د افغانستان په معاصر تاریخ کې د شاه امان الله موقف او ځای

لیکوال: کاندید اعظم سیستاني، ژباړه: هیله تبسم

553
د افغانستان په معاصر تاریخ کې د شاه امان الله موقف او ځای
(د خپلواکۍ د ١٠٤ کالیزې په مناسبت)

شاه امان د افغانستان یواځینی پادشاه و چې د افغانستان خپلواکي یې د انګلیس استعمار له منګولو لاسته راوړه(١٩١٩).
شاه امان الله افغانستان یواځینی رهبر و چې د ښځو او سړیو د حقوقو برابروالي او د هېواد د نورو وګړو د حقوقو برابروالي لپاره عملاً لاس په کار شو، او د دې برنامو د عملي کولو پر سر یې خپل تحت او تاج له لاسه ورکړل.
شاه امان الله د افغانستان یواځیني شاه و چې د لومړي ځل لپاره یې د خپل هېواد د خلکو د حقوقو لپاره اساسي قانون په عالي مبانیو تصویب او وضع کړ، او د هغه د تطبیق او عملي کولو په لار کې یې عملاً ګام اوچت کړ.

شاه امان الله د افغانستان لومړنی شاه و چې په افغانستان کې یې د خپلې دورې په جریان کې، هېڅ آزادي غوښتونکی او خپل منتقدین زندان ته ونه سپارل او هېڅ کوم أزادي غوښتونکی یې له منځه وې نه وړ.

شاه امان الله د افغانستان لومړنی شاه و چې د معارف په تعمیم یې د هېواد په سراسر کې لاس پورې کړ او بیا هم لومړنی پادشاه و چې خپله یې لویانو ته تدریس کاوه او د هغوی لپاره یې ځانګړې تګلاره د سواد زده کړې لپاره د ١٠ ورځو په مدت کې وضع کړه.

شاه امان الله د افغانستان لومړنی شاه و چې د خپل لس کلنې دورې په جریان کې یې له هېڅ کوم بهرني هېواد د پیسو مرسته ونه غوښته او خپلواک حکومت یې وکړ.
شاه امان الله د افغانستان لومړنی شاه و چې په لویه جرګه ١٩٢٨ پغمان کې؛ د افغان ښځو آزادي د چادري/بورقې( یې د تحقیر او نابرابري نښه) اعلان کړه او پر خپلو اصلاحي ګامونو کې یې یو بل انقلابي ګام اوچت کړ او په هماغه لویه جرګه کې ملکه ثریا او د شاه خور زینب جان په لوڅ مخ جرګې ته راغلې.

شاه امان الله د افغانستان یواځینی شاه و چې د لومړي ځل لپاره یې د جمعې لمونځونه، محراب او ممبر د ملا له اختیاره واخیستل او خطبه او لمونځ یې په خپله قرئت کول، مخکې له هغه او وروسته له هغه هېڅ کوم پادشاه او د افغانستان رهبرانو له ملا او خطیبانو څخه د محراب او منبر د اخیستو جرئت نه درلود.

شاه امان الله د افغانستان لومړنی شاه و چې عدالت یې له سلطنتي کورنۍ پیل کړ. معاش، نسبي امتیازات او پخه ډوډۍ یې له ارګ په هغوی منع کړه.
شاه امان الله لومړنی شاه و چې د پیرانو، روحانیونو، خوانینو او متنفذو ملکانو باندې یې بیت المال بند کړ او کار کول یې د دې امتیازاتو د اخیستو شرط ورته کېښود.

شاه امان الله د افغانستان لومړنی شاه و چې بغیر له ساتونکو به د ملت په منځ کې ګرځېدو او له هغوی سره به ملحق کېدو، او ځان یې د خلکو له غم او درد خبراوه او حتی الوسع یې د دې درد او غم د حلولو کوښښ کاوه.

شاه امان الله لومړنی شاه و چې جرمني او فرانسوي مهندسان یې راغوښتل، تر څو له چمن تر کوشک، هرات او کابل د ریل پټلۍ څېړنې ترسره کړي او په دې کار سره یې غوښتل چې هېواد د آبادۍ او پرمختګ په قطار کې ودرېږي. هغه له شاه دوشمشېرې تر دارالمان پورې ریل پټلۍ وغځوله چې خلکو او دولتي مامورینو ترې ګټه اخیسته.

شاه امان الله لومړنی شاه و چې د کابل ښار نوې طرحه یې د تاجک په تپه کې بنسټ کېښوده او د دارالمان قصر یې په عصري معیارونو او مجهز کانالیزاسیون اعمار کړ، شل نورې مډرنې ودانۍ یې د دولتي دفترونو لپاره په بالاباغ کې د دوبي مرکز په حیث اعمار کړې.
شاه امان الله لومړنی شاه و چې د څښلو اوبو په برخه کې یې د کابل خلکو ته جدي پاملرنه وکړه او د پغمان اوبه یې د نلونو په وسیله د کابل خلکو ته راورسولې.

شاه امان الله د افغانستان لومړنی شاه دی چې د انګلیسي استعمار د سیاست پر ضد یې پاڅون وکړ، او د هېواد د بشپړې سیاسي خپلواکۍ په زده کړه کې بریالی شو. له شکه وتې، که هغه چېرې د انګلیس پر ضد پاڅون نه وای کړی او د خپل پلار په څېر یې د هېواد په چارو کې د انګلیس پیروي کولی، شاید تر څو چې ژوندی وای، د افغانستان پادشاه به و. خو دا چې هغه د خپلواکي، د هېواد د سرلوړي او د خپلو خلکو د بشپړې خپلواکي عاشق و، دا پادشاهي تاج او تحت یې د خلکو او د هېواد د خپلواکي په لار کې کېښودل.

امان الله خان لومړنی شاه دی چې د خپلې پادشاهي په لومړۍ ورځ یې مامورینو او د کابل اوسېدونکو ته د افغانستان د خپلواکۍ عام او تام خبره وکړه او خپل سطنت یې د هېواد د خپلواکۍ په لاسته راوړلو اعلان کړ او ویې ویل:
”زما عزیز ملته؛ زه د سرتېري دا جامه/لباس تر هغه له تنه نه لرې کوم، تر څو چې مې د مور هېواد لپاره د خپلواکي جامه/لباس چمتو کړی نه وي! زه به مې توره تر هغو کېنږدم تر څو چې مې د هېواد د حقوقو غاصبین په خپل ځای نه وي کېنولي! ای زما عزیز ولسه او ای زما فداکار سرتېرو! د هېواد د ژغورلو لپاره خپله وروستۍ هستي راوړﺉ، راشﺉ چې خپل له غیرت ډک سرونه د هېواد د خلاصون لپاره فرباني کړو!“

د خپلواکۍ غوښتونکي شاه، دا خبرې د سپاهیانو او کابل اوسېدونکو لخوا د الله اکبر او زنداباد امان په شعارونو بدرګه شوې. د دې ارادې پیامد او د ملت په کلک عزم او ملاتړ افغانستان د سیاسي خپلواکۍ څښتن شو.

غازي امان الله خان  د هېواد خپلواکۍ لاسته راوړلو وروسته په ځینو ټولنیزو او کلتوري اصلاحاتو لاس پورې کړ چې د هغه تحقق د استعمار لپاره د منلو وړ نه و، په همدې اساس استعماري توطیې د روحانیونو په عکس العمل او د هغوی لاس لرل له استعمار سره، په کال ١٩٢٤ او ١٩٢٩ کې اماني رژیم له سقوط سره مخ کړ.

هغه ځانګړنه چې امان الله خان یې په بې بدیل اتل بدل کړ، په دې نقطه کې نغښتی و چې د خپلو خلکو او هېواد عاشق و او هغه پرمختللي افکار چې د هېواد د سوکالۍ او او پرمختګ لپاره یې په ذهن کې لرل، په دې ډول زړورو اقداماتو یې لاس پورې کړ. او همدارنګه له تېرو شاهانو برعکس یې زړه په تخت او تاج پورې ونه تړو، بلکې د افغانستان د څهرې بدلولو لپاره یې له ریسکه ډک تابو ماتولو سره مخکې لاړ چې په همدې اساس یې تخت او تاج له لاسه ورکړل، خو په هېواد کې یې داسې ارزښتونه رامنځته کړل چې راوروسته مستبدو شاهانو ونه شو چې کولی چې هغه له خلکو واخلي.“ (د حزب همبستګي افغانستان، ویبپاڼه)

د یو سیاسي رهبر، هغه که شاه، امیر یا هم رئیس جمهور وي، له دې ستر ویاړ نشته چې کله د بهرنیو یا هم داخلي دسیسو او توطیو په اساس له قدرت لرې کړل شي، خو خلک د هغه د دفاع لپاره راولاړ شي او د سلطنت او قدرت لپاره یې اوه میاشتې بغیر له کوم امتیازه سرونه قرباني کړي؛ خو سنګر ورنه کړي. او هغه څوک چې د ملت لخوا یې دا ویاړ په برخه شو، شاه امان الله خان و.

امان الله خان له ملکې ثریا او خپلې کورنۍ سره روم ته لاړ او د یوه مهاجر په حیث یې فقیرانه ژوند وکړ. د ١٩٦٠ کلونو په لومړیو کې امان الله خان د سویس په یوه کلنیک د ینې د معالجې لپاره بستر شو، خو معالجه ګټوره تمامه نه شوه او د ٢٥ اپریل په لومړیو کې وروسته له هغه چې ٣٧ کاله یې د شهزاده او پادشاه په صفت او ٣١ کاله یې د یوه بېنوا مهاجر په حیث ژوند وکړ، سترګې یې له نړۍ پټې کړې.
د امان الله خان جنازه د یوه ګارد لخوا په احترام تر الوتکې بدرګه شوه او افغانستان ته یې را انتقال کړه. په جلال آباد کې داسې ترتیبات نیول شوي ول چې د هغه ورېرونه به تابوت قبر ته وړي، خو د بعضې خلکو او شینوارو سنګوخېلو قبیلې هغوی یوه طرف ټېله کړل او اصرار یې وکړ چې تابوت به دوی قبر ته انتقالوي او همدا کار یې وکړ، د هغه وصیت یې پرځای کړ او د خپل پلار د قبر ترڅنګ یې خاورو ته وسپارو.
د دې مترقي غوښتونکي شاه یاد دې تلپاتې او روح یې ښاد!

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.