ایا ښځې له لیک لوست څخه منع شوې؟

مولانا عبدالرحمان هوتک

431

زه هیله لرم چې ټویټر اکاونټ به جعلي وي او د لوړو زده کړو له نوماند وزیر صاحب سره به تړاو نلري او که د هغوئ وي بیا نو که څه هم پدغه ډول اباطیلو د هغوئ استناد د تاسف وړ دی، مګر کور یې ودان چې په دغه ډول پوسټونو پر همدې موضوع ډیالوګ یا علمي مناقشې ته لار پرانیزي.

اصلي موضوع:
پدغه پوسټ کې د ښځو دوه واجبات یاد شوي، چې یو: د کتابت له تعلیم څخه د هغوئ ممانعت او دویم: پر ښځه باندې د نارینه یا خاوند د خدمت وجوب.
دغه دواړې خبرې په صورت مطلق او قطعي ډول د دین له روح، صریح او ثابتو نصوصو، فقهي متونو او د حنفي امامانو له مسلک سره په تضاد کې دي، چې لاندې به یې په لنډ ډول وڅېړو:
١- د ليک لوست د ممانعت روایات: پدغه پوسټ کې په یوه روایت استناد شوي چې ګواکې ام المؤمنین عائشې رضي الله عنها له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه دا روايت کړی چې: ښځو ته لیک لوست مه ور زده کوئ! بلکې سورت النور اوبدل یا قالینبافي غوندې کسب ور زده کړئ!.
دغه روایت د حدیثو د ټولو محققینو په آند موضوع، کذب، مختلق او په ام المومنین (رض) او رسول الله صلی الله عليه وسلم پسې مطلق افتراء ده.
دغه روایت په عائشه رضي الله عنها پسې دو کسانو؛ محمد بن ابراهيم الشامي او عبد الوهاب بن الضحاک تړلي، دا دواړه محققینو واضعین، کذابین او سارقین بللي او په اړه یې وایې چې: کذاب، یضع الحدیث، یسرق الحديث، لا شيء او لا تحل عنه الرواية.١* یانې هغه دروغجن دی، حديث وضع کوي، د نورو روایات غلا کوي، له سره هیڅ شئ ندی او حدیث ترېنه روایتول جواز نلري.١*
ددغو کذابینو په اړه يواځې وزیر صاحب نه، بلکې تر ده پخوا یو شمیر ډیر ستر علماء هم له دغه ډول اشتباه سره مخ شوي، مګر د حدیثو د حریم ساتنې لپاره الله تعالی په هر دور کې داسې اجله محققین پیدا کړي چې د ستنې د سپم هومره ذره یې هم د خپل تحقیق تر ذره بین تير کړي او یوه ذره اشتباه یې نده پکې پرېښې، د هغوئ په ذره بین کې دغه روایت او د هغه راویان مطلق کذب، موضوع او روایتول یې ممنوع اعلان شوي.
له دوئ څخه علاوه جعفر بن نصر، په ابن عباس رضي الله عنه پسې، زبیر بن عبد السلام په ابن مسعود رضي الله عنه پسې او دغه راز په سيدنا عمر او ابن عمر رضي الله عنهم پسې هم تړل شوي، مګر د هغو حالت تر ابراهیم الشامي او عبد الوهاب بن الضحاک هم بدتر دی، علامه عظیم آبادي، عسافي، الباني او ګڼو نورو محققینو یې ټول طرق څېړلي او بیا وایې چې: حديث النهي موضوع کما قال الذهبي، وطرقه کلها واهیه جدا..٢*. يانې له لیک لوست څخه د ښځو د ممانعت حديث له ځانه جوړ شوی او د روایت ټولې طريقې یې په وروستۍ کچه سستې او بې اعتباره دي.
ددې په مقابل کې په قرآنکریم کې ګڼ عام او په حدیثو کې په مشخص ډول د ښځو د لیک لوست د جواز صحیح او ثابت نصوص شته؛ په قرآنکریم کې الله تعالی فرمائي: فأعلم انه لا إله إلا الله. محمد:١٩. پدې پوه شه چې له الله تعالی پرته هیڅ د عبادت لائق نشته. امام بخاري رحمه الله د همدې آیت په استناد بسته باب منعقد کړي او عنوان يې دي: العلم قبل العمل. یانې تر هر عمل مخکې د هغه زده کړه یا تعلیم فرض دی، پر دغه آیت برسېره یې ګڼ نور نصوص پکې رانقل کړي چې له مخې یې د ټولو فرضي عباداتو او هغو دنیوي معاملاتو تعلیم چې انسان پکې ښکيل وي، پر نر او ښځه باندې فرض عین دی.
دغه راز د قرآنکریم په لومړنیو نازل شويو آیاتونو کې الله تعالی فرمائلي: إقرأ وربك الأكرم. الذي علم بالقلم. العلق:٣-٤. يانې ولوله! او رب ستا ډیر د کرم څښتن دی. هغه ذات دی چې زده کړه يې ورکړې(انسان ته) په قلم (لیک لوست) سره. دغه آیاتونو عام دي، پر ټول انسانیت باندې د الله تعالی ستر انعامات پکې بیان شوي، حکم یې هم ټول انسانیت، نر او ښځو ته په یو شان شامل دي.
په حدیثو کې د شفاء بنت عبد الله رضي الله عنها حديث ډیر مشهور دی، په کوم کې چې هغې روایت کړی چې زه له ام المؤمنین؛ حفصې رضي الله عنها سره ناسته وم، رسول الله صلی الله عليه وسلم تشریف راوړ او ماته یې وویل: ألا تعلمينها رقية النملة، كما علمتيها الكتابة.٣* ایا هغې (حفصې) ته د دانو دم نه ور زده کوې، لکه څنګه چې دې لیک لوست ور زده کړی؟
دغه راز امام بخاري رحمه الله په الادب المفرد کې پدې عنوان یو باب منعقد کړی: باب الكتابة إلى النساء وجوابهن. يانې ښځو ته په ليکلې بڼه پوښتنې ليږل او د هغو له لورې په ليکلې بڼه ځوابونه ورکول. او بیا یې د عائشة بنت طلحة دا قول پکې رانقل کړی چې: ما د ام المومنین؛ عائشې رضي الله عنها خدمت کاوه، هغې ته به له ټولو ښارونو د علمي پوښتنو په موخه د علم تږي راتلل، ماته به چا لور او چا خور ويل او له لرې ښارونو به يې پوښتنلیکونه راته راکول ترڅو يې ام المؤمنین ته وړاندې کړم، هغې به راته ویل: ای بنية! فاجيبيه وأثيبيه.٤*. يانې اې لورې ځواب ورته ولیکه او په کومه جامه یا پاکټ کې اچولي یې بیرته ورکړه.
دلته اوس وګورئ!
پخپله د رسول الله صلی الله عليه وسلم په ژوند کې د ښځې لیک لوست زده، په منظمه توګه استاذه ده او رسول الله صلی الله عليه وسلم ترېنه غواړي چې د هغه خپلې مبارکې میرمنې؛ حفصې رضي الله عنها ته يې هم ور زده کړي، بله تر ټولو ورتېره میرمن یې؛ عائشه رضي الله عنها کلونه کلونه په منظم ډول کاتبه ورسره کښېنوي او خلکو ته په ليکلې بڼه تعلیم لیږدوي، مګر ابراهیم الشامي، وهاب او هغو ته ورته کذاب راویان په همدغه عائشه رضي الله عنها پسې دا دروغ تړي چې هغې ویلي چې: رسول الله ص ښځې له کتابت نه منع کړې، که داسې وای هغې بیا ښځه کاتبه ورسره کښېنوله؟ شفاء او حفصې رضي الله عنها ته د لیک لوست د استاذۍ او شاګردۍ اجازه ورکېدله؟
که ومنو چې دغه روایت بالفرض صحیح دی، نو پدغه کې خو هم ښځو ته د نور سورت او مغزل ور زده کولو لارښوونه شوې، نو ايا کله مو فکر کړی چې مونږ نارینهء ښځو ته د قرآن او آن لمانځه او نور عیني فرضیاتو په ور زده کولو کې خپل مسؤلیت اداء کړی؟ او د مغزل یا اوبدل ور زده کولو لارښوونه ولې شوې؟ د هغوئ نفقه خو پر سړیو لازمه ده نو غزل او مغزل د څه لپاره؟
٢- د خاوند خدمت: په لاندينې پوسټ کې دویمه مسأله پر ښځو باندې د نارینه د خدمت وجوب یاد شوی.
دا مسأله کاملا سر چپه یاده شوې، مګر ددې لپاره چې خبره ډیره اوږده نشې، څو مهمو ټکو ته اشاره کوم.
الف: پر ښځه باندې د نارینه د تسلط تر ټولو قوي حالت د ازدواج د عقد له مخې، پر میرمن باندې د خاوند تسلط یا قوام دی، د پلار، ورور او نورو خپلوانو قوام اساسا د بلوغ تر مهاله دی، د ښځې او خاوند اړېکه د حقوقو او وجائبو د تقابل په بڼه او د خاوند له لورې پر ښځه باندې د محدودیت اعمال د خپل حق د استیفاء له مخې دی، دلته د ښځې لخوا د خاوند خدمت تبرع او د حسن معاشرت یوه هڅه ده، نه یواځې ورباندې واجب ندی، بلکې پر خاوند باندې دا واجب دي چې د ښځې د خدمت لپاره لږ تر لږه یو خادم او د هغه نفقه تدارک کړي او دا د ټولو فقهاؤ خبره ده، د حنفي فقهې معتبر متن قدوري وائی: وتفرض علی الزوج نفقة خادمها إذا كان موسرا، ولا تفرض لأكثر من خادم واحد.٥*
پر خاوند باندې د ښځې د یوه خدمت کونکي نفقه لازمه ده، که یې چیرې اقتصادي وضعیت ښه و، تر یوه خادم د زیاتو خدمت کونکو نفقه نده ورباندې لازمه. امام ابو یوسف رحمه الله د دو او آن درو خادمانو د نفقې د وجوب خبره هم کړې.
له دې سره د خدمت مسأله اصلا د خاوند مسؤلیت او د نفقې یوه برخه ده، د نفقې په مقابل کې د ښځې واجب اصلا د نکاح د عقد له لارې د خاوند د استمتاع یا کوروالي لپاره د هغه احتباس یا په همدې موخه له وتلو او آن نفلي عباداتو څخه د هغې د را ګرځولو صلاحیت دي.
ب: دغه صلاحیت حقوقي او توافقي دی، پدې مانا چې که خاوند د احتباس له خپل صلاحیته په تنزل اجازه ورکړي ښځه وتلي او کار کولی شې، يواځې د حجاب او نورو شرعي اوامرو په رعایت مکلفه ده او که خاوند نفقه ورنکړای شې نور فقهاء ښځې ته د نکاح د فسخې واک ورکوي احنافو دغه حق په غیر مستقیمه بڼه ورته منلی، مګر پر دې خبره ټول اتفاق دی چې خاوند د ښځې د احتباس یا له کار څخه د هغې د را ګرځولو صلاحیت له لاسه ورکوي او ښځه د هغه پر ممانعت برسیره وتلي شې.
ج: ټولې ښځې نه خاوند لري او نه خاوندان د هغوئ نفقې او نورو اړتیاؤ ته په سمه توګه رسېده ګي کولی شې، د نجونو، کونډو او نورو ناواده شوو ښځو د تعلیم او په بل کار پسې د وتلو په وړاندې د اړتیا، حجاب او نورو شرعي اخلاقي معیارونو له رعایت پرته کوم حقوقي مانع وجود نلري او د متزوجې ښځې وتل د یوه دوه اړخیز حقوقي تړون په بڼه مختلف حالات خپلولی شې، کوم کسان چې پدې برخه کې د : وقرن في بیوتکن. په آیت له کوره د ښځو د وتلو پر ممانعت په مطلق ډول استناد کوي، دغه ډول استدلال هم صحیح او پر ځاى استدلال ندی، بلکې علماؤ یې ځانګړي موارد او بیلابیل استثناآت بیان کړي.
د: خلص:
لنډه دا چې د ښځو د لیک لوست د ممانعت په هکله هیڅ ثابت نص وجوب نلري او په مقابل کې یې د جواز بیلابیل نصوص موجود دي.
ښځې له کوره څخه له وتلو نه په مطلق ډول منع شوې او نه د دې لپاره منع شوې چې د خاوند یا کوم بل نارینه خدمت ورباندې واجب دی، بلکې بې اړتیا، ناحقه، د تبرج، ځان ښکارونې، بې حجابۍ او د پردیو نارېنهء د توجه جذبولو لپاره وتل او حرکات یې ممنوع او دا اکثرا اخلاقي احکام دي، تدریجي اصلاحاتو، دعوت، تبلیغ، ارشاد او نصيحت ته اړتیا لري، نه دا چې د هغو په پلمه د عیني او کفائي فرضیاتو پر ټوله لړۍ باندې د بطلان یا محدودیتونو کرښه راکش او د صریح نصوصو پر مخالفت برسېره د خپلو خلکو او ملت پر غوښتنو، احساساتو او د دوست او دښمن پر ټولو حساسیتونو باندې سترګې پټې کړو.
وما علینا الا البلاغ.

مأخذونه:
١*ابن حبان البستي: المجروحين من المحدثين والضعفاء والمتروكين:٢٠١/٢. ابوبکر برقاني: سوالات البرقاني للدارقطني:٥٨. ابن عدي: الکامل في الضعفاء:٥٢٤/٧. ابن القیسراني: تذکرة الحفاظ:١٤٧، ذخيرة الحفاظ:١٩٥٠/٤. ومعرفة الأحاديث الموضوعة:١٨٩. ذهبي: ميزان الاعتدال:٤٤٥/٣. تذهیب التهذیب:٤٤٠/١. ابن حجر العسقلاني: تهذيب التهذیب:١٤/٩. او المطالب العالیة:١٢٣/١. ابن ابي حاتم الرازي: الجرح والتعديل:٧٤/٦. ابونعيم الاصبهاني: المسند المستخرج:٧٣/١.او:٨١/١. یحیی بن معین: تاریخ ابن معین:١٩٥/٤. مغلطائي الحنفي: اکمال التهذیب:٣٣٧/٢.
٢* الباني: سلسلة الأحاديث الصحيحة:٤٣/١. عسافي: الاصابة: ١٠٢.
٣* أخرجه الإمام احمد: ٤٦/٤٥. وابو داود:١١/٤. والنسايي: السنن الكبرى:٧٥/٧. والطحاوي: شرح معاني الآثار:٣٢٦/٤.طبراني:المعجم الکبیر:٣١٣/٢٤.ابن ابی شیبة: المصنف:٤٣/٥. اسحاق بن راهوية: المسند:٧٨/٥. بيهقي: السنن الكبرى:٥٨٧/٩. ابن ابي عاصم: الآحاد والمثاني: ٤/٦. وغيرهم.
٤* بخاري: الأدب المفرد: ٣٨٢.
٥* قدوري:١٧٢. الهدایة: ٢٨٧/٢. المحيط البرهاني:٥٣٦/٣. العناية:٣٨٧/٤. الجوهرة النيرة:٨٦/٢. البناية:٦٦٩/٥.البحر الرائق:١٩٨/٤. الدر المختار: ٢٦٠/١. رد المحتار:٥٨٩/٣. اللباب:٩٥/٣. تبيين الحقائق:٥٣/٣. وغيرهم.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.