!بعضې خلک سوچه شرعي نظام غواړي

نوراحمد خالدی

618
پداسي حال کى چى په اسلامي نړى کى سوچه شرعى نظام وجود نلرى، او امکان يى هم په آينده کى نشته که نه نو حنفى، شافعى، ملکى، حنبلى، شيعه او سنى، اسماعیلی، قادیانی او داسی نور مذهبونه به وجود نه درلودـ
حتی د حنفی مذهب د عالمانو تر منځ هم د یو واحد سوچه شرعی نظام باندی متفق قول نشته! د سعودی علمأ د مصر د الازهر عالمان، د هندوستان دیوبندی عالمان د پاکستان د حقانیه د مدرسی عالمان و د کندهاری عالمانو تر منځ اختلافات ډیر ژور دی!
برسيره پردى زمونږ د طالبانو ترمنځ هم پړ يو سوچه شرعى نظام باندى توافق نسته’ ذبيح الله مجاهد، ستانکزى، حقانى د کندهارى طالبانو مدرسى سره توافق نلرى!
حقيقت دا دى چه په زرهاوو غلط تش په نامه حديثونه د اسلام لوى پيغمبر ته نسبت ورکول کيږى د همدى په خاطر په اسلام کى قياس، تفسير، فقه، اجتهاد، مولانا، شيخ او مولوى موجود دى چى د شرايطو په نظر کى نيولو سره پر هره مشخصه موضوع باندى فيصلى وکړىی.
په سیرت نعمان کی مولینا شبلی نعماني وایی چی ابوحنیفه اشد الرای عالم و او یوازی ٤٥ حدیثونو یی صحيح بلل. هغه قیاس ته زیات اهمیت ورکاوه . یو بل سنی عالم ابن مقفع ویل چې امام به حکم د قران او د مسلمانانو د مصلحت په اساس کوي، نه د احادیثو په اساس ځکه چی احادیثو کې زیاته تنازع د روایت او صحت ده.
په بیسواده او عقب مانده ټولنو کی د بی ثبوتو حدیثو ټولول، هغه هم ۳۰۰کاله ورسته د لوی ییغمبر نه، ټول سلیقوي دی او د اعتبا وړ ندي. بله دا چي که مقوله وي یا بی ثبوته حدیث چی د خدای د بندګانو ترمنځ طبیعی عدالت او هوساینی، او دزمانی د پر مختګ مخه ونيسي باطل او مردود بڼل کیږی.
سوچه شرعى نظام يوازى د بعضى کم پوهه چړيانو او نيمچه ملايانو په وړوکى ذهنونو کى وجود لرى چى د کلى نه راغلى د نن ورځى د مغلق واقعى دنيا په موجوديت او ضرورتونو خبر ندى او خپل غير عقلانى ساده تحت الفظى عقايد سوچه شرعيت بولى او د يو مظلوم د ملا د ټوپک په ظلم اخټه ولس موجوده او آينده ژوند په خطر اچوى!

 

—————————————————————————————————–

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.