تعلیم ښځو ته هم فرض دی

قدسیه همت

1,079

خلک هوښیار شول شمعې نه وژني اوس
کوي په ډاگه د رڼا خبرې

لکه څنګه چې د سړيو لپاره تعليم او زده کړې ضروري دي همدارنګه د ښځو لپاره هم ضروري دي.
په قرآن او سنت کې د تعليم د اهميت او ضرورت باره کې دلايل راغلي دي او په هغو کې د سړيو او يا ښځو تخصيص او تفريق نه دی شوی بلکې عام دي او ښځو او سړيو دواړو ته شامل دي، الله تعالی په قرآن مجيد کې فرمايلي دي: هَلْ يَسْتَوِي الَّذِيْنَ يَعْلَمُوْنَ وَ الَّذِيْنَ لَا يَعْلَمُوْنَ [الزمر 9] ایا سره برابرېدلى شي هغه كسان چې زده کړې لري او هغه كسان چې زده کړې نه لري؟!
په دې مبارک ایت کې د علم لرونکو فضيلت بیان شوی دی او په کې د ښځې او سړي هېڅ تخصيص نه دی شوی، فوقيت يواځې علم والا ته حاصل دی، هغه سړی وي او که ښځه، هلک وي او که جینۍ، دغه اضافي قيدونه او شرطونه الله نه دي لګولي. همدارنګه الله تعالی فرمایلي دي: اِقْرَاْ وَ رَبُّكَ الْاَكْرَمُۙ۰۰۳الَّذِيْ عَلَّمَ بِالْقَلَمِۙ۰۰۴عَلَّمَ الْاِنْسَانَ مَا لَمْ يَعْلَمْؕ۰۰۵ [العلق 3]. ته ولوله، په داسې حال كې چې ستا رب تر ټولو لوى كریم دى (3) هغه چې په قلم سره يې ښوونه كړې ده (4) انسان ته يې هغه څه ښودلي دي چې دى پرې نه پوهېده.
په دې ايت کريمه کې هم الله تعالی انسان ياد کړی دی، د ښځې او سړي تفريق يې نه دی کړی او دواړه د زده کړو حق لري بلکې زده کړې پرې لازمې دي.
په صحیح حديث کې راځي چې نبي صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي: إِنَّمَا النِّسَاءُ شَقَائِقُ الرِّجَالِ. مسند أحمد :5869، وجامع الترمذي في كتاب الطهارة: 105، وأبو داود في كتاب الطهارة: 204.) ښځې د سړيو په شان او مثل دي، يعنې په احکامو، طبيعتونو او اخلاقو کې د سړيو په څېر دي.
له دې حديث نه معلومه شوه چې هرهغه حکم چې د شريعت له خوا سړيو ته ورکړ شوی دی چې يو په کې تعليم او زده کړې دي؛ نو په دغه حکم کې ښځې هم شاملې دي مګر دا چې د استثنا لپاره کوم خاص دليل وجود ولري.
رسول الله صلى الله و عليه وسلم يوې صحابيې ته چې شِفا بنت عبد الله نومېده؛ وفرمايل: أَلَا تُعَلِّمِينَ هَذِهِ رُقْيَةَ النَّمْلَةِ كَمَا عَلَّمْتِيهَا الْكِتَابَةَ [حديث صحيح رواه أبو داوود: 3887] ته دې حفصې (د نبي صلی الله عليه وسلم کورودانې) ته د اړخونو د دانو د بيمارۍ دم ولې نه ورزده کوې لکه څنګه چې تا هغې ته ليک لوست ورزده کړی دی!
د رسول الله صلى الله وعليه وسلم د دې کار ډېر ستر عظمت او شان دی. هغه پخپله اُمي و او د دې باوجود يې د خپلې ښځې باره کې چې مشره وه، نوې ځوانه هم نه وه، هغې ته يې د ليک لوست د زده کړې زمينه برابره کړې وه او د هغې ښوونکې ته يې هم ترغيبي الفاظ وکارول. په دې حديث کې هغو سړيو ته لوی درس او عبرت پروت دی چې خپلې ښځې، لوڼه خويندې په جهالت کې ساتي او له ليک لوست نه يې محروموي.
په ذکر شویو ايتونو او حديثونو کې پر هغو وچو او جامدو دماغونو والاوو باندې سخت رد دی چې د ښځو د زده کړو مخالف دي او د خپل ځان د برحق ثابتولو لپاره د دروغو او موضوعي حدیثونه وړاندې کوي، لکه له ځانه جوړ کړی شوی قول پېش کوي او وايي دا د عايشې رضي الله عنها قول دی : ( لا تسكنوهن الغرف، ولا تعلموهن الكتابة ) تاسو ښځې بالاخانو کې مه اوسوئ او مه ورته ليک لوست ورزده کوئ. حال دا چې دا له ځانه جوړه کړی شوې خبره ده، دا پر ام المؤمنين عايشې رضي الله عنها باندې هم دروغ تپل دي او پر پېغمبر صلی الله علیه وسلم هم، دا د نبي صلی الله عليه وسلم قول نه دی، محدثينو د دې خبرې تصريح کړې ده، لکه امام ذهبي، حافظ ابن حجر، ابن الجوزي، ملا علي قاري، شيخ الباني او داسې نورو سترو عالمانو د دې د موضوع والي، يعنې له ځانه د جوړېدو وضاحت کړی دی. په دې روایت کې يو راوي محمد بن إبراهيم الشامي دی چې له ځانه به يې حديثونه جوړول او نبي صلی الله عليه وسلم ته به يې منسوبول. (محمد بن إبراهيم الشامي كان يضع الحديث. ونقل الذهبي عن الدارقطني تكذيبه، وقال ابن حجر: منكر الحديث.)
الله سبحانه وتعالی خو حکم کړی دی او فرمايلي يې دي: { يٰۤاَيُّهَا الَّذِيْنَ اٰمَنُوْا قُوْۤا اَنْفُسَكُمْ وَ اَهْلِيْكُمْ نَارًا وَّ قُوْدُهَا النَّاسُ وَ الْحِجَارَةُ } ای هغو کسانو چې ايمان يې راوړی دی تاسو خپل ځانونه او خپل اهل و عيال کورنۍ له هغه اور نه وساتئ چې خشاک يې خلک او کاڼي دي.
دا ايت کريمه د خپلو اولادونو او کورنيو د تعليم او تربيې باره کې اصل او اساس دی.
نبي صلی الله عليه وسلم خو خپلو وينځو ته هم د تعليم او زده کړې ورکولو ترغيب ورکړی دی، نو خپل اولادونه خو د دې کار ډېر مستحق دي.
په صحيح البخاري کې امام بخاري رحمه الله عنوان ايښی دی: ” باب تعليم الرجل أَمَته وأهله، يعنې خپلې وينځې او کورنۍ ته د زده کړو ورکولو بيان او بيا يې حديث ذکر کړی دی چې رسول الله صلى الله وعليه وسلم فرمايلي دي چې درې کسان دي چې هغو ته به دوه اجره ورکولی شي په هغو کې يو هغه دی چې له هغه سره وينځه وي، دی هغې ته ښه ادب ورزده کړي او هغې ته ښه تعليم ورکړي، بيا یې ازاده هم کړي او بيا ورسره شرعي نکاح وکړي. امام بخاري رحمه الله – بل عنوان قايم کړی دی: باب هل يجعل للنساء يوم على حدة في العلم؟ ايا ښځو ته به د تعليم لپاره بېله ورځ مقررولی شي؟ په دې کې هم امام بخاري حديث راوړی دی چې نبي صلی الله عليه وسلم باقاعده د ښځو لپاره يوه ورځ مقرر کړه او په هغې کې به يې هغوی ته ښوونه کوله. (صحيح البخاري: 101)
د اولاد او بالخصوص د لوڼو تعليم څومره مهم دی او په دنياوي او اخروي لحاظ یې څومره فوايد دي، دغه اهميت او فوايد يې له دې حدیث نه ښې معلومېږي، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: مَنْ کَانَتْ لَهُ ابْنَةٌ فَأَدَّبَهَا فَأَحْسَنَ أَدَبَهَا، وَعَلَّمَهَا فَأَحْسَنَ تَعْلِيْمَهَا، وَأَوْسَعَ عَلَيْهَا مِنْ نِعَمِ اﷲِ الَّتِي أَسْبَغَ عَلَيْهِ، کَانَتْ لَهُ مَنَعَةً وَسُتْرَةً مِنَ النَّارِ. چا چې خپلې لور ته ښه ادب ورکړ او ښه تعليم يې ورکړ او د الله نعمتونه يې پرې پراخه ولګول نو دغه لور به د ده لپاره له جهنم نه د بچاو او ژغورنې سبب وي. المعجم الکبير للطبراني، 10: 197، رقم: 10447، و مجمع الزوائد، 8: 158.
د زده کړو او تعليم د شرعي حيثيت باره کې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي:
طَلَبُ الْعِلْمِ فَرِيضَةٌ عَلَی کُلِّ مُسْلِمٍ.
د علم زده کړه پر هر مسلمان فرض ده. (سنن ابن ماجه: 224، مسند أبو يعلی: 2837، و المعجم الکبيرللطبراني: 10439.)
په دې مبارک حديث کې له مسلمان نه مراد ښځه او سړی دواړه دي، نو د علم زده کول پر سړي او ښځې دواړو باندې فرض دي. نو ای د الله بنده ګانو! تاسو په خپله فکر وکړئ، که چيرې ښځې تعليم ولري پوره خاندان به تعليميافته وي، ښځه چې ډاکټره شي، د ښځو د علاج ستونزې به اسانې شي، که په هر ډګر کې تعليم یافته ښځې موجودې وي، د ښځو لپاره به ډېرې اسانتياوې رامينځته شي.
د جينکو لپاره به ښځه معلمه وي، په قضا او محاکمو کې به د ښځو ستونزې ښځې هواره کړی شي، په طبي او روغتيايي ميدان کې به لوی انقلاب راشي که مونږ تکړه ډاکټرانې ولرو، حتا په امنيتي برخه کې که تعليم یافته ښځې موجودې وي ډېرې امنيتې ستونزې به نه پېښېږي. د اولادونو د سالمې روزنې لپاره هم د ښځې تعليم او زده کړه ډېره ضروري ده.
ځينې د تاريک فکر خلک به ووايي چې د ښځو په تعليم سره اخلاقي ستونزې او فساد پيدا کېږي، هغوی ته دې وويل شي چې داسې خو د ځينو سړيو د تعليم په وجه هم اخلاقي ستونزې پيدا کېږي ايا دا به معقوله وي چې پر سړيو دې د زده کړو پابندي ولګي؟! نه، نو همداسې پر ښځو هم دا پابندي لګول روا نه دي او بله دا چې د تعليم په وجه اخلاقيات لوړېږي، نه دا چې خرابېږي.

 

—————————————————————————————————–

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.