اکتبر ٢٠٠١ کې کله چې ناټو د امریکا په رهبري په افغانستان حمله وکړه او د طالبانو حکومت یې په ٢٠٠١ د دسامبر په میاشت کې نسکور کړ، د سیاست او ټولنې صحنه په داسې لیدونکې ډول بدله شوه او څه ډول چې د دې مقالې په سر کې مو وویل د افغانستان کښتۍ په داسې څپو ورغله چې په لیدونکې ډول، روښانتیا او فرصتونو ډک سباوون په نظر راتلل.
ډېری څراغونه بل شول او فرصتونه هم په لاس راغلل؛ خو ملاحانو/کښتۍچلوونکو ونه شوای کولی چې په څپو اوښتل زده کړي او د وطن کښتۍ په لاس کې ونیسي.

دوه لسیزې جمهوریت

دوه کاله وروسته د طالبانو له سقوط، د لویې جرګې ٥٠٢ تنو ګډونوالو د” افغانستان اسلامي جمهوریت“ په ٤ د جنوري ٢٠٠٤ کې تصویب کړ، چې په ٢٦ د جنوري په هماغه کال کې رسماً اعلان شو. تر هغه وخته پنځه اساسي قانونونه نور د امان الله د لومړي اساسي قانون چې ١٩٢٣ کې معرفي کړی و، معرفي او لغوه شوي ول. نوی اساسي قانون د پخوانیو هڅو په دوام، د ” دولت د همیشني بنسټ تاسیس“ و، چې د بن په لوظنامه کې د ٥ دسامبر ٢٠٠١ کې مالوم شوی و. په دې اساسي قانون کې د ښځې حقوق په رسمیت پېژندل شوي و. په شپږمه ماده کې د دولت اساسي قانون د ”د ټولنیز عدالت او مترقي پر بنسټ ټولنه، د انساني کرامت ساتنه، له حقوق بشر څخه ملاتړ، د دموکراسي تحقق او متوازن انکشاف” شوي و. په اوومه ماده کې راغلي ول چې:” دولت به د ملګري ملتونو منشور، د بین الدول ټړونونه، د بین الملل میثاقونه چې افغانستان په هغه پورې محلق دی او همدارنګه د حقوق بشر د نړیواله اعلامیه به رعایتوي.”

په ٢٢ ماده کې “هر ډول تبعیض او امتیاز د افغانستان د اتباعو تر ترمنځ منعه” ښځه او نر د قانون په وړاندې د مساوي وجایبو او حقوقو وړ ګڼل شوي ول. په ٤٣ او ٤٤ ماده کې د ښځو د زده کړو حق تضمین شوی و. د هغه اساسي قانون په ٨٣ ماده کې راغلي وو چې حداقل ٢٧اوه ویشت، د ولسي جرګې څوکۍ باید د ښځو نماینده ګانو په وسیله ډکې شي.

په راتلونکې کلونو کې د ښځو د حقوقو د تضمین لپاره نور قوانین او مقررات تصویب شول چې ځینې یې د محافظه کارو له خوا سره مخامخ شول. د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د منع قانون په مجلس کې تصویب نه شول او ولسمشر په ٢٠٠٩ د جولای په ٢٠ کې هغه فرمان په رسمیت وپېژند. په هغه قانون کې ٢٢ برخې چې د هغې له جملې د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی، په کم عمر واده، اجباري انزوا، کار زده کړې او صحي خدمات معرفي او منعه شوي ول.

حقوقي اصلاحات د اشتیاق د بدلون باوجود د د نسبت متوسطې ښاري او ډېری هغه اشخاص او کورنۍ چې د مهاجرت پر مهال له متفاوتو چاپیریالونو سره اشنا شوي ول، او اوس وطن ته په رڼو ذهنیتونو راستانه شوي ول، د ښځو د سیاسي او ټولنیز مشارکت په برخه کې په ٢٠٠١ کې ډېری پرمختګونه منځ ته راوړل. په ٢٠٠٤ کې د لومړي ځل لپاره، یوه ښځه (مسعوده جلال) د ریاست جمهوري انتخاباتو ته نومانده شوه او د ١٧ تنو نارینه نوماندو تر منځ یې، شپږم ځای خپل کړ. ښوونځي او پوهنتونونه د هېواد په ګوټ ګوټ کې د هلکانو او انجونو پرمخ پرانیستل شول چې د زده کوونکو شمېر په ٢٠٠١ کې ٩سوه تنو څخه په ٢٠٢٠ کې له ٩,٥ میلیونه تنو ته پورته شو او ٣٩ سلنه د همدې مجموعې نجونې وې. په تدریجي ډول د ښځو حضور په ادراتو، ورزشي لوبغالو، علمي مرکزونو، کارخانو او بازار کې زیات شو. د نړیوال بانک د خبر په اساس، په ٢٠١٤ کال کې ١٦,١ سلنه ښځو په افغانستان کې د کار ځواک تشکیلاوه. په زیاته کچه ښځې وزیرې، د وزیر مرستیالې، د اردو منصبدار، والي، ولسوال، ویناوال، ورزشي اتلانې، دیپلوماتانې، د پارلمان غړې او د پوهنتون استادانې شوې.

په همدې حال، د ښځو لپاره د بریا پر لور تګ، په افغاني محافظه کاره ټولنه کې له ګواښونو سره مخ و، او هغوی مجبورې وې چې له تبعیض، آزار او اذیت، تاوتریخوالي او ډېری نورو کلتوري، سنتي او قانوني موانعو سره مبارزه وکړي. په عین حال کې دا پرمختګونه متوازن او چټک نه ول. د هېواد ځینې برخې د جنګ او طالبانو د نفوذ په خاطر له دې تحولاتو محرومې پاتې شوې. د ناموسي قتلونو، اجباري ودونو او کورنیو تاوتریخوالو شمېر زیات و. په ٢٠١٢ کال کې د ناموسي وژنو ٢٤٠ پېښې ثبت شوې وې. دا وژني د مېړونو، وروڼو، پلرونو او نورو خپلوانو په وسیله ترسره شوې وې.

په ٢٠١٥ د مارچ په ١٩، د ٢٧ کلنې فرخندې ملک زاده، غمجنې وژنې افغانستان او نړۍ هېښه کړه. په هغې ورځ د هلکانو او سړیو یوې ډلې په کابل کې، د شاه دوشمشېرې زیارت ترڅنګ او د ارګ په څو کیلومرۍ کې آغلې فرخنده سنګساره او په وحشي ډول ووژله. قاتلانو ادعا کوله چې هغې قرآن سوځولی، چې وروسته همدا ادعا غلته ثابته شوه. څېړنو په ډاګه کړه چې هغه خپله د دیني زده کړو ښوونکې وه. ملا زین الدین چې د شاه دوشمشېرې زیارت ترڅنګ یې تعویذونه لیکل، له فرخندې سره د تعویذونو د ثواب او ناثواب په خاطر یې تکفیر کړله او ناخبره او متعصب ځوانان او سړي یې د هغې په وړاندې تحریک کړل.

د فرخندې غموونکې مرګ د افغانانو د مډرنیزه کولو یوه بله مرحله او تصویر نړۍ ته وړاندې کړ. د همدې پېښو په لړ کې په ٢٠٢١ د اګسټ په ١٥ نېټه طالبانو د دوهم ځل لپاره هېواد اشغال کړ، د ٢٠٠٤ کال اساسي قانون یې لغوه او خپل تور امارت یې تأسیس کړ. ښځې او ښوونځي د هغه کال اصلي اهداف ول او تروریستان د ترقي غوښتونکو مخالفان ول.
د جمهوریت په وروستیو کې افغانستان د زده کوونکو، ښځو او د دوموکراسۍ په قتل ګاه بدل شوی و.

د دوهم ځل لپاره د طالبانو تور چال!

د امریکا متحده ایالات په ٢٠٢٠ د فبروري په میاشت کې له طالبانو سره په دوحه کې تړون لاسلیک کړ چې د هغه په اساس به، د ایتلاف ځواکونه د امریکا په رهبري له افغانستان وځي، همدارنګه له طالبانو وعده واخیستل شوه چې د افغانستان خاوره به د امریکا او متحدانو د امنیت د خرابېدو په وړاندې نه کارول کېږي. د امریکا او ناټو ځواکونو له وتلو وروسته، د طالبانو حملې د امنیتي ځواکونو په وړاندې زیاتې شوې او شورشیانو چې په ٢٠٢١ د می په میاشت تهاجم پیل کړی وو، د هېواد ډېری برخې ونیولې. پر ١٥د اګسټ طالبانو د کابل کنترول په لاس کې ونیو.
په سلګونو زرو تنو د طالبانو د انتقام له وېرې هېواد پرېښودو ته اړ شول او د خلکو هغه انځورونه چې د میدان هوایي خواته یې هجوم وروړی و، نړې هکه پکه کړه.

طالبانو ټول سیاسي مدني او سیاسي حقوق په خاصه توګه د ښځو لپاره، چې په ډېره ستونزمنه توګه لاسته راغلي و، لغو اعلان کړل. د هغوی د بشري ضد اقداماتو د اعتراضونو غبرګونونه د هېواد دننه او بهر راوپارول. په ١٧ د اګسټ کې، چې د طالبانو د راتګ دوه ورځې شوې وې، د ښځو ځینې کوچنۍ ډلې راټولې شوې او د ښځو لپاره د برابر حقوقو غوښتونکې شوې. طالبانو اعتراضونو ته وخت ورنکړ او ځینې نور محدودیتونه یې د وخت په تېرېدو تشدید کړل. هغوی د نجونو پرمخ ښوونځي او پوهنتونونه وتړل او همدارنګه ښځینه کارکوونکې یې له دفترونو او کار له ساحې منعه کړې. ذبیح الله مجاهد په ٢٤ د اګسټ وویل چې شغل لرونکې مېرمنې دې تر هغه وخته په کور پاتې شي، تر څو چې ورته د کار مناسب سیستم برابر شي. هغه وعده وکړه چې دا اقدام موقتي دی؛ خو د وخت په تېرېدو نور محدودیتونه هم په ښځو ولګېدل او هیبت الله د طالبانو امیر المومنین یو فرمان صادر کړ، چې د ملاعمر د ١٩٩٨ کال د فرمان سره یې ورته والی لري. دا فرمان د ښځې حق د مېړه په انتخاب کې، له مېړه د مهر اخیستل او د حق ارث پورې محدود دی. په دې فرمان کې د ښځو د حقوقو اړوند هېڅ نه دي ذکر شوي لکه: مالکیت، زده کړې، سیاست او کار. د دې فرمان کاذب عنوان چې د ښځو حقوق دی، یوه لنډه قاعده د ښځې د محدودلو لپاره ده. د ښځو او سړیو ترمنځ د شرایطو توضیح یې داسې کړی: ځوانې نجونې په خپله خوښه کوژدنې کړي، ښځې په بدو کې مه ورکوﺉ، کونډې خپل انتخاب ته پرېږدﺉ، کونډو ته میراث ورکړﺉ، کله چې کونډه مېرمن کوﺉ، نو مهر ورکړﺉ او که څو ښځې لرﺉ په منځ کې یې عدل وکړﺉ

وروسته له دې فرمان طالبانو په سیستماتیک ډول،
په فرمان او بې فرماني ښځې له ټولنې محوه کړې او تر دې حده مخکې لاړل چې حتا حمام ته له تګ یې هم بندې کړې. د بي بي سي ویبپاڼې په ٢٩ د جنوري یو اوږد فهرست د طالبانو د فرمانونو او اقداماتو خپور کړ چې په ښځو په یونیم کال کې صادر او پلي شوي ول. بي بي سي هغه فرمانونه او اقدامات په څلور کټګوریو وېشلي و: (١ د ښځو محرومیت له سیاست،) ٢: (په عمومي فضا کې د ښځو د شتون محرومیت) ٣: (د ښځو محرومیت له زده کړو،) ٤ : او د ښځو محرومیت له کار څخه.

د طالبانو د مخ توري او زموږ د خلکو بد روزګار مرور، د هغه ظالمانه اقداماتو او فرمانو تاریخ او صدور دلته درسره شریکوو: ١) په کال ٢٠٢١ او د سپتمبر په میاشت کې طالبانو خپله نارینه کابینه اعلان کړه او ښځې رسماً حذفې شوې. ٢) په همدې کال په ٨ د سپتامبر د طالبانو د داخله وزارت د ښځو له اعترضونو سره مخ و، او په یوه بیانیه کې یې د طالبانو د امنیتي ننګونو په خاطر یې اعتراضونه منعه اعلان کړل. یوه ورځ مخکې طالبانو په هرات ښار کې په معترضو ښځو ډزې وکړې، چې درې تنه پکې ووژل شوې او ٧ تنه ټپیانې شوې. ٣) په ١٩ د سپتامبر کال ٢٠٢١ کې طالبانو د کابل ښاروالۍ ښځینه کارکوونکو ته وویل چې یوازې هغه کسانې د کار اجازه لري، چې سړي د هغوی کار نه شي کولی. ٤) له پیل څخه یې موسیقي بنده او د هنرمندانو د تحقیر او بې عزتۍ، همدارنګه د موسیقي د سامان آلاتو انځورونه او ویډیوګانې خپرې شوې.
د طالبانو په راتګ سره د یوې میاشتې په ترڅ کې د موسیقۍ د زده کړې مرکزونه او مؤسسې بندې شوې. ٥) په ٨ د سپتامبر کال ٢٠٢١ کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال وزیر، احمدالله وثیق، د ښځو ورزش ”نامناسب او نااړین“ وګڼو. ٦) په ١٢ د سپتامبر کال ٢٠٢١، د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر بي بي سي ته وویل چې جنسیتي تفکیک به د نجونو او هلکانو زده کړیالانو ترمنځ په ټولو پوهنتونونو کې اعمال پلی کړي. وروسته له یو څه مودې هغوی د ښځو د درس ویلو وختونه او ورځې هم بدلې کړې.
٧) د ښځو وزارت یې منحل کړ. په ١٧ د سپتامبر یې د هغه وزارت نوم يې د امرباالمعروف او نهی عن المنکر ته بدل کړ. ٨) په ١٧ د سپتامبر کال ٢٠٢١ کې یې د لېسې او منځي ښوونځي نجونې له زده کړو محرومې کړې. فکر کېده چې راتلونکی کال به د نجونو پرمخ ښوونځي پرانیستل شي، او په کال ١٤٠١ د حمل په ٢ نجونې خپل ښوونځیو ته ولاړې؛ خو طالبانو هغوی په اوښلنو سترګو بېرته کورنو ته راستنې کړې. ٩) د نوامبر په میاشت، کال ٢٠٢١ کې ښځې په تلویزیوني برنامو کې له راښکاره کېدو منع شوې او دستور ورکړل شو چې ځانونه مکمل وپوښي. ١٠) ٢٦ د دسمبر، کال ٢٠٢١ کې په ښځو د سفر محدودیتونه ولګېدل او ورته وویل شول چې له پلار، ورور، مېړه او زوی بغیر له ٧٢ کیلومترو د زیات سفر حق نه لري. ١١) په ٢٤ د فبروري، کال ٢٠٢٢کې له محرم بغیر له هېواد بهر تګ منع اعلان شو. ١٢) د طالبانو د حاکمیت په لومړنیو څو میاشتو کې د معرضو ښځو پناه ځایونه ورک شول. ١٣) په جنوري میاشت، کال ٢٠٢٢ کې طالبانو د حجاب د مراعتولو کمپاین پیل کړ او ٧ د می په هماغه کال د یو فرمان په ترڅ کې له ښځو وغوښتل شول چې په عام محضر کې باید خپله څېره وپوښي، ګنې د هغوی ”سړی یا مېړه“ به مجازات کړي. ١٤) د می په میاشت، کال ٢٠٢٢ کې د موټر چلوونکو زده کړن ځایونو ته دستور ورکړل شو چې ښځو ته زده کړې ورنه کړي.
١٥) د سپتامبر په میاشت، کال ٢٠٢٢ کې د بهرنیو ژبو د زده کړو مرکزونو ته په کابل او ډېری نورو ولایاتو کې دستور ورکړل شو چې د ښځینه معلمانو د استخدام تر وخته پورې، ښځینه زده کوونکو ته حق نه لري چې ټولګي شروع کړي. په هماغه میاشت کې نجونو له دیني ټولګیو او جوماتونو هم منع شوې. ١٦) د اکتوبر میاشتې په لومړۍ اونۍ کې چې د کانکور ازموینې وې، د نجونو لپاره د رشتو انتخاب محدود شو. نجونې له زراعت، مالداري، ساختماني انجینري او معادن رشتو کې له زده کړو منع شوې. ١٧) په ٢٧ د نوامبر ٢٠٢٢، د ښځو او سړیو لپاره پارک ته د تګ ورځې مشخصې شوې. په همدې میاشت کې د ښځو ورزشي ځایونه او حمامونه هم تعطیل شول. ١٨) د دسامبر په ٢٠٢٢، ښځینه فارغ التحصیلانې له پوهنتون دباندې د جشن نمانځلو څخه منع شوې. ١٩) په ٢١ د دسامبر ٢٠٢٢، نجونې له لوړو زده کړو منع شوې. ٢٠) په ٢٤ دسمبر ٢٠٢٢، طالبانو ښځینه کارکوونکې له دولتي او غیر دولتي خارجي او داخلي مؤسسو څخه منع کړې.

خو دا ټول د ښځې او ښوونځي داستان نه دی او د ترقي غوښتونکو او مرتجعانو مقابلې لا پای ته نه دي رسېدلي. ښځې دا ځل ډېرې ځواکمنې او په الهام بښونکې ډول، له پخوا د خپلو حقوق د دفاع لپاره ولاړې دي. په دې وروستي یونیم کال کې، د هېواد ښځې، د مظلومیت د داستان اصلي قهرمانې وې/دي. د تعلیم او آزادي نوی فصل او بهار به ډېر ژر بېرته را زرغون شي، او دا ځل به زموږ خلک د ترقي او تقویت لپاره ډېرې کلکې پایې جوړې کړي او د انګېزې او مهارت نوې څپې به ولري.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.