امیر خان متقي: باید د خلکو حقونه ورکړو

560

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي نن یکشنبه د مرغومې څلورمه کابل کې د یوې غونډې پر مهال ویلي چې «خلک زموږ پر څېرو نه دي مین» او حقونه یې باید ورکړل شي.

امیرخان متقي دې غونډې ته ویلي، «که ځانونه مشران ګڼو،نو بیا دغه ملت ته د روغتیا، اقتصاد، تعلیم او نور حقه حقوق ورکول زموږ مسوولیت دی.»
په ورته مهال د بهرنیو چارو وزارت په خپلو خبرو کې پاکستان ته په اشارې سره وویل چې پر سوداګریزو لارو ستونزې جوړول د دواړو هېوادونو په زیان دی.

نوموړي پاکستان ته په خطاب کې ویلي: «زموږ او ستاسو د سرحدي ځواکونو لانجه نه ستاسو په ګټه ده او نه هم زموږ په ګټه. په کرښه باندې ستونزې جوړول نه ستاسو په ګټه ده او نه زموږ په ګټه ده. زه چې تاته د ورور، مسلمان او سیال په سترګه ګورم ته هم په هغه سترګه راته وګوره. سوداګري د اصولو په رڼا کې راسره ورکړه، راشه درشه د اصولو په رڼا کې راسره ورکړه.»

امیرخان متقي داسې مهال هېواد کې د افغانانو د حقونو د ورکړې خبره کوي چې اسلامي امارت په تازه‌ګۍ سره په نادولتي موسسو کې د ښځو پر کاربندیز لګولی چې په کور دننه او بهر یې پراخ غبرګونونه پارولي دي.

 

—————————————————————————————————–

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.